اقتصاد پېژندنه/ (۹ مه برخه)

نړيوال اقتصادي سيستمونه
(International economic systems)
په اقتصاد کې د انسان هغه کړنې تر مطالعې لاندې نيول کېږي چې د محدودو وسايلو په مرسته د نامحدودو غوښتونو د پوره کولو لپاره تر سره کېږي. چون دغه کړنې انسان په ټولنه کې ترسره کوي، نو له دې کبله يې يو له بل سره اړيکې پيدا کېږي او د کړۍ بڼه غوره کوي چې اقتصادي نظام ورته وايي. يو نوميالي اقتصاد پوه اقتصادي نظام داسې تعريف کړی: اقتصادي نظام هغه ادارې رانغاړي چې د يو هېواد وګړي يې د دې لپاره رامنځته کوي چې خپل محدود وسايل داسې وکاروي، تر څو خپلې نامحدودې غوښتنې پرې پوره کړي، د يو هېواد اقتصادي نظام دا پرېکړه کوي چې د خلکو لاندې پوښتنو ته څنګه ځواب ووايي:
1. څه شی تولید کړي؟(What to produce) : د يو هېواد اقتصادي نظام لومړی په دې بحث کوي چې د هېواد وګړي څه شي ته اړتيا لري چې د توليد وسايل پرې وکارول شي او د خلکو د اړتيا وړ توکي توليد کړي؟
2. څنګه يې توليد کړي؟(How to produce?): په اقتصاد کې دويمه پوښتنه داده چې څنګه يې توليد کړو له (څنګه يې توليد کړو؟) څخه موخه دا ده چې د توليد عوامل په څومره مقدار سره يو ځای کړو؟ څو د توليد لګښت د امکان ترحده را کم او توليد ډېر کړو، دا هغه وخت ترسره کېږي چې د توليد عوامل په ښه توګه وکارول شي.
3. د چا لپاره یې تولید کړو؟ (For whome to produce): درېيمه پوښتنه دا چې توليد د کومو خلکو لپاره تر سره کړي چې دهغوی اړتياوې پرې پوره شي.
4. څومره یې تولید کړو؟ (How much to produce?): په ټولنه کې د څومره تولید لپاره تقاضا شتون لري څو په بازار کې مازار او یا هم کسر شتون ونلري او شته تقاضا ته په ښه ډول عرضه ترسره شي.
د بازار اقتصادي نظام
Market Economy
د بازار اقتصادي نظام هغه اقتصادي نظام دی چې په هغو کې د پرېکړو د نيولو او معاملو د اجرا په وخت کې د توليد پر وسايلو د خصوصي سکتور وړاندېوالی په پام کې نيول کېږي. د ملي اقتصاد په کچه د اقتصادي معاملو او پروسو پلان او ټولګه په متمرکزه، بڼه نه وي. هر اقتصادي واحد ځانګړی پلان او د کړنو تدبيرونه په بازار کې د موجودو سياليو او د پلور د قيمتونو پر بنسټ جوړوي. د ځانګړو اقتصادي واحدونو پلانونه چې هر يو بېل بېل د بازار د نرخونو سره په تړاو کې وي جوړېږي او د ټول ملي اقتصاد په کچه همدا ځانګړي پلانونه يو ځای او بیا د ملي اقتصاد په کچه ترې کار اخیستل کېږي. بازار په اقتصادي نظام د خصوصي ملکيت د تقدس پر بنسټ ولاړ دی او د بازار اقتصاد د ازادو سياليو له لارې د انسانانو د اړتياوو د پوره کولو په جوړښت ولاړ دی.
او يا په بل عبارت: د توليد پر وسايلو خصوصي ملکيت د بازار د ازادو سياليو له لارې د ټولنې د اړتياوو له پوره کولو سره ټينګ تړلي دي او د ډېرو پوهانو په اند، يو يې له بله، د تصور او عملي کارونې وړ نه دي.
د بازار د اقتصادي نظام بڼې: د بازار اقتصاد يو لرغونی تاريخي اقتصادي نظام دی چې د بشري ټولنې د تاريخي تکامل سره سم يې وده کړې او د ملي ټولنو له اړتياوو او د نړيوالو شرايطو له غوښتنو سره سم يې بدلون موندلی دی د تاريخ په اوږدو او په تېره بيا د شلمې پېړۍ په بهير کې د بازار د اقتصادي نظام نوي ډولونه رامنځته شوي، چې ځينې غوره بېلګې يې د ازاد بازار (لبرال مارکېټ)، ټولنيز بازار (سوسيال مارکيټ)، د چاپېرالو ساتنې ټولنيز بازار (سوسيال ايکالوژيک مارکيټ) يادولای شو.
ازاد بازار(Free Market ):د بازار اقتصادي نظام بېلا بېلې بڼې لري، يو له هغو بڼو څخه د ازاد بازار (لبرال مارکيټ) اقتصادي بڼه ده چې په هغو کې توليد او لګښت په ازاده توګه د بازار د لارې اداره کېږي، دولت په مستقيمه توګه په بازار کې مداخله نه کوي او يوازې له غیر مستقیمې لارې د بازار په پروسو کې لاس وهلی شي.
د ساري په توګه: دولت کولای شي چې ځينې دولتي محصولات بازار ته وړاندې کړي، په سياليو کې برخه واخلي او يا نوي قوانين جوړ او عملي کړي، په ازاد بازار کې هر څوک خپلې شخصي ګټې لټوي او د ترلاسه کولو لپاره يې توليد کوي، خدمتونه وړاندې کوي، په اقتصادي معاملو کې برخه اخلي او له دې لارې په پوهه او نا پوهه بڼه د ټولنې د ژوند د کچې په لوړولو کې رول ادا کوي دا حتمي نه ده، چې يو څوک دې ټولنې ته د خدمت په عالي درک او احساس په اقتصادي پروسو کې مسوولانه ونډه واخلي، بلکې يوازې د شخصي ګټو د تر لاسه کولو په موخه اقتصادي کار يې په پايله کې یې د ټولنې د ژوندانه د ښه والي او هېواد او هېوادوالو ته د خدمتونو خوا ته کشوي.
د ازاد بازار په اقتصادي سيستم کې د هوکړه لیکونو ازادي يو له غوره ځانګړنو څخه ده دولت د کار او د نورو اقتصادي معاملو په تړونونو کې لاس وهنه نه کوي. هر څوک د شخصي تشبث، د کار او شغل د ټاکلو ازادي لري او کولای شي په خپله ازاده اراده د هغو په اړه پرېکړه وکړي او د ازادو هوکړه لیکونو له لارې د قانون په چوکاټ کې له نورو سره سياليو ته داخل شي.
د ازاد بازار بله ټاکونکې نښه د لګښت او مصرفوونکو ازادي ده، همدا شان د شغل او مسلک ازادي هم د ازاد بازار له غوره بېلوونکو بېلګو څخه دي او دا ټول بيا د توليد پر وسايلو د خصوصي ملکيت پر بنسټ ولاړ دي.
د توليداتو او خدمتونو قيمتونه د هغو مالکین په خپله خوښه په خپلواکه توګه ټاکي او دا په بازار کې د عرضې او تقاضا د انډول له لارې په خپله تنظيمېږي. په ازاده توګه ټاکل شوي قيمتونه بيا په خپله د بازار توازن ساتي او د ځينو محصولاتو د اړتيا څخه د زيات توليد(اضافه توليد) مخه نيسي.
د ازاد بازار په اقتصادي نظام کې بازار ته د هر چا مخه خلاصه ده، هر توليدوونکی کولای شي خپل مال په ازاده توګه وړاندې کړي او هر مصرفوونکی هم کولای شي په ازاده توګه د خپلې اړتيا وړ توکي په خپله خوښه وټاکي او مصرف کړي، بازار ته آزاد لاس رسي، د دې لامل ګرزي چې هر توليدوونکی هاند وکړي، تر څو د مصرفوونکو د مينې او ذوق سره برابر توليد وړاندې کړي، نوي نظرونه رامنځته شي، ورځ په ورځ د ټاکلي توکي نوي موډلونه او د نويو خدمتونو ډولونه توليد او دود شي.
د توليد پر وسايلو د خصوصي ملکيت ازادې سيالۍ او ازاده سيالي چې د اقتصادي ليبراليزم اساسي ستنې دي چې د (ادم سميت) په نظر د ټولنې د ژوند د کچې د لوړوالي لپاره لومړني شرطونه دي.
ټولنيز ژوند هم په عمل کې دا وښوده چې اقتصادي لبراليزم د اقتصاد صنعتي کېدو او د تولید د ظرفيت او تنوع ته چټکتيا ورکړه چې په پايله کې يې پانګوال نظام په زغرده وده وکړه، دا پروسه بيا د ټولنيزو پراخو پرګنو له بېوزلۍ سره هم ملګرې ده او په پايله کې يې د بډایو او بیوزلو وګړو ترمنځ واټن ورځ تر بلې زياتيږي .
سره له دې چې د اقتصادي لبرالېزم پلویان په اروپا او امريکا کې، ټول په بنسټيزه توګه د اقتصاد د ځواک لپاره کار کوي، خو تر منځ يې ټاکلي توپيرونه هم شته په اوسني وخت کې د لبراليزم نظريه د سياست د ډګر په څېر په اقتصادي برخه کې هم له هغه پخوانۍ جاذبې څخه لوېدلې او د پام وړ پلويان نه لري.
په ډېرو بحثونو کې داسې هم اورېدل کېږي چې د ازاد بازار اقتصاد د افغانستان په اساسي قانون کې د افغانستان لپاره د اقتصادي سېستم په توګه منل شوی دی، خو دا خبره سمه نه ده ځکه چې د افغانستان په اوسني اساسي قانون کې د ازاد بازار اقتصاد نه، بلکې يوازې د بازار اقتصادي سيستم د هېواد د ملي اقتصاد له پاره منل شوی او د هغو د بڼو (اشکالو) د ټاکلو له پاره لاره ازاده پرېښودل شوې ده.