چارواکو! کابــل طـبي پـوهنتـون وژغورئ

کابل طبي پوهنتون د هیواد تر ټولو پخوانی او ستر طبي پوهنتون دی. یاد علمي بنسټ د ټولو کمي او کیفي نیمګړتیاو سربیره افغاني ټولنې ته لسګونه دورې تکړه داکټران او روغتیایي کارکوونکي وړاندي کړي دي. پداسې حال کې چې د هیواد په کچه تکړه او په ملي کانکور کې لوړې نمرې اخیستونکي ځوانان دغه پوهنتون ته لار مومي او نیغ په نیغه یې د هیوادوالو او انسان تر ټولو سترې پانګې یعني ژوند سره سر او کار دی، پدې وروستیو کې د دې پوهنتون نسبي تاریخي ویاړ او اعتبار د روغتیايي مافیايي کړیو او د دې پوهنتون د ناکاره مشرتابه  لخوا د ښکاره سبوتاژ او نابودی سره مخ دی. د یاد پوهنتون د پراخو او ارزښتمنو ځمکو او شتمنیو د لاندي کولو نیولې بیا د نړیوال بانک، اروپایي ټولنې، یو ایس ای ډي، جاپان، او نورو پراخو کورنیو او بهرنیو ادارو او سرچینو د سترو علمي، ظرفیتي، کدري، او روغتیایي پروژو څخه د اعظمي ګټې نه اخیستل او مالي فساد پیښې بیا ورځ تر بلې د دې ستر طبي بنسټ د درسي او تعلیمي کیفیت ټیټیدل او په یاد پوهنتون کې د ځوان او تکړه کدرونو سره د مور او میرې چلند، پدې مرکز پورې د اړوندو په اصطلاح ۲ کدري روغتونونو (میوند او علي آباد) کې د تخصص اخیستونکو، علمي او اداري کار کوونکو او ستاژرانو لپاره د نشت برابر اسانتیاو په درلودلو د هغوی د وخت او عمر سره جفاء او په یادو روغتونو کې د ناروغ سره د غیر انساني او ناوړه چلند بیا تر مالي او اخلاقي فساد پراخې پیښې او د همدې اونۍ په ترڅ کې د پولیسو په نامه د بې سرو لخوا د پوهنتون اړوند روغتیایي او ژوند بښونکي مرکز په انګړ کې په رڼا ورځ د ناروغ ملتیا کوونکي شهادت او زخمي کولو پڅیر د بې ساریو غمیزو لړۍ ورځ تر بلې دا پوهنیز او حیاتي مرکز او په هغه پورې اړوند روغتیايي بنسټونه د مطلق ناورین، سقوط او نابودی سره مخ کړي دي. 

د دې پوهنتون رئیس د خپلې #پرې ټول کس او ناکس انډیوالان په علمي، د محصلینو چارو او نورو کاري  معاوینیتونو، د پوهنځیو په ریاستونو بیا د خپل دفتر تر درواغجنو کارکوونکو پورې د خپلې بې ظرفیتی د پټولو او هم طبعیتی پر بنسټ ګمارلي دي. خپله تر نیمې ورځې زیات په لوړو زده کړو وزارت او نورو اورګانونو کې د جلساتو په بهانه ورک وي، معاونین یې د داکټرانو او محصلینو سره د کالیو او ظاهري بڼې، ژبې او ګیرې په اساس چلند کوي او په یوه بهانه او بله د هغوی حقه او قانوني کړنو د ځنډولو ان تر سپکو سپرو پورې یې بدرګه کوي. د ټیټ رتبه کارکوونکو خو یې د کاري ورځې د پیل څخه بیا تر پایه اوله اندیښنه د خپلې خوښې ټلویزیوني ترکي سریالونو او هندي سندرو پروګرامونه دي، چې په اړوندو کاري او رسمي څانګو او وختونو کې یې په نره په اوچت غږ اوري او ګوري. پدې اداره کې تر ټولو ښه یې هغه دی چې ستا د قانوني کړنې د یوې برخې د ترسره کولو په بدل کې پر تاسو سل منته کیږدي او ستاسو څخه د لاس په سینه مننې تمه ولري. یاد ترخه حقایق د کومې شخصي عقدې یا کینې موندنې یا پایلامه نه بلکې د یو افغان بچي او د همدې پوهنتون څخه د فارغ او پر ځان د دې پوهنیز بنسټ د حق په توګه د یو زیات شمیر نورو داکټرانو او محصلینو د کره عیني او تحقیقي او عملي انګیرونو او کړنو په لړ کې د سمون په موخه وړاندوینه ده، که چیري د لوړو زده کړو چارواکي پدې اړه ژر تر ژره  بې پرې او غوڅ اصلاحي ګامونه اوچت نکړي، د دې ملت روغتیایي او صحي ډګر به د لا زیات ناورین او بدبختی سره مخ شي او زمونږ هیوادوال به لا هم خپل ډیر لومړني ناروغان د ناچاری پاکستان او هند ته د خپلو ځمکو، هټیو، غوا او څارویو د ګروولو او خرڅولو په بیه بیایي او هغوی به د تورخم دروازې د بندیدو او یا هم په وخت د ویزې د نه ورکولو په بهانه زمونږ تر سترګو لاندي خپل خوږ ژوند د لاسه ورکوي او هغه وخت به مونږ ټول پدې جرم او قتل کې شریک وو.
 
و ما علینا الا البلاغ