
تاسې وګورئ، په ریاضیکي ترمېنالوژۍ کې ترېلیون یوه داسې عددي اصطلاح ده چې د کرزي او غني د حکومتونو له وخته پخوا زموږ وګړي یا خو ورسره نااشنا ول او یا دا چې بیخي نه کارېدله.
د پراخ ډالري، ریالي، اېروییز، لیراییز او یني څاڅکو له باراني جړۍ سره سره مو د هېوادوالو مالي تنده خړوبه نه شوه.
په زراعتي او صنعتي برخه کې مو هېواد په بشپړه توګه له رکودي حالت سره مخ دی، دولت مو ته وا قصداً غواړي چې په نړېوال کلي کې دې افغانستان تل یو مستهلک هېواد وي نه یو تولیدونکی او صادرونکی هېواد.
ټولې زراعتي ــ حاصلخیزه ځمکې یې راته د فلاني پروژه، فلانۍ مېنه او په فلاني ښارګوټي بدلې کړې.
دا ټولې اړتیاوې چې موږ یې خپله نه شو پوره کولای نیک سلوکه او ازلي دوست(!) ګاونډی هېواد پاکستان ترې راته له خوږ ګوتې د نیولو استفاده کوي، غالې دانې او په ټولیز ډول لومړني خوراکي توکي راته د فشار سیاسي وسیله شي چې سیاسیون مو یې له امله د پاکستان هرې ناروا ته غاړه ږدي ځکه چې ۸۵ سلنه دهقانیزه ټولنه مو که پاکستان راباندې لارې بندې کړي، له لوږې مړه کیږي.
په سرشاره او مستو ـــ بهاندو سیندونو کې چې د ځړوبو او ابشارونو شور یې د تمدن نعاره غږوي؛ کورونه مو بدبختانه د ګاونډیو په وارداتي برېښنا روښانه شوي دي او خدای مه کړه که اړیکې مو ورسره خړې شوې نو دا به راته د زهرو سیاسي غړپ شي چې که یې له ستوني تیروو نو مړه کیږو به او کنه کورونه به مو تپه تیاره وي.
ورک شې زما نصیبه خواره
کور مې د سیند په غاړه دی له تندې مرمه
له هغه وخته چې په پاکستان کې چاودنې وشوې او زیات ځاني او مالي خسارات ور واوښتل نو ددې لپاره چې نړېوالو ته ځان د ترهګرۍ قرباني هېواد وښیي او پړه یې پر ترورېزم ځپلي افغانستان ور واچوي، خپله ددې منفور هېواد استخبارتي او نظامي کړیو دغه بریدونه پلان کړل داسې چې ظاهراً تروریستي بریدونه وو خو تر شا یې خاص مرامونه او مقاصد پراته دي چې یو له هغو یې له نړېوالې سیاسي انزوا څخه نجات حاصلول او بل مهم هدف یې دادی چې په دې سره د ټرمپ د نوې حکومت په پالیسیو کې پاکستان داسې یو هیواد تعریف شي چې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د مرسته کیدونکو هیوادونو په ردیف کې راشي.
د افغانستان سفیر یې د دیپلوماتیکو پرنسیپونو خلاف، ددې پر ځای چې د بهرنیو چارو وزارت ته ور بللی وای؛ یو نظامي مرکز ته ور وغوښت او احضار یې کړ.
د دوی غوښتنه دا وه چې بریدونه په افغانستان د طالبانو د احرار ډلې لخوا تنظیم شوي دي او باید هغه ۷۸ ترهګر چې په دې بریدونو کې یې لاس درلود، افغانستان یې پاکستان ته لاس تړلي ور کړي.
پوښتنه داده چې هغه په زرهاوو ترهګر چې په پاکستان کې مېشت دي او له هغه ځایه په افغانستان کې خونړي بریدونه پلانوي ولې د هغو د سپارلو په تړاو د افغانستان غوښتنه نه مني؟
د سپین بولدک او تورخم بندرونه یې وتړل، موده یې نامعلومه وښوده، بندرګاوې تړل نشي کیدای چې د ترهګریزو بریدونو مخه به ونیسي، پاکستان ته بویه چې زموږ سره د ښه ګاونډیتوب د سیاست په اساس مخکې ولاړ شي، هغه سیاست چې متقابلو ګټو ته پکې احترام وي، هغه سیاست چې د پاسپورت رژیم پکې مروج وي هغه سیاست چې هېوادونه پکې د یو او بل له اقتصادي سرچینو معقولې او قانوني ګټې تر لاسه کوي.