کندوز رښتیا هم د سقوط په خوله کې پروت دی؟

   دلته هر څه بل ډول دي، پر حکومت بې باوري خپل اخري پړاو ته رسېدلې، عام ولس داسې انګيري چې ګواکې د نوي کال پر را رسېدو سره به بیا کندوز ښار د وسله والو طالبانو لاس ته ورشي .
   دلته که څوک باور لري نوهغه د حکومت پر وعدو باندې بې باوري ده، دلته که له هر کندوز مېشتي نه وپوښتل شي نو په راتلونکي پسرلي کې د امنیتي  وضعیت د خرابوالي او دریم ځل سقوط نه اندېښنه لري.
   دلته د خلکو اندېښنه له دې کبله هم زیاته شوې چې وخت ناوخت له رسنیو څخه د طالبانو سره د روسې دولت د ملاتړ خبرې د وګړو غوږونو ته رسیږي، خلک داسې فکر کوي چې دوه ځلي وسله والو طالبانو کندوز په ډېرې اسانۍ سره تر خپل کنترول لاندې راوست، اوس چې د روسيې ملاتړ ورسره وي، نو دا ځل خو به یې د تېر په پرتله لا نور هم په اسانۍ سره تر خپل کنترول لاندې راولي .
   څه موده وړاندې د کندوز پخواني والي محمد عمر صافي چې د کندوز لومړنی سقوط  د ده په وخت کې کندوزیانو تجربه کړ، له رسنیو سره په خبرو کې  ویلي وو، چې ممکن روسان د وسله والو طالبانو سره د وسلو په ترمیم کې مرسته کوي، ده داهم ویلي و چې روسیې د داعش له ډاره، د تاجکستان-کندز،سرحدي سیمو کې حضور پیدا کړی او کله- کله د روسانو او طالبانو تر منځ لیده کاته هم کېږي .
    دغه راز  څه موده وړاندې په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو یوه استازي هم له رسنیو سره د دغه ډول ګنګوسو په اړه خبرې کړې وې، چې ګواکې وسله وال طالبان په کندوز کې د روسې ملاتړ له ځانه سره لري، دغه راز په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جان نېکلسن هم په خپلو څرګندونو  کې ویلي، روسیه او ایران هڅې کوي چې په افغانستان کې د ناټو رول کمزوری کړي،
خو وسله والو طالبانو بیا دغه ډول خبرې بې بنسټه ګڼلي  وې او ویلي یې وو، چې دوی له هېڅ دولت څخه نظامي مرستې نه دي تر لاسه کړي .
  د کندوزیانو اندېښنه د سقوط په اړه له دې کبله هم په ځای ده، چې وسله وال طالبان د کندوز په ډېرو برخو واک لري او د ښار په نږدې سیمو کې فعالیت کوي، طالبان ادعا کوي چې د کندوز ۸۵ سلنه خاوره د دوی تر ولکې لاندې ده، دې موضوع ته په کتو سره د کندوز ښاریانو اندېښنې د بیا سقوط په اړه ډېرې بې ځایه نه بريښې .
     که د روسيې اندېښنه د داعش په اړه دقېقه وڅېړل شي، نو په سیمه کې د امریکا نامعلوم سیاست هرومرو د سیمې د هېوادونو اندېښنې له ځانه سره زېږولی شي، د امریکا متحده ایالاتو په تېرو ۱۵ کلونو کې د سیمې د هېوادونو اندېښنو ته داسې ځواب ونه وایه، چې هغه دې د  سیمې ( روسیه او چین )  هېوادونو لپاره قانع کونکی وي .
  له موضوع نه ډېر لرې نه ځم، راځم اصلي مطلب ته چې د کندوزیانو د اندېښنو په لړ کې نور کوم داسې ټکي دي چې د دوی فکر یې د بیا سقوط لور ته اړولی دی؟
   دوی ( ولس ) په مرکزي حکومت کې خپل منځیو ناندریو ته، چې وخت په وخت یې بڼه بدلیږي د ناکامه حکومتولۍ د بنسټ په سترګو ګوري، ولس په دې فکر دی چې د حکومت ناکامي له همدغو خپل منځیو جګړو چې تل د قدرت د ویش پر سر رامنځته شوي سر چینه اخلي، دغه جګړې ( د قدرت ویش )  د دې سبب شوې چې په سیمه اییزو ادارو کې هم درزونه رامنځته کړي او سیمه اییزه ادارې هم د ناکامه حکومتولي ښکار شي .
  ولس  د سیمه اییزو ادارو او مرکزي حکومت وعدو ته د غولنې په سترګو ګوري او باور یې په دې دی چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو د وینا  او عمل تر منځ بلا واټن ليدل کیږي او تر اوسه یې هغو وعدو ته د عمل جامه نه ده اغوستې کوم چې دوی ولس ته ورکړې وې، دغه راز د سیمه اییزو ادارو وعدو ته هم د ناکامه حکومتولۍ له عینکو څخه ګوري او داسې انګيري چې ګواکې سیمه اییزه حکومتولي هم د کمزورتیا اخري پړاو ته رسېدلې ده.
   دا چې ولس د حکومت پر وعدو بې باوره دی، نو له دې کبله راتلونکي پسرلي ته یې هم اندېښنې ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي، دا سې انګېري چې د کندوز اوسني وضعیت ته په کتو سره به په راتلونکي پسرلي کندوز یو وار بیا هم د وسله والو طالبانو لاس ته ولویږي .