د مالیزیا پولیسو یوه ښځه د شمالي کوریا د ولسمشر ورور د قتل په تور ونیوله

راپورنه وایی چې مالیزیایي پولیسو یوه ښځه د شمالي کوریا د ولسمشر ناسکه ورور د وژنې په تور نیولې.
کیم جونګ نام د کیم جون اون مشر ناسکه ورور د کوالالامپور په هوايي ډګر کې د ناپېژانده کسانو له لوري تر برید لاندې راغی او روغتون ته د لېږد پر مهال یې ساه ورکړه.
کیم جونګ نام د شمالي کوریا د پخواني مشر کیم جونګ ایل مشر زوی و، کیم جونګ ایل له ۱۹۹۴ څخه تر ۲۰۱۱ زېږدیز کال پورې د دې هېواد مشر و.
د یوې انګلیسی رسنۍ د راپور له مخې د شمالي کوریا د ولسمشر ناسکه ورور مړی په مالیزیا کې موندل شوی او ویل کیږي چې هغه په زهري موادو سره وژل شوی دی.