مور او لور

زما ښه یادیږی پسرلی خلاص وو د مڼو موسم ښه روان وو  پلار جان مو له منډی نه یو څو کیلو مڼی راوړی وې خو زمونږ کورنی ډیره لویه وه ادی می چی په ټولی کورنی مڼی تقسیم کړی آخیر کې مورجانی ته مو هیڅ پاتی نه شوی، زمونږ وړی خورکی سره لاسو کې دوه مڼی وې نو آدی می ورته کړه ګرانی لوری،  مور ته دی یوه مڼه خو ورکړه، خور می ورته برګ برګ کتل کله مڼو ته ګوری کله آدی ته ګوری خو یو دم یی په یوه مڼه خوله ولږوله بیا یی په بله مڼه خوله ولږوله مور مو ورته حیرانه حیرانه کتل، خو خورکې مو بیا مونږ ټول حیران کړو ویل هن مور جانی دا مڼه خوږه ده دا بله لږه تروشه ده.