د یو ساده شپانه دعا

یو سړی له خپل پلار سره په سفر روان و، چې پلار مړ شو سړي د هغې سیمې له شپانه څخه وپوښتل: دلته څوک ستاسو د مړو جنازه کوي؟
شپانه وویل: موږ د دې کار لپاره کوم ځانګړی کس نلرو، خو تر ډېره یې زه د جنازې لمونځ کوم. سړي وویل: هیله کړم راځه زما د پلار جنازه هم وکړه!
شپون د جنازې مخې ته ودرېد او څو جملې یې زمزمه کړې او وې ویل: د جنازې لمونځ یې پای ته ورسېد! سړی، چې ډېر حیران پاتې شوی و شپانه ته یې وویل: دا څه ډول لمونځ و؟ شپانه وویل: له دې ښه مې ندی زده.
سړي د بېچارۍ او مجبورۍ له مخې خپل پلار په خاورو وسپاره او ولاړ. کله، چې شپه شوه خپل پلار یې په خوب ولید، چې ډېر ښه ارامه او خوشاله دئ.
له خپل پلار څخه یې وپوښتل: څه وشول، چې دومره هوسا او خوشاله یې!؟ پلار یې وویل: زویه هر څه، چې لرم د هغه شپانه د دعا برکت دئ.
سړي دهمغې ورځې په سبا د شپانه په لټه کې شو او له هغه یې وغوښتل، چې ووایي د پلار له جنازې سره یې څه وکړل او څه دعا یې وکړه؟
شپانه په ځواب کې وویل: کله، چې د جنازې څنګ ته راغلم زما او د الله ج تر منځ اړیکه ټینګه شوه او الله ج ته مې وويل: یا الله که دغه سړی نن شپه زما مېلمه وای، نو ما به ورته یو پسه حلال کړی و او ښه مېلمه پالنه به مې یې کړې وه، خو دغه سړی نن شپه ستا مېلمه دی زه به وګورم، چې ته څنګه مېلمه پالنه او چلند ورسره کوې؟
ځینې وخت د یو صاف او پاک زړه دعا د یو فتنه لرونکي زړه له سلو لمنځونو څخه ښه او بهتره ده.