سپين مکتب

لنډه کيسه
رضوان  زرمتى

دکلي په دنګو چنارونو کې دښوونځي دنګي ماڼۍ ځانګړې ښکلا درلوده دسهار له اتونه دماځيګر ترڅلوروبجوبه دنجونو شورماشوروواودکلي پر شنو پولو به دنجونو قطارونه ول:
دي ښکلي او دنګي ماڼي نجوني دسبق لورته هڅولې او هريوې به ويل زه په هغه سپين ښوونځي کي لوست کوم ډېر ښه پاک ټولګي لري دومره مي خوښ دئ چي وايم ټوله ورځ همدلته ووسم له ورايه دې ماڼۍ کلي ته طبعي ښکلا بخښلې وه .
ما به چي دوکان بند کړنو دکلي په لوربه روان شوم او کوشش مي کاوه چي دښوونځي ترڅنګ تېرشم داهم يوه خبره راته ښکارېده چي دسپين ښوونځي تر څنګ راتېرشوم او دروازې په مخ کي به مي څه خپل ګامونه وروکړل ترڅويې دښوونځي انګړوګورم چي رښتياهم داوږۍ خبرې ارزي که نه.
کله به چې زه کورته راغلم نو اوږۍ به په وړه ژبه دخپل ښوونځي ستاينه کوله او خپل دکتابونو ډک بکس به يې زما مخ ته کښېښود.
لالا نن په ښوونځي کي معلم صاحبي راوښودل چې( الف، الله، الله، يو دی ، شريک نلري) مابه هم دهغې له خولې واړه کليمات په ډېر غوراورېدل او دهغې په سترګوکې مې دښوونځي مينه ليده.
يوه ورځ چې کورته راغلم دننوتوسره سم مې اوږۍ خپل نازک لاسونه له غاړې چاپيرکړل او په خوږه ژبه يې راته وويل لالا نن زموږ په ښوونځي کي دمعلم ورځ ده ټولو ټولګيوالو مې تحفې اخيستي ما ورته وويل چې ماته مي لالا ښايسته تحفه راوړي ته يې راته راوړې؟
ماهم په دواړو مخو ښکل کړه سمه ده راوړم يې داسې تحفه به رواړم چې چانه وي راوړې.
ددې خبري په اورېدوسره اوږۍ په ټوپونو شوه او په منډوکې يې ويل سبامېله ده زه به معلم صاحبې ته تحفه ورکړم !
ماته هم اوږۍ دزړه ټوټه وه نه مې شوای خپه کولای نو مې يوه ښکلې تحفه ورته راوړه.
سبا مې دنجونو قطارونه چې ډول ډول جامي يې اغوستي وې په شنو پټوکې لېدې زما زړه هم ورته باغ باغ شوزه هم ددوئ سره يوزاي ددوکان په لوروخوځېدم او له اوږۍ سره مي خداي پاماني وکړه.
په ډېره خوشالي مې دوکان خلاص کړاو په زړه کې مي دنجونو شنه،زيړ، قطارونه راګرځېدل خو ځان مي تېرباسه او له خپل ګاونډي دوکاندارسره په خبروبوخت شوم يو ساعت به نه وو تېرشوي چې يو دروند غږ مې ترغوږ شو ، ورسره مي دماشومانو غږونه واورېدل ټولومنډې کړي خداى دي فضل کړي لکه چې په کلي کي وو.
ماهم ددوکان تخته کش کړه او دکلي په خوا روان شوم درسېدو سره مي سترګي په سپين مکتب ولګېدي چې تورو لوګيويو غېږ ترې چاپېره کړی و وارخطاشوم اوخپل ګامونه مې اوچت کړل دښونځي مخ ته مي بکسونه اوکتابونه وليدل چې په سرو وينو رنګ ول او دماشومانو چېغو کلي پر سر اخيستي وو، څلورطرفه له شنو سرو تحفونه ډک ول هرچاهڅه کوله چې خپل ماشوم پيداکړي زه هم داوږۍ په لټه کي شوم له هرچامي پوښتنه کوله وروره څه پېښه وه چاغږ کړ نورنه پوهېږم خو په موټرسايکل سپورمې يوکس وليد چې دښوونځي تر مخ يې ځان وچاود.
په لټولو مي پيل وکړ له وارخطايې مي دچامخ نه شواى سمولاى او هر څوک راته اوږۍ ښکارېدل خو اوږۍ نه وه له خولې نه مي چېغي وتي !
اوږۍ: اوږۍ چېرته يې.
اخ: ومې ليده چې دښوونځي ددروازې مخ ته پرته وه په بېړه مي ورمنډه کړه چې راپورته يې کړم خو کارله کاره تېرشوی وو نازک بدن يې په سرو وينو لت پت ووخواته يې دمعلم صاحبې تحفه په وينو لړلې پرته وه اوورسره يو ټوټه سوځېدلى کاغذ چې هغه داوږۍ کليمه پرې ليکل شوې وه.
( الف، الله، الله، يو دی ، شريک نلري)