کله چی ما اول ځل ولسمشر ولیدو

هغه وخت چی ما اول ځل ولسمشر له نیږدی ولیدو

۲۰۱۰ د فبروری ۱۶ د شپی ۳ بجی زه د قبرس نه دوبی ته ورسیدم. زما د صافی هوایی شرکت پرواز بیخی نیږدی وو یعنی لږ وخت می درلود، زموږ د طیاری کارکوونکو مسافر لټول د دوبی په دریم ترمینل کښی یی زه هم پیدا کړم ویل زر شه چی لژ وخت د کابل پرواز کښی پاتی ما هم په منډو منډو ځان تر بس وراسو نو ځر ورته پورته شوم، نیږدی و چی لویدلی وی خو خیر دی یوسی یو تاجک ورور لاس راکړ
زه هم ورپورته شوم بس چی روان شو نو تاجک ورور چی نوم یی عبدالهادی و راته یی ویل: هغه ډنګر سړی پیژنی چی موږ سره بس کښی دی ما ویل نه ګرانه خو فکر کوم چی په اریانا تلویزون می لیدلی؛ لکه چی کوم وزیر مزیردی. عبدالهادی راته ویل ګرانه دا یو ډیر لوی سړی دی ډاکټر اشرف غنی یی نوم دی ډیر شه انسان دی ما له ځان سره فکر کوو چی لوی خلک خو داسی خړپړ نه وې لکه چی دی مسافر ورور غلط کړی خو خیر زه دی ډنګر سړی ته نیږدی شوم سلام می ورته وکړ ډیر شه روغبړ یی وکړ خو د لاس راکولو سره قریب وو چی بس کې وو غورځیږی ځر می تری لاس تاو کړل ډیره مننه یی وکړه، خو څه به مو سر په دردوم د خدای کړه وو په طیاره کښی زما سیټ A او د ډاکټر صیب B وو یعنی موږ سره یو سیټ کښی وو ،زما خو خوب نه راته خو ډاکټر صیب ډیر ستړی وو د خبرو نه وو خو ما ورته ځان په اړه وو ویل چی زه د بغلان یم نوم می عبدالغیاث دی خو ډاکټر صیب صرف دومره راته وویل چی د مصر قاهره نه دوبی او اوس یی کابل منزل دی خو خیر طیاره روانه شوه دوبی نه کابل ته په ۳:۴۵ بجو. او دقیقو د شپې، ډاکتر صیب لکه ماشوم خوب ځنګولو سر یی اخوا دیخوا کیده ما خپله څنګله ورته لکه بالښت کړ ما ویل سپینږیری دی پریږدا چی ویده شی ماته خو هسی خوب نه راته ۶ کاله بعد هیواد ته روان ووم په فکر کې می د کورنی هر یو غړی داسی ګرځیدل لکه چی له نیږدی راسره وې ،لږ وخت پس د طیاری کارکونکی یوه یوه کمبله راوړه ما ورته کړه زه یی نه غواړم ولی چی ډاکتر صیب زما په څنګله ویده وو ما ورته کړه دا د ډاکتر صیب کمبله په ده واچوه هغه همداسی وکړه ،سحر پر ۷بجی موږ کابل ته وراسیدو ډاکټر صیب سترګی رڼی کړی ماته يی په ډیره مهرابانه وکتل بیا پورته شوو کله چی د طیاری ور خلاص شوو نو اول داکتر صیب بیا یو څو نور مسافر ښکته شول بیا زه هم لکه د نورو مسافرو ښکته کیدو لپاره د طیاری ور ته نیږدی شوم زه پر زینو کښی ووم چی ګورم ډاکټر صیب لاندی خپلو ساتونکو سره ولاړ دی غږ یی وکړ وی ځر شه کنه ما فکر کوو کوم ملګری ته به ولاړ یی خو زما شاته هیڅوک نه وو بیایی غږ کړ چی تا ته ولاړ یم زه هم ډیر په منډه ښکته شوم ځان سره یی کړم بیا د سیاسی مسافرو لار کښی یی راته کړه ځویه ته ډیره بښنه کوه ته به اوس په دا بله لار لاړ شی خو زه به دی انتظار کوم ،کله چی د پاسپورت او امیګریشن نه وزګار شوم نو د خپل بکسی لپاره پټی ته لاړم ګورم چی ډاکټر صیب سره د خپل سیکرتر چی روح الله نومید سره ولاړ دی زما بکس یی د پټی نه بیرون کړی اوس یی خپل بکس کتو چی دا هر څه خلاص شول نو ماته یی کړه خانه ته خو بغلان ته ځی لاره بنده ده ډیره واوره شوی. همدغه وخت برف کوچونه راغلی وو چی له دوه سوه زیات وطنوال مو تری لاندی شوی وول، ویل یی، موږ سره کورته لاړ شه بیا به دی موږ ولیږو ما ویل نه ډاکتر صیب هیڅ ممکنه نه ده چی بله شپه بل ځای وکړم هر څنګه چی یی ځم ځکه د کور او ورونو خویندو او خپلوانو لیدو ته ډیر لیواله ووم ،وویل چی داسی ده نو زه دی هم نه ځنډوم خو په سالنګ دی هم نه پریږدم بیا یی خپل سیکرتر ته کړه هله بچی د مزار تیکټ ورته واخله زه یی همغه وخت د کام ایر الوتکه کښی مزار پر طرف روان کړم خپل د تیلیفون شمیره یی هم راکړه صرف پر دی چی ما ورته خپل څنګل بالښت کړی و، اوس زه برطانیه کشی یم هیڅ اړیکه ورسره نه لرم هغه شمیره یی هم راڅخه ورکه ده خو دا راته معلومه شوه چی د ګران هیواد ریښتونی خدمتګار دی نو زما د ټولو دوستانو څخه هیله ده د دغه نیک او ریښتونی انسان ملاتړ وکړی، که غواړی چی هیواد مو دې له نوری نړی سره په تعلیم او آبادی کې برابر شی نو د دغه سپینږیری ملاتړ مه پریږدی، زما په نظر اوس وخت کښی د ولسمشر ډاکټر صیب غنی نه بل داسی څوک نه شته چی زموږ دا کنډر کنډر هیواد د سیالانو سیال کړې
په مینه ستاسو ورور
عبدالغیاث کاکړ