په خپله ژبه تعلیم غواړو

په 21 فرورۍ د ژبو نړيواله ورځ لمانځل کېږي, د يو قام لومړۍ شناخت د هغوي ژبه وي, ژبه د خيال او اظهار زريعه ده, ټول انسانان هم د ژبې په زريعه د يو بل سره تړل شوي, که ژبه د مينځه ولاړه شي د خلکو نظام به ورسره ګډوډ شي, په نړۍ کې هر قام خپله ژبه ژوندی ساتله که د هغه قام شميره لېږه وي او که ډېره, خو خپله ژبه وايي او پالي.
د اکسفورډ پوهنتون د يوې څيړنې ترمخه په نړۍ کې 6912 ژبې وئيل شي, چې پکې 516 ژبې ورکې شوي دي, تر ټولو ډېرې ژبې په پاپوا نيوګني کې وئيل شي چې شميره يې 860 ده, انډونيشيا کې 742 ژبې وئيل شي, نايجيريا کې 516 ژبې وئيل شي, زمونږ ګاونډي هيواد هندوستان کې 425 ژبې وئيل شي, امريکه کې 311 ژبې, اسټريليا کې 275 ژبې, په چين کې 241 ژبې وئيل شي,
په نړۍ کې تر ټولو ډېره وئيل کېدونکی مورنۍ ژبه چيني ژبه ده. د 2013 د رپورټ تر مخه 87 کروړه ديرش لاکها خلک يې وايي, بيا ورپسې 37 کروړه هندي, 35 کروړه هسپانوي, 34 کروړه انګريزي, او شل کروړه خلک عربي ژبه وايي.
زه نور په دې ليکل نه غواړم چې ژبه څه ده او څومره مهمه ده, دا هر چاته معلومه ده او ډېرې ليکنې پرې شوي دي خو زه دا ليکل غواړم چې پښتو ژبه هم په دغه 6912 ژبو کې يوه ورکه ژبه ده چې وئيونکي يې ډېر فارسي اردو او انګلش ژبې ته زور کوي, په پښتونخوا کې د پوهنتون يو استاذ سمه پښتو نشي ليکلی, ډاکټر انجينير يې نه شي ليکلی, د کالج پوهنتون زده کونکی يې نه شي لوستلی, که رښتيا و وايو نو يواځې شاعرانو ته پاتې ده چې ليکل پرې کوي.
کله چې پاکستان کې کوم پښتون د پښتو ژبې خبره وکړي نو زر کسان ورته وايي چې اردو زمونږ قامي ژبه ده, بې اتفاقي مه راوله, نو زه وايم چې پاکستان خو کوم قام نه دی نو اردو يې د کومه قامي ژبه شوه? البته پاکستان کې ډېر قامونه شته د هر قام خپله ژبه ده نو ولې د يو قام ژبې ته اهميت نشي ورکول? زه چې په پښتو ژبه په خبره څنګه پوهيږم داسې په بله ژبه نه پوهيژم, نو ته بيا ما څنګه په بله ژبه پوهه وې?
افغانستان کې که د پښتو خبره وکړې نو وايي تعصب کوي. تعصب چرته دی خو د خپلې ژبې خبره ده, په خپله ژبه کې تعليم غواړم چې سم پرې پويه شم, دې کې خو د يو چا څخه د کرکې يا نفرت کومه خبره نشته? تعصب خو کرکې او نفرت ته وايي.
ژبه د يو قام پيژندګلو ده, د يو قام څخه ژبه اخيستل د يو قام د بچي سره زياتۍ دی, پښتنو ته دې زده کړې په پښتو کې ورکړل شي, د دې د پاره په شريکه مبارزه پکار ده.