افغانستان ځوانی رهبرۍ ته اړتیا لري!

د مرکزي احصایې د راپور له مخې افغانستان نږدې دیرش میلیونه وګړي لري.
 همدا اوس د نفوس درې شپیته سلنه د پنځه ویشت کلونو څخه لږ عمر لري او د شپږ څلویښت سلنې عمر د پنځلسو کلونو څخه لږ دی.
دمرکزي احصایې دراپور څخه داسې ښکاري چې په افغانستان کې دعمر جوړښت د ځوانانو په ډیروالي واوړي.
نو لکه څنګه چې هیواد مو د لوی څښتن په فضل تر ډیره ځوان قشر څخه جوړه شوې نو تر ډيره بریده قرباني هم همدغه ځوانان ورکوي.
په هېواد کې د امنیت ټینګول د ټولنې د ټولوخلکو دنده ده؛ خو ځوانان چې نوی فکر او انرژي لري او د ټکنالوژۍ او بهرنیو ژبو په ځانګړې توګه د انګلیسي ژبې سره چې یوه نړیواله ژبه ده او نږدې په ټوله نړۍ کې درسمي ژبې حیثیت یې پیدا کړی دهغو له پرمختګونو سره بلد دي؛ کولای شي چې د نورو په نسبت ډیرفعالیت وکړي؛ دهمدې له امله ځوانانو ته مخ اوړي.
لکه څنګه چې مخکې مو یادونه وکړه چې ځوانان دټولنې اکثریت دی، نو په ناامینو کې يې زیان هم ترنورو زیات دي؛ نو په کار ده چې دوې د سولې او امینت لپاره هڅې زیاتې کړي.
که څه هم په هیواد کې نږدې ۶۳سلنه وګړي ځوانان دي خو له بده مرغه چې په ډیری سیاسي، کولتوري ، فرهنګي او پراختیايي برخو کې کمه ونډه ورکړل شوې.
اوسني حکومت ته په کار ده چې په داسې یو میکانیزم کار وکړي چې له مخې يې ځوانان ټولنه په یو نوي فکر ، عمل او ابتکار مثبت لوری ته روانه کړي.
ظاهرآ افغان جهمور رییس محمد اشرف غني د ځوانانو په هره غونډه کې په دې ټینګار کوي چې هیله مند دی چې افغان اداره ځوانه کړي او د هیواد رهبري هم ځوانانو ته وسپاري.
د ولسمشر له لوري ډیری ځوانان چې په دنده ګمارل شوي تر ډيره برخه په خپلو چارو کې بریالي او کامیاب دي.
د بیلګې په ډول د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی چې یومهال د سولې او جګړې ضد د مرکز مشر وو په خپلې حکومتي دنده کې د فعاله ډیپلوماسۍ دلوبولو او د سولې په روان بهیر کې د رغنده رول له امله او پاکستان ته په خپل نهو سفرونو کې لږ تر لږه هغوې وپوهول چې افغانان کولای شي پرته ستاسې له همکاري هم  دسولې څرک ومومي.
که څه هم ښاغلی کرزي سیاسي او ولسي شخصیت او یو ښه مدیر دی د پاکستان د دوه مخې سیاست څخه لکه د نورو سیاسیونو نا هیلې شوی خو حوصله یې نه ده بایللي او لاهم د پاکستان د زوال لپاره خپل لابي او یاهم کمپاین جاري ساتي.
د پاکستاني مقاماتو سره په غونډه کې او دهغوې له خپل تربیون څخه د هغوې په ضد څرګندونې ددې ځیرک سیاستوال پوخوالي ښايې او د دولسمشر غني هغه وینا ځوانانو ته هیله وربخښي چې ویلي وو ( زما د کاري دورې وروسته به د افغانستان د ادارې چارې ځوانان رهبري کوي)
که څه هم د سولې په برخه کې د افغان ولسمشر او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خان خلیل کرزي هڅي د ګڼ شمیر افغانانو له لورې ستایل شوي خو یوشمیر نور بیا د حزب اسلامي سره د حکومت په روغې جوړې خفه شوي او وايې ښاغلی حکمتیار به په کابل کې څه وکړي ؟ که حزب اسلامي په پارلمان کې ډیری څوکۍ وګټي بیا به څه وشي؟ او ډیری نورې پوښتنې ؟
که څه هم د دا ډول پوښتنو کول اسانه دي خو ځواب یې خورا پیچلی او سخت دی.
خو د ځوان  او زړور سیاستوال او مبتکر ډیپلومات ښاغلي کرزي ځواب دادی چې هرڅوک چې د هیواد اساسي قانون ته احترام وکړي او دقانون په چوکاټ کې فعالیت کوي مونږ یې هرکلی کوو.
نوموړی وايې که حزب اسلامي په پارلمان کې څوکۍ وګټي څه مشکل دی د همدې وطن بچیان دي او دولسواکۍ له لارې خپل اهداف پلي کوي.
لازمه ده چې افغان ځوانان په منظم ډول کار وکړي او د خپل راتلوونکي لپاره خپله لاس په کار شي .
هیڅ بهرنی لکه څنګه چې مونږ افغانان چاته هیواد نه رغوو هغوې هم زمونږ هیواد نه جوړوي ترڅو چې مونږ خپله د آبادۍ لپاره لاس په کار نه شو.
نو ښه خبره داده چې د افغانستان راتلونکې رهبري دې ځوانانو ته په اختیار کې ورکړل شي ، ځکه ځوانان یو دبل په مشکلاتو ، ستونزو او خوښیو تر هر بل چا ښه پوهیږي.
د سوکاله پرمختللي افغانستان په هیله