ناباوره جګړه او د جنرال نېکولسن تازه اعترفات !

پر افغانستان د امریکا یرغل د دغه هیواد د بهرنیو جګړو په تاریخ کې یو له اوږدو نظامي ښکېتلیاوه څخه بلل شوي دی او تر هغه نادره لا داچې دلته د لګول شویو پیسو کچه تر هغه څو برابره زیاته ښودل شوي کوم چې په اروپا له دویمی نړیوالي جګړې وروسته د اروپا په بیارغونه او پایښت له ګېدلي.
ولې د دي ټولو سربېره د امریکا په مشری د ترهګري ضد ایتلاف نه دې بریالي شوي چې د هغه شعارونو یوه کوچني بیلګه هم نړیوالو ته وړاندې کړي، د کوم څه ژمنه چې بوش د افغانستان د اشغال په مهال افغانانو او نړیوالو ته د یو داسي مثالي امن، الګوه ډموکراسی، ځواکمن او ولسي مرکزی دولت اړوند ورکولي چې په سیمه کې به سارې و نه لری.
ولې د بهرنیانو د راتګ څخه تر اوسه نه د نسبي امن په نامو له سره څه شتون لری، فساد څو برابره شوي، بې عدالتي، انارشیزم،خپلسري، بی کاري، فقر په نظام بی باوري اخلاقې بې حیایی غوغاء کړی، او اوس د داعش په څېر د څارګریزو حرکتونو مبهمو او پیچلو اهدافو لرونکې ډلو ظهور چې په کور دننه او سیمه کې یې له شرقي اسیا چین څخه نیولی بیا د مرکزی اسیا جمهوریتونو پوري د روسیې په محور یې خورا بوږنونکې او جدی غبرګونونو را پارولي.
هغه چې روسيې یې اړ کړه تر څو له خپل سنتی دښمن طالبانو سره د خپلو پولو د امنیت او منطقوي ثبات د تامین په موخه په ځانګړی ډول د داعش ډلې د امنیتی ګواښونو څخه د مخنیوی له پاره او پر افغان حکومت د بی اعتمادی له امله طالبان خپل د باور وړ هم غاړی وبولي او د یو نوی منطقوې غرب ضد اجماع په رامنځته کولو سره یې عملا امریکا ته دا خطار مخابره کړل چې نور د سیمه ایز ثبات په سر د غرب لوبی ورته د منلو نه دی.
هغه چې لاوروف د خپل افغان سیال سره په لیدنه کې د طالبانو ګډون د سولې په مذاکراتو کې د امنیت شوراء د پریکړې په اساس اړین بللی او غوښتنه یې کړي چې افغان حکومت دی د طالبانو په رهبرانو موجود سیاسي بندیزونه پایته ورسوی او کوښښ دي وکړی چې له طالبانو سره یوی منطقی سولې ته ورسېږی.
 
ولې اوس تازه په تازه د ډانالډ ټرامپ له واک ته رسېدو سره سم د لومړي ځل په افغانستان کې د امریکایی قواوه لوی قومندان جنرال نېکولسن د امریکا د متحده ایالتونو د سنا د مجلس د وسله والو خدماتو جرګه ګۍ ته په خپله استماعیه وینا کې جالبې او د پام وړ داسي اعترفات کړي چې په لویه کچه یې د امریکاء اشغالګر ماموریت له چلینج او حتمې ناکامي سره مخ بللی.
نېکولسن د منطقوی ناهمغږي اړوند سخته ناخوښي څرګنده کړې او وویل چې روسیه او ایران په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو لپاره د امریکا او ناټو ماموریت ته د ګوزار ورکولو په خاطر د طالبانو ملاتړ کوي.
 
جنرال جان نیکلسن د امریکا د کانګریس د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته په خپلو خبرو کې داهم وویل، ایران د افغانستان په لوېدیځ کې د طالبانو پوځي او لوژیستیکي ملاتړ کوي.
 
نیکلسن، چې د سنا جرګې د وسله والو خدماتو د سوال او ځواب په غونډه کې څرګندونې کولې، وویل، تهران همداراز افغان شیعه ګان په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت پر ضد د جنګولو لپاره استخداموي او له دې سره دا بېره زیاته شوې چې دا وسله وال به افغانستان ته له بېرته راتګ وروسته خپل هیواد بې ثباته کړي.
 
د روسیې لاسوهنې:
 
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال نېکولسن د روسیې د لاسوهنې په اړه وویل چې په تېر کال کې په افغانستان کې د روسیې مداخله لاسخته شوې ځکه چې مسکو هڅه کړې چې طالبان په زغرده مشروع کړي.
په ډسمبر کې روسیې په مسکو کې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزارتونو د جګپوړو استازو په ګډون په افغانستان کې د داعش د زیاتېدونکي ګواښ د څېړلو لپاره غونډه جوړه کړه.
 
د مسکو غونډه کې ، چې د ګډ حکومت چارواکې د هغوی د ډیپلوماټېکو یو اړخېزو سیاستونو له امله ورته نه و بلل شوي، او اشرف غني له انتقاد سره هم مخامخ شوي وله د بیلګه په توګه یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې روسي چارواکي د دې لپاره طالبانو ته اعتبار او مشروعیت ورکړي استدلال کوي چې طالبان د اسلامي دولت پر ضد جنګېږي خو د افغانستان حکومت د دې ډلې پر ضد هیڅ هم نه دي کړي.
 
نېکو لسن د دغې جنجالی او په داسی حال کې چې د سناټورانو له څیرو له وړاندي د هغوی وېره څرګنده وه د روسیې او ایران د سیمه ایز ځواک د مانور څخه یادونه وکړله او وویل ( چې اوس په افغانستان کې روسیه، ایران او القاعده د پام وړ رول لوبوي، څو کاله پخوا داسي نه و. هغه وایې باوري یم چې د دغو کړنو یو هدف د امریکا او ناټو تخریبول او بل له افغانانو او سیمې سره زموږ د غښتلي شراکت مخنیوی دی ) .
 
ټرامپ او په جګړه نا باورې :
 
د جنرال نېکولسن څرګندونۍ هغه وخت لا هیښونکې ښکاری دا ځکه د ټرامپ په راتګ سره د سپینې ماڼۍ د معتقدینو نړۍ ضد او بشر ضد دریځونو چې پخوا د پردي تر شاء نیول کیدل رابرسېره شول او دا به امریکا د ژر او حتمی زوال او دویم برخلېک په لور چې داځل به ویټنام نه بلکه افغانستان وی نږدې کړي.
ځکه د چین په اړه د ټرمپ توندې څرگندونې، پر ایران احتمالي بندیزونو ګواښ او د پاکستان سره نا ثابت سیاست دا شک لا ریښتونې کوي چې ټرامپ په افغان جګړه نه یوازی باور نه لري. بلکه د ټرامپ په بهرني سیاست کې زیاته پاملرنه په سوریه او عراق کې له داعش سره جګړې ته ځانګړې شوي او دا به افغانستان او دلته د دوی تر ملاتړ لاندې حکومت له لا زیاتو ستونزو سره په منطقوې سیاست کې چې د ( اړیکو او ګټو ) بحث دی مخ کړی.
 
د بېلګه په توګه افغانستان وروسته له زیاتو هڅو او ریسک ورکولو توانېدلي چې له تېر یوه کال راهیسې د افغانستان او ایران ترمنځ په سوداگريزه راکړه ورکړه کې زیات والې راولې بل لور ته افغانستان هیله لري، چې د ایران چابهار بندر څخه په گټه اخیستو به يې د پاکستان کراچۍ بندر ته اړتیا کمه شي او نور به د سیمه ایزي اقتصادې یو اړخیزه مافیا په غیږ کې چې پاکستان دي نه لوېږی.
 
ولې له ایران سره د امریکا دغه ډول د خرپ او ترپ لوبه که شېدت پېداکړي او بل لور ته د ګډ حکومت په احساساتو او د اوسني نړۍ له غوښتنو او عقلانیت نه ناخبره یا د نه ( توازن ) ډیپلوماسی په دوام سره به افغانستان یوځل بیا د پاکستان غیږی ته ورټېل وهی او ایران به د روسیه، چین او پاکستان په ګډون دلته د لا سختو موضوعاتو په سر غور وکړی.
هغه چې موږ باید د شانګهایی د اقتصادي او امنیتي همکاریو ځواکمن منطقوي او نړیوال جوړښت چې د دغه ټولو سیمه ایزو بدمعاشانو د یوځای کیدو تم ځای دی دومره بې تفاوته ونه ګورو.
 
د ټرامپ نا باوري پر دغه جګړه یوازی د امریکا ټاکنو ته نه ورګرزي بلکه ټرامپ تر دې ډیر پخوا یعنې
د ۲۰۱۵ اکټوبر کې ده د سي ان ان له خبريال کريس کومو سره د افغانستان وضعيت خواشينوونکی بللی و او ويلي يې و: «موږ ستره تېروتنه کړې، چې هلته مو خپل ځواکونه په جگړه اخته کړي
 
تر هغه ور اخواء یې په ۲۰۱۳ کې ټرامپ په یوه ټویټرې پوسټ کې لیکلي وه چې ( موږ باید له افعانستان څخه ووځو. ځکه زموږ ځواکونه د هغه افغانانو له لوری وژل کیږی، هغه چې موږ هغوی ته زدکړې ورکوه او میلیارډونه ډالر مو هلته ضایع کړل او دا مزخرپ دی، راځی امریکا جوړه کړو).
ولې د دې ټولو سره سره به بیا هم د امریکا نوې اداره به لا هم په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شتون ته دوام ورکړی او دا یوازی د دې له پاره دی تر څو افغان حکومت د طالبانو له سختو ګوزارونو او د ولس د ناهیلي له امله له ماتېدو وژغوري.
 
نېکولسن او د امریکایې ځواکونو د ډیرولو عجیب وړاندیز :
 
جنرال نېکو لسن د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته همداراز د تېر پر خلاف وویل چې د طالبانو په ضد جګړه له ولاړ حالت سره مخامخ شوې او څو زره نورو امریکايي او ايتلافي ځواکونو ته اړتیا ده څو افغان امنیتي ځواکونه د جګړې انډول د ځان په ګټه بدل کړي.
 
نوموړي ویلی چې وسله والو طالبانو په ۲۰۱۶ کال کې د خپل نفوذ ساحه پراخه کړه.
په داسی حال کې چې جنرال نېکولسن وویل«موږ په ولاړ حالت کې یوو. اضافي ځواکونه به د افغان ځواکونو سلاکاران زیات کړي.» د کانګریس یوشمیر غړیو، په ځانګړي ډول د جان مکین په شان د جمهوریپال ګوند غړې پر اوباما کلکې نیوکې کولې چې په افغانستان کې یې د امریکايي پوځیانو د شمېر په برخه کې د امنیتی تړون له امله سخت محدودیتونه لګولي دي.
دا په داسې حال کې چې امنیتی تړون نه یوازی بهرنیو قواوو، ته څه محدودیت نه وه رامنځته کړې بلکه امریکایي ځواکونو چې کله او چېر ته غوښتلی د افغانانانو په کورونو او کلیو لکه د کندوز له روغتونه، د بز کندهاری کلې او بیا د تېري جمعه ورځی په څیر لکه د هلمند په سنګین کې یې بی رحمه او ړندي بمباری کړی، یا لکه په لغمان کې د خلګو په کورونو یې چاپی اچولی او یا لکه په غزنې کي د قوم مشران، علما او سیاستوال وړی او د امنیتی تړون د تعهداتو او ژمنو خلاف پخپل سر ملکې افغانانو ته شکنجه ورکوی او ورڅخه ناروا څیړنې کړي.
ولې د نېکولسن دا وړاندیز او د جان مکین خواشیني شاید د دې له امله وی چې په افغان جکړه کې مصروف او له دې جګړه تغذیه کونکې امریکایان په ځانګړی ډول هغوی چې دلته یې د ټروریزم تر عنوان لاندی جګړې ته تازه ابعاد ورکړی داچې د افغان سولې مخه ډبه کړې او یا له هغو افغان نومیو سره په توطیه کې لکه نظار شوراء غواړی جګړه ته په سولې د لومړیتوب اسټراټژی چې ټرامپ هم ورته په سوریه، عراق او یمن کې تمایل لری غښتلی کړې نو ځکه هم زور، اور او توند لاری حل لاره بولی.
 
پایله
اوس خبره دا ده چې د دغو ټولو ځمکنی حقایقو، احتمالاتو او په کور دننه د سولې هیلو په لور د افغان اکثریته ولس د ملې اجماع څخه ډک حرکت او تر څنګ یې د سیمه ایزو قدرتونو غرب ضد هڅې، د وسلوال سیاسي ( اپوزیشن) طالبانو نظامي ګواښونه او سیاسي فعاله ډیپلوماسي، د داعش د تخریب کونکو او د افغانستان د واحدی جغرافیا د تاریخې حساسیت پر خلاف شعارونه [ خراسان ] د ګډ حکومت د پاشلې نظم، سیاسي انارشیزم او د حکومت په دننه کې بی باوری د ټرامپ پر افعان جګړې د نه باور حالت او د امریکایې ځواکونو لکه څنګه چې یې نېکولسن یادونه کړې اندیښنې موږ دې پایله ته رسوی چې ګران افغانستان بدبختانه د یو تاریخې ګړنګ په غاړه ولاړ دي.
خو افغان ملت د یو داسې چا په توګه چې عملا د جګړېد دوام او د دغو ټولو ناخوالو مستقیمه اغیزه او زیان ده ته رسیږی هغه چې باید د روانې منازعه د افغان لورو په ګډون ژر تر ژره یې مخه ونیولې شی، کنه پایله به یې د پخوانی ولسمشر کرزی دفتر د مشر عبدالکریم خرم په وړاندړینه خوراء ناوړه او د نه محاسبه وړ وي.