سریزه
د دې لیکنې موخه داده چې د ریښتینو مدني او علمي شخصیتونو او نهادونو په رول او ماهیت په ټولنه کې پوهاوی زیات شي.
سیاسي پروسه او بې پرې لوبغاړي
نظام جوړونه، تلپاتې ملي ثبات، ښه حکومتولي، د فساد مخنیوی، ټولنیز عدالت او نورې ستونزمنې مسئلې دي. د قوانینو، سیاسي پخو ګوندونو، سیاسي پروسې ترڅنګ، هوښیار ولس بې پرې ملي نهادونو لکه آزادو رسنیو، ریښتینو مدني ټولنو او شخصیتونو ته اړتیا لري.
د پرمختللو ملکونو په سیاست، د اقتدار په انتقال او نظام جوړونه کې د قانون حاکمیت، ازمویل شوي مقررات او تجربې کارول او ورته ژمن پاته کیدل له پخوا پیژندل شوي دي. هلته ګډ او بې پرې ملي نهادونه لکه د ټاکنو کمیسیون، ازادې او بې پرې رسنۍ، ملي پیژندل شوي ژورنالستان، وتلي لیکوالان، ملي پانګوال او نور په سیاسي پروسه او بدلونونو نظارت کوي او عامو خلکو ته حقایق روښانه کوي. په پورته یادو ملکونو کې زیات وختونه سیاسي بدلونونه په کراره او د قانون په چوکاټ کې ترسره کیږي، خو لکه چې ګورو په هغو ملکونو کې هم کله کله ستونزې سر راپورته کولای شي او حل کول غواړي او د امریکا تیرې ټاکنې یې ښه بیلګه ده. که په یوه ملک کې پوره وړتیا نه وي نظام یې کاواکه کیدای شي.
سیاست، ایدیولوژیکي انګیرنې، د اقتدار لپاره هلې ځلې، اقتصادي او ګروهي ګټې پیچلې او له ستونزو ډکې مسئلې دي او بې پرې نظارت ورباندې خورا اړین دی، باید په ملي کتلور کې ور د ننه شي، خلکو ته یې اهمیت روښانه او ورباندې عمل وشي.
ګورو چې دا رول په ثبات لرونکو هیوادونو او هم په بې ثباتو ملکونو کې چې سياسي اختلافاتو او داخلي شخړو ځپلي وي دواړو کې خورا مهم وي. په هر ملک کې په تیره بیا په کړکيچنو حالاتو کې ممکنه ده چې کومه ملي ضد څيره، بې تجربې ګوند، کومه سکتريستي او يا کومه قومي ډله په تصادفي ډول او يا هم د بهرنيانو په مرسته د زور او تذویر له لارې سياسي اقتدار ترلاسه کړي او که فعاله ریښتیني مدني خوځښتونه، لیکوالان او شنونکي نه وي، دا په قدرت کې ډله به د بهرنیانو په مرستو د ملک د ملي ګټو اډانې ته ستر ستر خطرونه رامنځته کړي.
سیاسي شخصیتونه او ډلې زیات وختونه د قدرت او ثروت وږی وي، له بهرنۍ سیاسي ایدیالوژۍ څخه اوبه وخوري او بهرني قوتونه ورته مرستې وکړي او کیدای شي ملي، سیمه ییز، نړیوال سیاسي او اقتصادي حالات ورباندې اغیزه وکړي. همدارنګه، کیدای شي عقده یي کسان په سیاسي پروسه کې مشرۍ ته ورسیږي، د سختو افراطي ایدیولوژیګانو تر اغیزې لاندې راشي، پټه رواني ناروغي ولري او کیدای شي بیلارې شي.
که دولت او خدمتګار سیاسي ګوندونه د یوه ملک د پرمختګ، دفاع او نظام جوړونې لپاره اړین دي، نو رامنځته کیدل یې زیات وخت او ښې سیاسي پروسې ته اړتیا لري. په سیاسي پروسه کې بې پرې قوتونو لکه آزادو رسنیو، لیکوالانو او ريښتینو مدني فعالانو ته هم اړتیا ده چې د دولت او سیاسي ګوندونو په اعمالو نظارت وکړي. که دا شخصیتونه او ګروپونه په رښتیا سره کار وکړي د اړتیا په وخت له انحراف څخه سمې لارې او له افراط څخه و منځلاریتوب ته ګوندونه او دولت راوستلای شي.
دا نهادونه فکري مرکزونه، ازادې رسنۍ، د ستراتيژيکو څيړنو نهادونه، مسلکي انجمنونه، مدني ټولنې، آزادې رسنۍ، بې پرې سپیڅلي روحاني شخصیتونه او خصوصي سکتور د یوه ملک په ثبات کې خورا زیات مهم رول لري.
که هغوی په رښتیا د سالم قضاوت لرونکي وي او خپلې ملي ګټې تر هرڅه ورته ګرانې وي، کولاي شي د مختلفو سياسي حريفو قوتونو په منځ کې د فعالو نظارت کوونکو رول په غاړه واخلي. دا نهادونه د جوړونکي او بې پرې قضاوت په مرسته حريف سياسي ګوندونه، دولت او د ملت ډول ډول نور قشرونه منځلاري دريځ، ملي وفاق او ملي وحدت ته اړ ايستلای شي. دوی نه پریږدي چې کومه ډله له اقتدار څخه ناوړه ګټه واخلي او په بل کوم ګروپ او یا نور ملت باندې تیری وکړي.
زموږ ملک او مدني فعالان
زموږ په ملک کې په هیواد مین مدني فعالان او شنونکي شته او فعالیت لري. خو څرنګه چې مدني ټولنې او فعالیتونه مو نوي دي، په ملک کې بیوزلي ده، نو بې پرې شننو، لیکوالۍ او فعالیتونو مو ښه وده نه ده کړې، ځینې په نامه مدني فعالان مو تر عامه خلکو او ان تر ځینو سیاسي ګوندونو زیات په قومي تعصباتو او کرکو کې راګیر دي. دوی یا د ځینو ایدیولوژیکي افراطیانو په ولکه کې دي، په نامه مدني او په اصل کې د کومې سیاسي ډلې شاخه وي او یا د پردو له خوا د هغوی د ستراتیژیکو موخو د لاسته راوړلو او پردۍ اجندا لپاره کاریږی.
علمي بحثونه څه ګټه لري؟
دا چې د دریمې نړۍ په ملتونو کې دا نهادونه څنګه نیک نوم ترلاسه کړي، بې پرې علمي بحثونه یې څه ګټې لري، کوم معیارونه باید ولري او نور خورا مهمه مسئله ده. دا کار زیات اړخونه لري او ځینې یې دادي:
وروستي