ړنده نجلۍ

لنډه کیسه
یوه ړنده نجلۍ وه، چې د ړندتوب له امله یې له خپل ځان څخه کرکه کوله، هغې له خپل کوژدن پرته له ټولو څخه کرکه کوله. هغه هلک به په هر حال او هر ځای کې ورسره و.
نجلۍ به ویل: که یوازې یې کولای شوای نړۍ وویني له خپل کوژدن سره به واده وکړي.
یوه ورځ کوم چا دې نجلۍ ته دوې سترګې ډالۍ کړې او هغې وکولای شوای خپل کوژدن او نور هر څه وویني. هلک ورڅخه وپوښتل اوس، چې کولای شې نړۍ ووینې له ما سره واده کوې!؟
نجلۍ کله، چې ولیدل کوژدن یې هم ړوند دی حیرانه شوه او ټکان یې وخوړ! د هغه هلک سره واده کول یې غوره ونه بلل.
هلک په ډېرې خواشينۍ او خفګان سره نجلۍ پرېښوده او لاړ، خو څه موده وروسته یې په لیک کې ورته ولیکل:
ګرانې! یوازې له سترګو څخه مې ښه ساتنه وکړه.
دغه کیسه ښکاره کوي لکه څنګه، چې د انسان شرایط بدلون مومي هماغسې فکر یې هم ګډوډ او بدلون مومي. یوازې ډېر لږ خلک شته، چې خپل تېر وخت نه هېروي په هر حال او سختیو کې خپل ملګري نه پرېږدي.
ژوند یو نعمت دی، نن مو که وغوښتل یوه بده کلمه په ژبه راوړئ، نو د هغه چا په هکله فکر وکړئ، چې د خبرو کولو وړتیا نه لري او ګونګي دي.
مخکې له دې، چې د خپلو خواړو څخه شکایت وکړئ د هغه چا په هکله فکر وکړئ، چې اصلاً د خوړلو لپاره څه نلري. مخکې له دې، چې له خپلو اولادونو څخه شکایت وکړئ د هغه چا په هکله فکر وکړئ، چې د ماشوم درلودلو ډېره هیله لري خو شنډ دي.
مخکې له دې که شکایت وکړئ، چې کور او کهول مو یې ولې پاک یا جارو کړئ نه دئ د هغو وګړو په هکله فکر وکړئ، چې د ویده کېدو لپاره ځای نلري او مجبور دي پر سړکونو شپه تېره کړي.
او مخکې له دې، چې نورو ته ګوته ونیسئ په یاد راوړئ، چې هېڅ یو انسان بې ګناه ندی او ټول یو الله ج ته ځواب ورکوونکي یو.