په نړۍ کې له شلمی پیړی څخه را دیخوا کوم جنګونه چی را منڅ ته شوی نو د دغه ټولو جنګونو اهدافو او پایلو تر شاه اقتصادی ګټې نغښتی دی. په لمړی او دوهمه نړیواله جګړه ، سیمیز او سړو جګړو په پایله کی ډیری داسې حکومتونه ول چی ځانونه یی دنړی ځبرځواک مقامونو ته و رسول او همدارنګه ډیرې داسی حکومتونه ول چی خپل اقتصادي ، سیاسي ، نظامي ، فرهنګي او جغرافیه کی ټول شته یی له لاسه ورګړل له هغو حکومتونو ځخه یو هم لوی افغانستان دي.
ولی انګریز ښکیلاک پر افغانستان باندې نظامی یرغل ته زړه ښه کړ؟
کله چی احمد شاه بابا په سیمه کی د لوی امپراتور په نوم وپیژندل شو نو افغانان په پوځي برخه کې دسیمې په لوی قدرت باندی بدل شول دغه لویه امپراتور د فرانسویانو او انګریزانو ګټو سره په ټکر کی وه ځکه انګریزانو غوښتل چی له هند څخه اقتصادی کټی تر لاسه کړی خو د انگیزانو اقتصادی ګټو ته د رسیدو لپاره یو شمیر خنډونه په لار پراته ول چی دهغه له جملی څخه يو هم د احمدشاه بابا لویه امپراتوری وه. انګریزانو نشوای کولی په مستقیم ډول د احمد شابابا لویه امپراتورې سره جګړه وکړی نو انګریزانو داحمدشاه بابا په اولاده او افغانانو کی تفرقه واچوله په برخو او ټو یی سره وویشل چی وروسته ماتول یي ډیر آسانه کار وه.
ورسته له هغې چی د افغانان حکومت په هند کی کمزوری شو نو انګریرانو خپلو اقتصادی ګټو لپاره خپله شرقی هند کمپنی ته پراختیا ورکړه چی ورسته دغه کمپنې په دی وتوانیدله چی د هند ټولې حکومتې چاری په خپل لاس کی واخلیې او همدارنګه هندستان خپله مستعمره وګرځوي.
انګریزانو د هند په مستعمره باندی بسنه و نکړه او خپلو اقتصادی ګټو لپاره یی مرکزي آسیا ته مخ ور واړاوه او د انګریزانو لپاره مرکزی آسیا ته اسانه او ارزانه لار افغانستانه تیردل وو بلاخره انګریزانو په افغانستان باندی یرغل وکړ او په خپلواکی باندې مینو قومونو سره په جګړې کې ښکیل شول هغه انګیز چی په زغرده به یی ناری وهلې زما په قلمرو کی لمر نه ډوبیږي افغان میړني قومونو داسی ماته ورګړه چی اوس دانګریزانو په قلمرو کی په کال کی ځو ورځی لمر وی خو انګریزانو هم ددی میړنی قوم په سینه باندی چاړه را کش کړه او په دوه ټوټې یې سره وویشل په پایله کی د انګریزانو یو لاسپوڅی حکومت دپاکستان په شکل کی مینځ ته راغی.
ولی روسان اړ شول چی افغانستان باندی یرغل وکړی؟
ورسته له دی چی انګریزانو په نړیواله کچه ماته وخوړه او هندستان خپله آزادی تر لاسه کړه نو د نړی ډیر زیات باداران پیدا شول او هرچاه ځان ته د نړی وارث ګانه بلاخره دنړی بادارانو هر یو امریکا ، انګیستان ، فرانسه ، جرمنی ، روسیه او جاپان په خپلوکې سره په لمړی او دوهمی نړیوالې جګړی کی پنجی نرمی کړی ددی جګړی په پایله کی زیات افتصادي ، مالی او ځاني زیانونه ښکیلو هیوادنو ته واوښتل او د جاپان له تسلیمېدو سره نړیواله جګړه پای ته ورسیده او دوه لوی نړیوال افتصادي او سیاسي ټړونونه وشول روسانو د وارسا تړون یا د شوروی اتحاد جمهویتونو د سوشلیزم (کمونستی) مفکوره خپله کړه او امیرکایانو ، فرانسویانو ، انګیسانو او دهغوی متهدینو د آزاد بازار یا کپټلزم اقتصادی مفکورې او ناټو امنیتی تړونون وکړل.
روسان د ورسا ټړون په پایله کی له اقتصادی او نظامی پلوه ډیر پیاوړی شول او روسانو خپلی اقتصادی ګټو پرمختګ لپاره هند سمندرګی ګرمو اوبو ته پام شو د شورړی اتحاد جمهوریتونو خپل اقتصادی پرمختګ لپاره آسانه او ارزانه لار هند سمندرګی ګرمو اوبو ته د رسیدو لپاره افغانستان پنښه کړ ځکه افغانستان د اسیا زره دی او آسیا هر لور ته لار لری په پایله کی روسانو په ډیر سپین سترګې سره په افغانستان باندي یرغل وګړ روسانو په افغانستان کی په تحملې ډول سره خپله مفکوره (کمونزم) په افغانانو باندی له زور نه په ګټه اخصتلو سره خپله نظریه پر افغانانو باندی تحمیل یا ومني روسانو د کمونزم مفکوری پلی کولو لپاره زیات ظلمونه او بی ځایه قتلونه ته په افغانستان کی لاس واچوه چی په پایله کی له افغانانو سره په جګړی کی ښکیل شول.
پایله دا شوه چی روسانو په افغانستان کی ماته و خوړه او هغه روسی جمهوریتونه چی په ډیر غرور یی افغانستان باندی یرغل کړی وه ټوټی ټوټی شول او په نړیواله کچه خپل ټول ارزښت له لاسه ورکړ ددی جګړی په پایله کی امریکا په نړیواله کجه په ځبرځواک بدله شوه او نړی یوازنی ستر طاقت باندی بدل شول او آزاد بازار کپټلزم اقتصادی مفکوره او ناټو نظامی طاقت یوازنی قدرت په نړي کی پاتی شو.
پاکستان ، ایران او عربی هیوادونو چی هریو خپلی ګټی په افغانستان کی لټولی نو د خپلو ګټو ساتلو لپاره یی کوشش وکړ چی د افغانانو پاک جهاد په داخلی جګړی بدل کړه ځکه دغه هیوادونو او پاکستان چی د ډیورند معاهدی وخت پوره کیدو ویره درلوده او له روسانو ځخه افغانانو ته دیر سلاح او نور جنګی توکی پاتی شوي ول پاکستانیان د خپلو ګټو په ویره کی وو که چیری په افغانستان کی یو پیاوړی حکمت منځ ته راشی نو افغانان به خپله خاوره په قانونی ډول او يا هم په زور له پاکستان ځخه تر لاسه کړی. دافغانانو پاک جهاد په داخلی جګړه بدله شوه او افغانستان کی هغه سیاسی ، فرهنګی . اقتصادی او نظامی بریا چی په لسګونو کلونو خواری په پایله کی تر لاسه کړی وی په دیر سادګی او بی علمی سره له لاسه ورکړې پایله دا شوی چی پاکستان افغانستان ته خپلي پنځمي صوبي په سترګه کتل.
ولی امریکا او ناټو په افغانستان باندی نظامی حمله وکړه ؟
امریکا او ناټو خپلو اقتصادی او نظامی ګتو لپاره له تیرې يوی پیړی ځخه د افغانستان نیولو ته ستراتیژی جوړه کړی وه کله چی د امریکا په نړیوال تجارتی مرکزونو باندی د القاعده لخوا برید وشوه نو امریکایانو ته دیره طلایی موقع په لاس ورغله امریکا دامنیت شورا په فیصله او د ناټو نظامی سازمان په مشری د ترورزم او مخدره توکو سره د مبارزی په پلمه افغانستان باندی نظامی حمله وکړه طالبانو په افغانستان کی د ناټو سره په جګره کی مات شول او په افغانستان کی دامریکا جاسوسانو په لاس موقت حکومت منځ ته راغی په موقتی دوره کی نوی اساسی قانون او د کپټلزم مفکوری سره سم اقتصادی آزاد بازار او دمکراتیک حکومت را منځ ته شو په افغانستان کی تل یو فرهنګ د تاریخ په اوږدو کی موجوده وه که یو حکومت به سقوط وکړ نو عفعه عمومی به اعلان شوه خو طالب مشران دیری په بی غزتی سره د القاعده سره د اړیکو په تور او حذب اسلامی مشران د شمالی ټلوالی په فرمایش د بګرام او ګوانتانامو زندانونو کی بندیان شول. پکار دا وه چی د ۷غوی ۱۳۵۷ کودتا رادیخوا ټول ښکیل جنګی جنایت کاکران دبشر حقوقو ساتلو لپاره بی له کوم توپیر ځخه په یو عادلانه توګه محاکمه شوی وای او په بګرام او ګوانتانامو زندانونو کی بندیان کړی وای مګر امریکا دمور او میره چلند ورسته هغه احزابو ته دافغانستان نوی حکومت په لاس ورګړ چی په نویمی لسیزو کی د افغانستان ټول اقتصادی نظامی او فرهنګی ویاړونه چور او په ایران او پاکستان باندی دکباړ به بیه وپرولل همدا رنګه ټول مکتبونه او پوهنتونه د اجیر احذابو په لاس وسوځیدل خارجی کرایې اجیرانو له افغانانو ځخه د دوه ملیونو انسانانو قربانی اخیصتلو ورسته افغانان بهر هیوادونو ته مهاجر کړل او امریکا هم خپلو ګټو ساتلو لپاره جنګی جنایت کاران ، دځمکو مافیا ، مخدره موادو قاچابران ، او د طبعی زیرمو مافیا و په لاس غلام حکومت جوړ کړ.
د امریکا او ناټو ګټی په افغانستان کی ځه دی؟
که څه هم امریکا او دهغوی متحدین د آسیا په زړه کی دیر موخی لری له هغی جمله څخه څلور لوی اقتصادی ، سیاسی او نظامی او موخی لری او دغه موخو ته د رسیدو لپاره یی په افغانستان کی په مستقیم ډول سره ملیادونه ډالر مصرف کړل او په غیر مستقیم ډول یی بی شماره اقتصادی ګټی ترلاسه کړۍ. لومړی ګټه! که چیرته د وارسا تړون بیرته را مینڅ ته شی نو دروسانو مخه به دهند ګرمو اوبو ته د رسیدو ډب کړی وی. دوهمه ګټه! که موقع برابره شی نو د روسان په خپله خاوره کی ترورزم پیاوړی او خپلو خلکو سره په جګړه کی ښکیل کړی. دریمه ګټه! که چیری کومه نړیواله جګره منځ ته راشی نو د آسیا زړه هیواد به دامریکا او ناټو دیر پیاوړی مرکز وی. ځلورمه ګټه! د منځنۍ آسیا هیوادونه به وشی کولی آزاد بازار یا کپتلیزم مفکوری خپله کړی او د روسیه له ولکی ځخه به خلاسون ومومی.
د افغانستان ګټی او راتلونکي
افغانستان د ناټو په موجودیت کی ځه نا ځه ګټی هم کړی او همدا رنګه افغانستان په دی وتوانیده چی ځان ځخه د آسیا ځلور لاری مهم بندر بدلیدو وړتیا پیدا کړی سرکونو و رغول شوی له سیمه او نړی سره د ریل پټلی پروژی کار په چټکی روان دی تعلیم او تربیه سطح لوړه شوی د برق بندونه په جوړیدو دی او په منطقوی لوی پروژو باندی کار روان دی دغه پرمختګ ته کتو افغانستان اوس کولی شی خپلی اقتصادی ګټی دنړی والو قدرتونو توازن ساتلو پالیسی په پلي کولو سره افغانستان ته ښه راتلونکی په لار پرته ده.
په سیمیه کی د چین او پاکیستان اهداف
دا چی افغانستان ته د هر نړیوال قدرت راتللو یوازنی موخه اقتصادی او نظامی ګټی دی اوس په آسیا کی چین یو داسی هیواد دی چی په راتلونګو څو کلونو کی کولی شی له اقتصادی پلوه ځان د نړیوال اقتصاد لمړی مقام ته و رسوی خو دی موخی ته د رسیدو لپاره چناینانو په مخ کی دوه لوی حنډونه پراته دی لومړی خامو او طبعی زیرمو دوهم انرژی نفتو ته آسانه او ارزانه لاسرسی ده.
که چیری مونږ د نړی نقشی ته ځیر شو نو د چناینانو لپاره آسانه او ارزانه لار خامو موادو او انرژی ته دلاسرسی لپاره د پاکستان بلوچستان صوبه کې ګوادر بندر لارده چی له دې لاری د سی پیګ پروژی به وسیله چناینان کولی شي ځانونه د افریقایی هیوادونو طبعی زیرمو او عرب هیوادونو سرشاره نفتی انرژی ته لار ومومي.
دامریکا نوی پالیسی د چین او پاکستان په وړاندی
دا چی د انګیزانو ، روسانو، امیکایانو، اورپایانو ، هندیانو ، چنایانو او عربانو پوازنی ګټی په سیمه کی اقتصادی ګټی دی نو دی همدی اقتصادی ګټو ده ساتلو لپاره په سیمه کی ملیارودنه دالر مصرف ګړی او خپلو اقتصادی ګټو د خوندیکولو لپاره ملیادونه ډالر په سیمه کی مصوفوی پاکستان چی د افغانستان د جهاد له برکته ځانونه د نظامی پلوه اټومی ځواک کچه ته ورسول او د غربیانو په ملیادونه ډالر مرستو پاکستان دیر پیاوړی کړ اوس پاکستان غواری جنایانو سره خپلی اړیکی لا زیات پیاوړی کړی خو که بل لور ته وکتلشی نو د پاکستان دغه پالیسی د امریکایانو ، هندیانو آو آروپایانو ګټو سره په ټکر کی ده.
دامریکا نوی ولسمشر دونالد ټرامپ غواړی روسیه سره هر اړخیز ښی اریکی ولری همدارنګه د چینایانو سره په دیر اختلافات لری او تل یی په خپلو ویناو کی چنایان باندی نیوکی کړی او امریکا حکومت په خپلو نوی پالیسیو کی ځیار باسی چی دچین اقتصادی پرمختګ مخه دب کړی بل لور ته پاکستان او چین غواړی خپل اقتصادی پلانونود سی پیک کامیابه کړی که چیری دا پروژه کامیابه شی نو امریکا به خپل اوسنی موقف په راتلونکو ځو کلونو کی په نړی واله کچه له لاسه ورکړی اوس دی پاکستان لپاره لاندی ننګونی سره مخ ترتی دی
لمړی کیدای شی امریکا او د هغوی متهدین د خپلواقتصادی ګټو د ساتلو لپاره پر پاکستان او چین باندی اقتصادی تحریمونه وضع کړی.
دوهم په پاکستان کی به ترورستی ډلی پاوړی شی تر ځو پاکستان کی د چنایانو پرمختګ مخه دب شی.
دریم په اورپا کی دپاکستان بلوچ بلتون غشتونکو ته د آزادی لپاره دفترونه پرانستل شول او بلوچانو ځخه ملاتړ ته ګامونه اخیصتل کیګی.
څلورم تحریک طالبان پاکستانی د پاکستان لپاره لویه ننګونه ده
پنځم هند سره دپاکستان وخت نا و خت په کشمیر کی نښتی.
شپګم په نړی واله کچه ترورزم سره د پاکستان همکاري بدی پایلی.
افغانانوسره د ډیورند پر سر دعوه هم پر ځای پاتی ده.
نو دغو ننګونو ته کتو سره ویلای شو که چیری پاکستان خپلو پالیسیو کی دهندستان او افغانستان لپاره بدلون رانوړی او د چین (سی پیک ) پروژی ځخه لاس وانخلی نو ویلای شو پاکستان به د امریکا او دهغوی متهدینو سخت غبرګون سره مخامخ او کیدای شی چی پاکستان په ځو برخو وویشل شی.
وروستي