د حکومت او جمعیت نوې معامله  ایا عطا نور رښتیا وايي؟

له تېرو څو اوونیو راهیسې د حکومت او جمعیت ګوند تر منځ د نوې معاملې خبرې تودې دي. د دغو خبرو پیل د بلخ سرپرست او د جمعیت اجرائیه ريیس عطامحمد نور وکړ. ده په حکومت کې د خپل ګوند استازی او د نیم واک خاوند عبدالله بې کفایته وباله او په ټینګار سره یې وویل چې له ولسمشر غني سره د شوي تړون په عملي کولو کې پاتې راغلی دی. نوموړي دا هم وویل چې له ولسمشر سره یې خبرې ښې دي او د هرې برخې په ۵۰ سلنې سره موافقه ورسره شوې ده. په دې اړه د نوموړي یوه ویډیو هم را ووته چې د خپلو ځینو ملګرو په منځ کې خبرې کوي او د تړون جزئیات بیانوي.
تر دې مهاله دا هر څه د جمعیت د دغه استازي له خولې د خلکو تر غوږو رسېدلي او د حکومت له لوري کوم غبرګون نه دی ورباندې ښودل شوی، همدا لامل دی چې له ځینو خلکو سره اندېښنه ده چې که عطا ته د اوسني نظام پنځوس سلنه ورکول کېږي، د عبدالله پنځوس سلنه به څنګه کېږي او یا هم تر اوسه د جمعیت موجوده واکمني؟
هسک نیوز د حکومت د معتبرو سرچینو پر مټ داسې معلوماتو ته لاسرسی موندلی چې ښيي د عطا او ولسمشر تر منځ خبرې هغه ډول چې ویل کېږي نه دې شوې. زموږ سرچینې وايي چې عطا نور دا مهال تر بل هر څه د خپل سیاسي راتلونکي او شتمنیو په فکر کې دی او له حکومت سره نږدېوالی یې کوم بل ځانګړی هدف نه لري. د دغو سرچینو په وینا عطا محمد نور نور نه غواړي په داسې حال کې چې شونې ده اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته بیا ځان کاندید کړي له ارګ سره په مخالفت کې پاتې شي او یا هم د داسې چا په توګه فعالیت وکړي چې د معاملې لومړی لوری نه وي.
په اوسني حالت کې د عطامحمد نور لپاره دا اړینه ده چې د خپل ګوند باور خپل کړي او د دې تر څنګ حکومت ته هم دا مهمه ده چې په دې معامله کې څه لاسته راوړنې ولري. زموږ سرچینې وايي چې د تړون له مخې چې نږدې نهايي شوی دی، عطا نور د لنډمهال لپاره په بلخ کې د سرپرست په توګه دندې ته دوام ورکوي او بیا به له دندې استعفا ورکوي او کابل کې به مېشت کېږي. بلخ ته به د حکومت په خوښه یو بل څوک د والي په توګه استول کېږي. د دې تر څنګ به جمعیت په یوه ستره غونډه کې د
حکومت له ټولو پالیسیو ملاتړ اعلانوي او علناً به وايي چې په هېڅ ډول له حکومت سره ستونزه نه لري.
په واک کې د جمعیت ونډه هم د خبرو یوه برخه ده. د هسک نیوز د سرچینو په وینا له عطا نور سره هېڅ داسې توافق نه دی شوی چې د جمعیت پر اوسنۍ ونډې سربېره دي ورته څه ورکړل شي. لکه چې څرګنده ده، دا مهال د حکومت ډېره برخه له جمعیت سره ده چې په ډېری ځایونو کې اویا او اتیا سلنې ته هم رسېږي. که چېرې د فیصدۍ موضوع را مخې ته کېږي پرته له شکه به اوسنۍ ونډه د دوی مطالعه کېږي او بیا به ورته نور امتیازات ورکول کېږي. د حکومتي سرچینو په وینا، په دغه تړون کې د حکومت اوسني او اجرائیه ريیس ته ورکړل شوې ونډې ته پاملرنه شوې او هغه به هم په معامله کې حسابېږي.
په دې ډول سره کېدای شي دا معامله د معلم عطا لپاره یوه تبلیغاتي او د مطرح کېدو ښه فرصت وي، خو په ټوله کې هغه څه چې ده رسنیو ته ویلي نشته. عطا غواړي تر بل هر څه وړاندې ځان د افغانستان په راتلونکي سیاست کې د یوه لوري استازی وښيي؛ ځکه په دې ډول سره رامخې ته شوی او کېدای شي د خپل راتلونکي لپاره په ډېر څه سر ونه خوږوي.
بلخوا د حکومت لپاره د عبدالله هغه تېره چاړه پڅېږي، چې تل د جمعیت او خپل ګوند په استازیتوب ولسمشر او د ارګ ټېم ګواښي او ګوت څنډنې ورته کوي. د دې تر څنګ په جمعیت کې داخلي سرچینو هسک نیوز ته ویلي چې دغلته د پنجشېري جمعیتیانو او عطا تر منځ سخت درز رامنځته شوی. د دوی په وینا پنجشېر، کاپیسا او پروان هېڅکله نه غواړي چې په پیل کې د جمعیت او بیا د تاجکو استازیتوب له لاسه ورکړي؛ ځکه په ټول قوت سره د عطا نور مخه نیسي. همدا هم کېدلای شي د بلخ سرپرست دې ته اړ کړي چې په لږ امتیاز او قدرت سره هم د ارګ خوا ونیسي او په راتلونکي کې خپله جبهه معلومه کړي.