خدایه؛ لوستي مو ډېر کړې!

د سیند پر غاړه ناست و. لاسونه یې تر زنګونو لاندي کړې و. زه له یوه داسې ځوان سره خواته یې ور روان وم، چې ځانګړی لباس یې پر تن و.
راسره ځوان له ما لېرې شو.
ده لاسونه پر دسمال وچول، زه یې خواته ورغلم.
رانه یې وپوښتل:
- دې هلک ولې دغه لباس پر تن کړی، دا څه ډول پولیس دی؟
- نه، دا پولیس نه دی، له پوهنتونه فارغ شوی.
ـ پوهنتون!؟
- هو، پوهنتون.
- پوهنتون لا څه دی؟
- فاکولتې نه فارغ شوی. یعنې ووایم مکتب.
- په دې خبرو نه پوهېږم، وروره!
زه غلی شوم. هغه هم زما له مخې تېر شو.
خدایه!
لوستي مو ډېر کړې!!
۲۳/جدي/۱۳۹۳