اقتصادي قوانين
(( Economic Laws))
د داسې اصولو جوړول چې د کړنو د اجرا په وخت کې په پام کې نيول کېږي، قانون بلل کېږي، په ټولو علومو کې طبيعي دي او که ټولنيز هر يو خپل قوانين لري. اقتصادي قوانين د انسان لپاره د هغه کړنو اړوند معلومات برابروي چې اړيکه يې د اړتياوو د ډېرښت او د وسايلو د کمښت سره وي.
د ساري په توګه: که د يو توکي قيمت ټيټ شي، نو خلک هغه ډېر اخلي او کله چې يې قيمت لوړ شي، نو په کم مقدار يې اخلي چې دا يو اقتصادي قانون دی.
د اقتصادي قوانينو ځانګړتياوې
• مفروضات: کله چې موږ داقتصادي قوانينو په اړه خبرې کوو موږ تل يو څو خبرې فرضوو چې د قانون فرضیي ورته ويل کېږي، که په دغو فرضیو کې تغیر راشي، نو اقتصادي قوانين هم سم نه ثابتيږي.
د ساري په توګه: د تقاضا قانون وايي: که نور عوامل ثابت وي، نو د قيمت له کمښت سره تقاضا ډېرېږي او که قيمت لوړ شي تقاضا کمېږي.
له پورتني مثال څخه څرګندېږي چې د تقاضا قانون هغه وخت سم دی، کله چې نور عوامل ثابت وي، دغو عواملو ته فرضیې وايي چې په لاندې ډول دي:
د مصرفوونکو په عوايدو کې تغير نه وي راغلی.
د مصرفوونکو په خوښه، عادت او سينګار کې بدلون نه وي راغلی.
د متبادلو توکو په قيمتونو کې تغير نه وي راغلی.
د مصرفوونکو په شمېر کې بدلون نه وي راغلی.
• اختيار: اقتصادي قوانين اختياري دي که د چا خوښه وي عمل پرې کولای شي او که د چا خوښه نه وي عمل پرې نه کوي.
• خوښمن: د اقتصادي قوانينو عملي کول په زور نه، بلکې دا خوښمن کار دی، د هر چا خوښه ده که څوک يې مخالفت کوي او که عمل پرې کوي.
• په حقيقت ولاړ: اقتصادي قوانين په حقيقت ولاړ وي، په هر ځای او هر وخت سم وي.
د ساري په توګه: سپما=عايد-لګښت
له دې څخه موخه دا ده چې سپما هغه وخت رامنځته کېږي کله چې زموږ عوايد ډېر وي، نسبت لګښت ته چې دا قانون په هر ځای کې او هر وخت سم دی.
• ټولنيز: د اقتصادي قوانينو بڼه ټوليزه وي، مقداري بڼه نه لري، د نورو اقتصادي پېښو له شننې څخه کار اخلي، طبيعي علوم مقداري اندازه بيانوي.
د ساري په توګه: دوه برخې هايدروجن يوه برخه اکسيجن په هر ځای کې اوبه جوړوي، لېکن په اقتصاد کې موږ داسې نه شو ويلی چې که د يو توکي قيمت له لسو افغانيو څخه شلو ته پورته شي، نو تقاضا يې نيمېږي، په اقتصاد کې هر څه په ټوله یيز ډول څېړل کېږي، اقتصادي قوانين د يوې ځانګړې ډلې استازیتوب نه کوي.
• معيار: د نورو ټولنيزو علومو په پرتله اقتصادي قوانين ډېر معياري وي ځکه اقتصادي حرکتونه او غوښتنې موږ د پيسو په مرسته روښانولی شو خو نور ټولنيز علوم د پيسو په مرسته نه شو روښانولی.
• د بشري کړنو مطالعه: په اقتصادي قوانينو کې موږ يوازې بشري کړنې تر مطالعې لاندې نيسو.
• د اقتصادي قوانينو جوړښت: اقتصادي قوانين جوړېږي نه، بلکې د انساني ارتجاعيت په وسيله په خپله جوړېږي.
د ساري په توګه: که د يو توکي قيمت ټيټ وي، خلک يې ډېر اخلي، خو کله چې قيمت لوړېږي، نو خلک يې په کم مقدار اخلي چې دغه قانون د خلکو د ارتجاعيت له مخې جوړېږي او د تقاضا قانون دی.
په اقتصادي او سياسي قوانينو کې توپير: د سياسي قوانينو څخه موخه هغه قوانين دي چې د حکومت له خوا عملي کېږي، دا قوانين د حکم په څېر کارول کېږي چې مراعتول يې په ټولو وګړو حتمي دي او که څوک يې عملي نه کړي، نو سزا هم ورکول کېږي، که حکومت وغواړي سياسي قوانين له منځه وړلی شي، خو اقتصادي قوانين په خپله جوړېږي او که چا عملي نه کړل سزا پرې نشته او که څوک وغواړي، دغه قوانين له منځه نه شي وړلی.
په اقتصادي او اخلاقي قوانينو کې توپير: د اخلاقي قوانينو موخه د ټولنې اصلاح کول وي چې خپلواکه بڼه لري، اخلاقي قوانين د مذهب او ټولنې د دود په وسيله جوړ شوي وي، دا قوانين پريکړه کوي چې دا کار وکړه دا مه کړه.
د ساري په توګه: د مور او پلار درناوی کول، په اخلاقي قوانينو عمل کول، په ټولنه کې عزت پيدا کول او که عمل پرې ونه کړو، نو عزت مو کمېږي، اخلاقي قوانين په يوې سيمې پورې تړلي وي، خو اقتصادي قوانين په خپله جوړېږي، که عملي يې نه کړي، نو په خپله به ځانته زيان ورسوي، اقتصادي قوانين نړيوال وي.
اقتصادي او طبيعي قوانين: طبيعي قوانين د طبيعي علومو(کيميا، فزيک) قوانين وي، دا قوانين د وسايلو او پايلو ترمنځ په خپلواک ډول يو ځای شوي او رامنځته شوي دي چې په هر ځای او هر وخت کې قايم وي.
د ساري په توګه: د فزيک يو قانون دی؛ که د نړۍ په هر ځای کې يو توکی پورته واچوې، بېرته ځمکې ته رالوېږي چې دې قانون ته د ثقل قانون ويل کېږي. طبيعي قوانين قاطع وي، د طبيعي قوانينو اړيکه نا ژونديو سره وي، خو اقتصادي قوانين قاطع نه دي، په خپله جوړېږي چې له انسانانو سره اړيکه لري.
د اقتصاد د علم ګټې (Benefits of Economics) : اقتصاد يو ټولنيز علم دی چې د انسان په پرمختګ کې له انسان سره مرسته کوي.
د اقتصاد د اهميت په اړه مالتس وايي: اقتصاد يوازينی علم دی چې ټول خلک پرې خبر او معلومات لري او په اقتصادي پرمختګ کې مرسته کوي.
(ووټن) د اقتصاد د علم په اړه وايي: ((تر هغه پورې يو انسان متمدن نه شي کيدای، تر څو چې د اقتصاد د علم په اړه معلومات ونه لري.)) همدارنګه پروفيسور (پيګو) وايي: د اقتصاد د علم زده کړه، د علم په توګه نه، بلکې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره بايد زده شي.
(هنري) ليکي: (د اقتصاد د علم زده کړه د هر انسان اړتيا او اخلاقي مسووليت دی، د اقتصاد علم زده کړه، د انسان ذهن ته پراختيا ورکوي، که په اوسني وخت کې څوک د اقتصاد د علم په اړه پوهه ونه لري، نو هغه ته لوستی انسان نه شو ويلی. د کارګرو د حقوقو دفاع، پانګوالو ته د ښې ګټې برابرول، د صنعتکارانو، د کروندګرو لپاره د بازار د پيدا کېدو، د کاروبار د ډولونو او د کاروباري موقو پيدا کول، د لګښتونو لپاره لارښوونه،د شتمنۍ عادلانه وېش، د انسان د ژوند د سطحې لوړوالی او نور د اقتصاد علم ګټې دي.
وروستي