هالینډ کې پولیس پر يو کور وروسته له هغې شکمن شول، چې پر سر يې واوره نه وه

د هالنډ هیواد د آمسټرډام په ښار کې آمنیتی چارواکو یو کور په داسی حال موندلی، چی ټول هیواد د واوری سپین کمیس اغوستی خو دغه کور بی له واورو وو.
دا معجزه ده خو انساني معجزه، ځکه په دغه کور کې د کوکنارو کښت کیدو د بنګو د بوټو کر به کیدو. هیره دې نه وې چی د هالنډ هیواد په قانون کې د شخصی کارونکی لپاره د پنځه (۵) بوټو بنګو کښت قانونی اجازه شته، خو امنیتی چارواکی په دغه کور هغه وخت لا زیات شکمن شول چی ټول هیواد واورو نیولی و، خو د دغه کور بام له واورو پاک و.
 

 
کله چی پولیس د کور تلاشی آخلی ګوری چی د تودوخی یا فضا د ګرموالی لپاره یی مصنوعی ګرمی جوړه کړی وه، په سلهاو برقی بخاری، یی ورته چالانی کړی، څنګه چی یی تاسو په انځورونو کې لیدلی شی. پولیسو په دغه تور څلور نفره تر اوسه نیولی.
هیره دې نه وې همداسی یوه پېښه د برطانیه په لېډز ښارګوټی کې هم تیر کال شوی وه، چی آمنیتی چارواکو، زیات شمیر کسان په دغه تور نیولی وول چی د هغو څخه یی پنځه پاکستانیان هم وول.