کبرجن سړی دملنګي په جامه کې

مازدیګرمهال یومغرور او بې پروا سړی دملنګ پرجامې  له خپلې شینې ګوډې چې شاته يې اچولې وه، دکلې په لور روان شو، غریب ملنګ په دې فکر کې ؤ، چې څنګه وکولی شي، دخلکو له کورونه څخه یوڅه اوړه  او ډوډۍ ټول او دخپلې کورنۍ سره لږ شانته ځانونه  پرې ماړه کړي. خو دکلي ځوانان او مشران پخپلو کرنیزو کارونو باندې بوخت ؤ، دهرکور یوه یادوه تنه بیا  د پردۍ مزدوري کوله دوی به تل ځانونه په یوکار بسیا کول، چې بی وزګاره ونه وسي او ځان لپاره دکور حلاله نفقه پیداکړي. خو دا غریب ملنګ چې څلور هسک او پیړ زامن يې درلود، د ډیرې لټۍ، تکبر او نازولیتوب په لمه کې بندي پاتې ؤ، سره له دې په ډیره زیاته اندازه کرنیزې ځمکې چې دغریب ملنګ پلار څخه دې ته پاتې وې، دخپل زامن په شان دا هم لټ اوتنبل انسان ؤ، خپلې ځمکې يې په  خپلوانوباندې کرلې، ولې ددې غریب ملنګ لټي او مغروریت دې اندازې ته لوړ شو، چې بزګرانو به دې ته خپل حق وروړل، نو دې غریب ملنګ به   هم ورځني نوکران  د  غلې او دانې لپاره نیول.
غریب ملنګ مست اوهسک زامنوته به يې ویل، چې کوښښ وکړئ، ښه واغوندئ، پاک اوستره وګرزئ، ترڅو ددې سیمې خلک ووايي، چې دپلانکي خان زامن څومره پاک دي، نو خلکو ته به خپل تربګنۍ له دې لارې وښایو.
دملنګ زامن هم دخپل پلار خبروته غوږ نیول اوپرې  عمل يې کول. خو دورځو په تیریدو دغریب ملنګ د ژوند چارې مخ پرخرابیدو او اقتصادي وضعیت  يې پر ختمیدو ل، زامنوته  دتیر پر شان دا نه ویل، چې ښه واغوندئ او ښه وګرزئ، بلکې برعکس ورته به يې ویل، چې ولاړ شي، خپلې ځمکوکې کرکیلې وکړئ، ځکه چې اوس بزګران ځواب شوي اوځمکې شاړې پاتې نشي.
ولې زامن يې بیا دخپل پلار پرخبرو ملنډې وهلې ورته  يې وویل ، چې پلارجانه!  دخپل دریځ نه ولې واوښتې، خلک به مونږ ته څه وايي، چې دپلانکي خان زامن پخوا څنګه ؤ او اوس يې مزدوري او خواري باندې لګیا دي؛ نه  هیڅکه مونږ دا کار نه کوو اوکه ستا پر  وس پوره وي ويې کړه.
غریب ملنګ  خپلو زامنوته څه ونه ویل، ځان سره يې وویل، چې راځه دځمکو خواته  یو ځل  سر وروهم، چې په تنها دا ځمکې کولی شم اوکنه.  
غریب ملنګ  چې خپل ځمکو لیدو ته ولاړ، ګوريي، چې پرځمکو نور کسان کار کوي. ده ورته وویل، تاسو دلته څه کوی اوچا تاسو ته اجازه درکړې، چې په دې ځمکه کې کار وکړئ.
بزګرانو په کړس کړس خندا غریب ملنګ ته وویل، چې تاسو څوک یاستئ، آیا د دولت دمالیې مامورخو به نه یاستئ، چې پوښتنه  کوئ، ملنګ ورته وویل:  چې دا کرنیزې ځمکې خو زما دي. هغوی ورته وویل، چې دا ځمکه یو میاشت کیږي، چې موږ  د پلانکي څخه واخیسته.
 غریب ملنګ چې بيسواده ؤ، پخوانیو بزګرانو ورباندې دوخت په استفادې چانس تللي ؤ، جعلې قباله او اسنادونه يې دکلي ملکانو او شاهدانو باندې او هغوی ته یوڅه حق په ورکولو جوړې  او په دې غریب يې چې د مغروریت په کنده کې ژوند کاؤ مهر او لاسلیک په دې بهانه چې تاته مو دومره حق او حقوق درکړل، نو دې به هم هغه په پټه او مغرورانه ډول په کاغذونو باندې خپل دګوتې مهر ولګول.  د غریب ملنګ کلیوالو چې ددې زامن او دی به يې لیدل ډیر ورنه به يې  نفرت کاؤ، ځکه دکلي ټول ځوانان په زده کړو، کارونو او دکلی دخیر په کړونو بوخت او دوی به په مغروریت ډول خلکوته ځان ښودنه کوله.
ملنګ ناهیلې کورته خواته روان  شو، زامنو ته يې کیسه وکړه زامن يې وویل، چې پلار جانه شکرده، چې تاسو هم له ځمکو کرلو خلاصی پیدا کړل ته هم زموږ په څیر مست او بې پروا  ګرځه؛  خدای مهربان دی، روزی الله تعالی به راکوي، خو خپل مغروریت به دکلي خلکو پر وړاندې نه ماتوو.
ورځې نورې هم تیرې شوې؛  کوم خوراکي توکې چې د غریب ملنګ کورنۍ ورنه استفاده کوله هغه دهماغه بزګرانوخوارۍ ؤ، چې دې  لټې کورنۍ ته رالیږلي ؤ. خو هرڅه دکور خلاص شول ولې بیا هم دغریب ملنګ زامن له خپل غروریته  مات  نشول،  نو کله  چې  په دوی  ډیره  تنګي او بې وسي زور وکړ، نو دغریب ملنګ زامنو خپل پلار ته وویل، چې نور خو نه کیږي، ورځه مونږ ته نور یو څه خوراکي توکې را پیدا کړه، چې ویې خورو.  خیر  دی ته سپین ږیرې شوې یې او موږ ځوانان یو تاته شرم نشته اوکه مونږ غریبي وکړو، موږ ته شرم اوخلک به پرځان وخنده ؤ.
ددغو لټو بچیانو پلار دکلی په لور رهي شو، ځان سره يې فکر وکړ، که دخلکو دروازې وټکوم او ماته به خلک څه رانه کړي او دا خو بلکل ماسره نه ښايي، ولې ددې لپاره باید ځان دیو زیارت ملنګ جوړکړم اوخلک به د زیارت په نوم ماته څه راکړي، هماغه ؤ، چې شلیدلې پڼې، پیوندینې جامې او دسر لپاره بازارکې جوړ کړئ ویښتان  او پر سر يې سور دسمال وتاړو او خپل غږ ته يې بدلون ورکړ، د کلې ټولې دروازې وغوښتې او دهریوو دکور  دروازو تر شا
نارې  وهلې،  چې دپلانکي بابا ملنګ ته څه خیر راوباسئ، ولې دکلي خلک هوښیار ؤ، غریب ملنګ ته يې ویل، چې د زیارت لپاره خیر اوخیرات څه لپاره  ټولوې، آیا بل کار نشته چې ته په دې نوم ځان اوکورنۍ ته دسوال په توګه نفقه پیدا کوې، آیا ستا زامن نشته چې زمونږ د ماشومانو پر څیر کارونه وکړي.
غریب ملنګ وویل، چې دا خیرات په دې توګه ټولوم، چې پلانکی زیارت تود او یو میله  پرې جوړه کړم.
کلیوالو ورته وویل، چې زیارت تودول او په زیارت کې میلې کول دا ټول حرام اوبدعت دی، که ته غواړې چې ځان لپاره ثواب ترلاسه کړې، دا خیرات چې دزیارت په نوم يې ټولوې کوې  له دې  ډیر نور ثوابي کارونه شته؛  ورشه هغه وکړه.  جوماتونو ، ښوونځیو، او بې وسو سره مرستې وکړه، چې له دې نه نور زیات ثواب نشته.
غریب ملنګ د ډیر  ژور سوچ وروسته خلکوته مخ واړول، چې زه ملنګ نه یم زه هغه شخص  یم، چې له پلارڅخه راته په ډیره پیمانه ځمکې او جایدادونه  پاتې او دخپل غروریت نه مې نه کرلې، کله چې ځوانۍ ته ورسیدم پلار به راباندې په زوره ښوونځی او درس ویل،  ولې ما به دپلار خبرې بې ګټې بللې چې د سواد آرمان اوس په دې کوم، چې ظالمانو راڅخه خپله ځمکه خرڅه کړه، دخپل په دوران کې زامنو ته به مې غلطې لارې چارې ښودلې، زامنوته به مې ویل، چې ښې جامې واغوندی او خپلو ته تربګني له دې لارې وښايي، خو افسوس اوس زما په حال او له ځان سره يې وویل:  رښتیا چې لویانو ویلي دي، په روزي کبر وکړه، ولې په تربور کبر  مه کړه.
لیکونکی : شیرمحمد «امیني» ستانکزی