
ژباړه: محمد رفيع واکمن
ملګری: تر واده وروسته ستاسو د خوښ او خوشحاله ژوند راز په څه کې دی؟
ځواب: لومړی باید تاسې خپل مسولیتونه په مناسب او ځانګړۍ توګه سره وویشۍ، د یو بل درناوی وکړی، نو بیا به هڅکله هم په کومه ستونزه کې را ګېر نه شی او خوشحاله ژوند به ولری.
ملګری: کولای شی ما ته دا موضوع لږ ښه روښانه کړی؟
ځواب: زما مطلب دا دی چې زمونږ په کور کې غټې او مهمې پرېکړې زه کوم او وړې او کوچنۍ پرېکړې زما مېرمن کوي او مونږ د یو او بل په پرېکړو کې مداخله نه کوو او نه یې رد وو.
ملګري: یاره سر مې پرې ښه خلاص نه شو، کېدای شي لږ یې ښه راته روښانه کړې؟
ځواب: ما مخکې وویلې کوچنۍ مسلې لکه کوم ماډل موټر باید واخلو، څومره روپۍ د مییاشتې په بانک کې د د راتلونکې لپاره ذخیره کړو، کله د یوې سېمې او لوی ښار د لېدو لپاره لاړ شو، کوم کوچ، یخچال، ایرکندیش ... واخلو او د میاشتې څو روپۍ په کور کې ولګوو او داسې نورې کوچنۍ پرېکړې زما مېرمن کوي او زه ور سره همغږی یم.
ملګری: بیا نو ستاسو رول او ارزښت په کور کې څه دی؟
ځواب: ما خو مخکې هم وویلې چې زه د مهمو او غټو ستونزو او مسلو لپاره نظر ورکوم د مثال په توګه: ایا امریکا به پر ایران حمله وکړي او کنه؟ ایا سچن ټنډولکر به تقاوت وکړي؟ ایا امریکا به له افغانستان څخه خپل پوځیان وباسي؟ ایا کله به د افریقا اقتصاد پرختیا ومومي او د خلکو ژوند به یې ښه شي؟ او داسې نور.
پوهېږې مهمه خبره کومه ده او هغه دا ده چې زما مېرمن هېڅکله هم په داسې لویو او غټو مسلو باندې زما مخالفت نه کوي.