‎کار چا وکړ ویاړ چا ترلاسه کړ

‎په افغانستان کې که چیري سیاسي ملاتړ، کوم ګروپ او یا کومي ‌‌‌‌‌‌ډلې سره تړاو ونه لري نو نه خپل حق ترلاسه کولای شي او نه پرمخ تللای شي همدا باعث دی چې زمونږ د هیواد ‌‌‌‌‌‌ډیر کدرونه یا په کور ناست او یا په یوه ‌‌‌‌‌‌ډیر عادي ځای کې په ‌‌‌‌‌‌ډیر کم معاش چې د کورنۍ ضرورت یې هم نه پوره کوي خپله دنده ترسره کوي. ددي ترڅنګ ځینې اشخاص داسي هم شته چې په بهرنیو موسساتو کې یې په ‌‌‌‌‌‌ډیر لوړ معاش دنده ترسره کوله خو خپلې هیوادنۍ مینې او د کړیدلو افغانانو خلاص ګریوان ته په کتو خپله روزي هیڅکله د ځان لپاره حلاله نه ګڼې همدا باعث کیږي چې یو وګړی دي خپل ژوند دسختیو میدان ته غورځوي د خپل هیواد د آبادي او هیوادوالو د هوساینې لپاره د شپې او ورځې کار ته ملا تړي تر څو خلک یې هوسا، هیواد یې آباد او د خپل ضمیر څخه د خدای ج په وړاندي ملامتیا لري کړي. 
‎که څه هم یو څوک به دا هر څه وکړي ددي ترڅنګ به خپل هیواد ته ویاړ راوړي د هیواد دري رنګه بیرق به په نړۍ ورپوي چې دا ټول به یې په خپل زحمت کړي وي کار به یې کړی وي د بچو د مینې به یې ځان محروم کړی وي شپې به یې په ویښه تیري کړي وي خو بیا هم چې پورته ذکر شوی ملاتړ ونه لري نو هیڅ ونه ګڼل شي زړه یې هم له خدمت او هم له کار موړ شي او بیرته دي ته اړ شي تر څو خپل خدمت ته همدلته د پای ټکی کیږدي له خپلو بچو سره د هوسا ژوند د تیرولو هو‌‌‌‌‌‌ډ وکړي، شاید داسي خلک هم وي چې بیا هم دا هیواد خپل کور ګڼي په خپل زیار کې کمښت نه شي زغملای او لاپسي ګړندی او چوپ شي. او دا ځکه چې، 
‎موده وړاندي ښاغلي بریالی باز د تدارکاتو لپاره د یو سیستم نوښت د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې رامنځته کړ چې دغه سیستم د جنوبې آسیا هیوادونو په رقابتې سیالۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړ خو بدبختانه چې نوموړی نه کومه ‌‌‌‌‌‌ډله، نه کوم ګروپ او نه کوم سیاسي ملاتړ لري همدا وجهه وه چې نوموړی پرځای ناست او ددغه ویاړ څښتن بل څوک شو او د نوموړي په هکله نه کومې رسنی، نه کوم چا او آن چې د خپل دفتر لخوا نه تشویق او نه یې په دغه امتیاز کې شریک وباله خو بیا هم بریالی باز چوپه خوله د دهیواد په چوپړ کې تر هغې هم زیات زیار باسي. د یادولو وړ بولم چې تر دی دمخه بریالي باز په سریلانکا هیواد کې په زرګونه ‌‌‌‌‌‌ډالر میاشتنی تنخوا کار کوو چې خپلي هیوادنۍ مینې دي ته اړ کړ تر څو هلته خپلي دندي ته د پاي ټکی کیږدي او د خپل هیواد او هیوادوالو د چوپړ مضدر وګرځي
‎ښاغلی بریالی باز! وخت راتلونکی دی هیواد په جوړیدو دی بیا به ستا په شان کدرونه وزیران، معینان او ریسان وي تاسي ته افغانستان اړتیا لري نه داسي خلک چې ستا تر حق لاسونه چاپیر کړي که دا چارواکې په هیواد مین وی نو اوس به ته وزیر یا معین وي نه په دغه ځای چې اوس یې.
‎ښاغلیه! ستا صداقت، مینې، خلوص، زیار او استعداد ته سلام.