ښاغلی ابدالي د ټرامپ ادارې او افغانستان د اړیکو پیل کوونکی!

په نړۍ کې د ډېرو وروسته پاتو، جنګ ښکیلو، انحصاري هېوادونو بیلګې زموږ له سیاست سره نیغ په نیغه تړاو لري. داسې ډېر هېوادونه شته چې د امریکا په مالي، تخنیکي، اقتصادي، سیاسي او ستراتیژیکي او نظامي ملاتړ د عصري هېوادونو په لیکه کې شامل شول. البته د دې ډول ودې او تدریجي مزل لپاره موږ ته یوه مناسبه او پر اصولو برابره تګلاره پکار ده څو د پاکستان او نورو ډېرو هېوادونو هغه شعار چې "زما د دوښمن  دوښمن ،زما ښه ملګری دی" پر مخ یوسو او وطن مو له شته کنګلتیاو څخه را وباسو. نو اړینه ده چې ارګ، د امنیت شورا او د بهرنیو چارو وزارت په خپلو کړنلارو او کاري چوکاټونو کې شرایطو ته په کتو سره مناسب بدلون رامنځته کړي. زه باور لرم چې زموږ د بهرنیوچارو وزارت پرټوکول او تړونلیکونه پدې هکله هیڅ وضاحت او  دریځ نلري چې د مربوطه هېوادونو سره د ملګرتیا او دوه اړخیزه فهم پر بنسټ تړونلیکونه شوي دي، څه  پالیسي غوره کړي.
له بده مرغه په اوسني شرایطو کې د هېواد او دولت بنسټیزې اداري ستړې، ستومانه او کمزورې لیدل کیږي نو موږ ته پکار ده چې د سریلانکا، کیوبا او تایوان او نورو داسې هېوادونو شالید را واخلو څو پوه شوو چې څنګه له کنګلتیا او خپلمنځې شخړو او ناکامیو څخه را وتلی شوو. دلته د وینو اینځل په وینو نشې کیدای بلکې سیاسي لوبینګ، ډیپلوماسي او بصیرت ته اړتیا لیدل کیږي. زه باور لرم که چېرې له موجوده شرایطو سره په سیمه کې بل هر کوم هېواد مخامخ وای نو هیڅ امکان یې نه درلود چې له دې کړکیچ څخه په زور او نظامي بریاوو ځان راوباسی شي.
د بیلګې په توګه لیبیا، سوریه او عراق هغه هېوادونه وو چې له موږ څخه یې ستر نظامي، دفاعی، اقتصادي او مادی ځواک درلود خو د کمزوري بهرنۍ تګلارو له امله په ګونډو شول او ځانونه یې له تباهي او بربادۍ سره مخ کړل. که چېرې په هېواد کې نړیوالي ټولنې او په ځانګړې توګه د امریکا ضد احساسات را وپارول شي نو ددې مطلب دا دی چې د طالب او داعش د دریځ په پرتله زموږ دریځ هم غیر سیاسي، نظامي او سخت دریزه دی. د امریکا تګلارو غندل او ردول هغه څه دي چې په سیمه کې یې ډېر سیمه ایز لوبغاړي زموږ  د ګټې پر ضد پرمخ وړي. په دې مانا چې دوی هغه څه ځان ته په سیاست کې غوره ګڼي چې د مخالفت له امله یې نورې ډېرې ګټې ځان ته رامنځته شي. په یو علمي راپور کې راغلي دي چې پاکستان څنګه د امریکا د ملګرتیا او مخالفت تر چتر لاندې خپلې ستراتیژیکې، سیمه ایزې، نړیوالي اقتصادي، سیاسي او جغرافیايي ګټې پرمخ یوړلې. ځینې راپورونه ښيي چې له ۲۰۰۱ میلادي کال څخه را پدېخوا پاکستان یوازې له امریکا څخه د ترهګری پر ضد په جګړې کې ۳۰ میلیارده امریکایی ډالر تر لاسه کړي دي او د دې ترڅنګ نن هم د خپل لوبینګ ډلې په مرسته ځان مظلوم خو غالب ښيي.
یانې د ښاغلي ابدالي وینا چې د ترهګرۍ او سخت دریزې پر ضد د ټرامپ مبازه د ستایلو وړ ده هغه څه ده چې زموږ هېواد یې له سیاسي، ډیپلوماټیک او امنیتي تشې را وباسل.  ښاغلی ابدالي د مالدیپ، بوټان او نیپال غیر مقیم او د افغانستان له لورې د هند سفیر دی. د ښاغلي ابدالي مرکې د ټرامپ ادارې لیوالتیا زیاته کړه همدا علت دی چې له دې وینا وروسته د ټرامپ ادارې، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو مشر جنرال جان نیکولس، د بریتانیا دفاع وزیر او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر حکمت کرزي لخوا پرلپسې ویناوې راغلې او پاکستان یې تر اغیز لاندې راوست.
د ښاغلي ابدالي د وینا پر ضد په نړیوالو  رسنیو کې د پوهانو سخت غبرګونونه راپورته شول خو دې پوهانو دا فکر ونه کړ چې همدا ترهګري او سخت دریزې ده چې افغانستان یې پر ضد له تیرې یوې لسیزې راپدیخوا د اقدام جدې غوښتنه کوي. په لومړي ځل د ارګ له لوبینګ څخه هم د سخت دریزې او ترهګرۍ پر ضد په سیسټماټیک ډول په رسنیو کې پیاوړې دریځونه رابرسیره شول او دې کار د ټرامپ اداره لا پسې جدې او ځیرکه کړه. که څه هم اروپايي ټولنه د ټرامپ له دریځ سره مخالفت لری خو هیره دې نه وي چې د اروپايي ټولنې د سازمان مشر په لومړي ځل د ښاغلي ابدالي له وینا وروسته د سخت دریزې او ترهګرۍ پر ضد د ګډې مبارزې غږ راپورته کړ.
داسې انګیرل کیده چې افغانستان په ځانګړې توګه ولسمشر غني به د بهرنیو چارو وزارت په مرسته د امریکا د ټولټاکنو لپاره یو غښتلې ډله وګماري تر څو د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د افغانستان ګټو ته په کتو یو داسې پلان جوړ کړي چې د افغانستان په اړه د پالیسي  او سیمه ایزې همغږۍ په برخه کې د امریکا راتلونکی ولسمشر یا ولسمشره تر خپل اغیز لاندې راولي. اوسنیو شرایطو ته په کتو ښکاري چې په سیمه کې له افغانستان پرته هیڅ یو داسې هېواد نشته چې د امریکا دوامداره ستراتیژیک، امنیتي او دیپلوماټیک ملګری واوسي. البته د دې ملګرتیا انحصار زموږ په پالیسي، سیاسي لرلید او مهارت باندې انحصار کوي. د امریکا په ولسمشریزه ټولټاکنو کې زموږ تر ټولو ستره تیروتنه دا وه چې زموږ دولتي ادارو یوازې د هیلري کلنټن  ملاتړ او ستاینې ته وخت ورکړ. چې په غبرګون کې دې غیر سیاسي او غیر ډیپلوماټیک چلند موږ ته د ټرامپ  ادارې لیوالتیا را کمه کړه. له نیکمرغه د ابدالي سیاسي بصیرت او وینا د ټرامپ د اداري شته حساسیت درک کړ او په ځواب کې یې هغه څه وویل شول چې د ټرامپ اداره یې له شته کنګلتیا را وباسله او  د افغانستان په اړه یې د خپلې پالیسې څرک را څرګند کړ.
پاکستان له دې ټولو خبرو وروسته رسمي دریځ خپل کړ چې امریکا په افغانستان کې پر خپله ناکامۍ پیښمانه ده او اوس د ورخطايي په کړنګ ولاړه ده. له دې دریځ وروسته به د ټرامپ اداره لا سختو دریځونو ته لیواله شي او پاکستان به په بشپړه توګه تر فشار لاندې راشي. د یادونی ده چې موږ باید د دې اختلافاتو په ترڅ کې د مسکو ناسته چې د افغانستان په اړه  د سیمه ایزو شپږو هېوادونو ترمنځ کیدونکي ده، خپل برخلیک او دریځ مالوم کړو
مطلب دا چې له دې ناستې هم هغه څه ترلاسه کړو چې ډیپلوماټیک نورمونه یې ایجابوي. باید داسې کوم دریځ خپل نکړو چې په پایله  کې یې له لویي ډیپلوماټیکي ناکامۍ سره مخ شوو.
د افغانستان د شته بحران لپاره ډیپلوماټیکې او سیاسي لارې چارې:
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز باید د افغانستان د ګټو او مثبت لوبینګ په مرکز بدل شي
له دې مرکز څخه باید د ولسمشر غني په شمول د هر یو وزیر د سفر د بریا لپاره لوبینګ ترسره شي چې په راتلونکې کې افغانستان ته هر اړخیزه ګټه راوړې.
دا مرکز په میاشت یا اونۍ کې باید مرکزي حکومت ته د سیمه ایز او نړیوال سیاست په اړه راپور او د افغانستان د بحران څخه را ایستلو په اړه روښانه  تګلاره  او حل  لارې پیدا کړي.
دوی په نړۍ کې باید له ورته مرکزونو سره تړونلیکونه وکړي او د دوی په غونډو کې د هېواد د ګټو او لوبینګ په موخه ګډون حتمی کړي او لاسته راوړني ولري.
هغه ټول تړونلیکونه او ستراتیژۍ چې د بهرنیو چارو وزارت په پرټوکول خونه کې پرتې دې له سره وکتل شي او کره کتنه پرې  وشي او د عملي کولو لپاره یې ژر تر ژره Roadmap)  (رامنځته شي.
په بهرنیو چارو وزارت او مربوطه مرکز کې د جنوبي، منځنې، لویدیځ آسیا، منځنې ختیځ، امریکا، روسیه، پاکستان، ایران، هند، اروپا، لومړۍ، دویمي او درېیمې نړۍ لپاره ځانګړې څیړنیزې خونې جوړې کړي او په یادو شوو هېوادونو کې هر ورځنیز، اونیز  او بدلیدونکي سیاست او پالیسي په ځیر سره وڅیړل شي او  د هغه په دوام په مربوطه څانګو کې د افغانستان د ګټې لپاره پالیسي جوړه شي
پدې څانګو کې د ښاغلي ابدالي په څیر په مسایلو پوه کدرونو ګمارل او له دوی څخه د بهرنیو چارو وزارت په مرسته د هېواد د باندنیو مسایلو په اړه تګلارې او پلانونه غوښتل.
زه په باور سره وایم که چېرې له موږ څخه د هند، ایران یا پاکستان او یا د امریکا سره د ملګرتیا او اړیکو په اړه یو څوک راپور او د شته پرمختګ او راتلونکې پالیسي په اړه غوښتنه وکړي نو زه فکر نه کوم چې موږ به یو لیکلی ځواب ورته ولرو. باید سیاست پر شخص یا د یو چا پر صفت پورې ونه تړو بلکې ادارې او نهادونه رامنځته کړو څو وطن مو له شته بحرانونو څخه راوباسي او په ښاغلي ابدالي مو یو څه  کرښې په دې خاطر ولیکلې چې د ادارو څرک نشته خو په دې بحران کې باید د ګوتشمېر انسانانو قدر ته پاملرنه او د دوی په مټ د ادارو تشکیل، پیاوړتیا او عمل یقیني کړو.  
د یو سوکاله، خپلواکه او له سیمې او نړۍ سره سیال افغانستان په هیله