د وصال په لار کې خنډونه

ضياالرحمن (سپين غر)

هغې په لومړۍ ورځ چې ماته ټلېفون وکړ زه حېران شوم چې زما شمېره يې له کومه کړه .هره شپه به مو خبرې کولې خو موخه نه وه معلومه چې څه لپاره دا کار ترسره کوو
خو بس زما زړه ورته له مينې ورو ورو ډکېدو او هغې هم به راته دمينې کېسې کولې اړيکه مو همداسې روانه وه .يوه شپه يې راته په خبرو خبرو کې وويل چې تاته سبا شپه يوه خبره کوم –هر څومره چې مې ورته وويل چې خبره همدا اوس يې اووايه خو خبره يې راته ونه کړه په سباورځ  چې کله دفتر ته لاړم او په کار مې پېل وکړ  په خپل کار کې بوخت وم چې تلېفون ته مې له کوره زنګ راغى تليفون چې مې راجګ کړ ورور مې وو بې له سلامه او کلامه يې راته وويل چې زر راځه د ترور ځوى دې چا په کلي کې وژلى ، ددې خبر ې په اورېدو تلېفون هم پرې شو
زه دخپل دفتر دمشر څخه په اجازې اخيستو له دفتره راووتم او د کور په لور روان شوم کور ته چې ورسېدم نو وار له مخه مې په غوږونو ژړا او کريکې ولګېدې  له ځان برابرولووروسته همداسې په خپل شخصي  موټر کې سپاره شو او د کلي په لور روان شو ،دکلي په لور لاره ډېره ښېرازه او ښکلى وه خومونږ ته غم او خفګان هر څه پيکه او شډل کړي وو .
دا چې  په دفتره کې مې نوکري ترسره کړى وه ،يابه دا لامل وو او يا به مې دخوږېدو او ژوبلېدو اجل راغلى وو خو په هر صورت همداسې ويده شوى وم ،يو وخت  چې په هوش شوم په موټر کې پروت  وم شاوخوا راته کسان ناست وو حېران شوم او پوښتنه مې وکړه چې چېرته روان يو کس راته وويل چې ټکر مو کړى  او ته ژوبل يې !
له دې سره لږ ماڼېجن شوم خو ښه وو زما حوصله پر ځاى وه خو يوې خبرې ډېر ماڼېجن او ستومانه کولم  چې د ترور ځوى مې ونه ليد .په همدغه مهال لښته له پېښې خبره شوې وه او زما پوښتنه يې زما له کورنۍ څخه کړى وه
نن مې شپږمه ورځ وه چې له عملياتو پاى ته رسېدلو وروسته له روغتونه رابهر شوم .کله چې کورته راغلم نو بيا هم ډېرې سختې شېبې وې .لښتې به راسره هره شپه يو ساعت دتلېفون په مټ خبرې اترې کولې او زما دردونه به دهغې په حوصلناکو او زغم لرونکو نصېحتونو کې ډوب اوورک شول .
هغې ماته دېره مينه راکوله ،لښته ما ډېره ښه پېژانده ځکه ما او هغې دکوچنيوالي بې پروا عمر په يوه کلي کې تېرکړى وو اواوس مو هم تېراوه خو زه ترې دعلم زده کړې لرې کړى وم په هر صورت ،لښتې څخه مې يوه شپه دهغې خبرې پوښتنه وکړه دکومې چې ما ژمنه کړى وه ،دې هم راته هماغه خبره پېل کړه او راته يې وويل چې زما له تاسره له کوچنيوالي مينه وه  او ستاراسره اوس مينه پېدا شوه ما هم ورته هو وکړه
لښتې خبره وغزوله خو زما او ستا مينه تل پاتې اوسپېڅلې مينه وي چې هيڅکله به وصال ونه وينو
دا ځکه چې زه او ته رضاعي خور اوورور يو او زما ټوله کورنۍ په دې خبره وياړي .
ماهم خبره ورغبرګه کړه چې زما او ستا همدغه وصال دى چې ته ماته ورور جان ووايې اوزه تاته خورجانه ووايم


پاى