د ننګرهار ولايتي شورا کې څه روان دي ؟

د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال وايي:
(ددې شورا د رياست ګټلو لپاره پينځو ښځينه وکيلانو ته ټيوډيګانې اخيستل شوي دي)
يادونه: لاندې ليکنه مې له هغې وروسته وکړه، چې کله مې د ننګرهار کليد راډيو څخه د روانو سياسي چارو پروګرام کې د ښاغلي مفتي معين شاه حقاني او حاجي سيد عمر مرکه په ژوندۍ بڼه واورېده.
له ډېر جار و جنجال څخه وروسته د ننګرهار ولايتي شورا ته، چې څومره وكيلان پكار ول، ور ننويستل شول. دا خبره يوازې زه نه كوم، ټول ولس يې كوي، ناكامو كانديدانو خو په دې خبرو خپلې خولې وشكولې. كه د هغوى دغو ادعاوو ته ځينې خلك او كامياب كانديدان دا نوم وركوي، چې هغوى د خپلې ناكامۍ له امله پر كاميابو كانديدانو تورونه لګوي، نو دلته د همدغې پيسو جوړې كړې شورا په پيسو ټاكل شوى مرستيال مفتي معين شاه حقاني (پر حقانيتوب يې شكمن يم) هم دا خبره په وازه خوله كوي چې دې شورا ته يو شمېر نه بلكې پوره اته كسه، نيم پر واسطو راغلي او نيم پر پيسو.
دا خبره يې يوازې ماته په خصوصي ډول په غوږ كې نه ده كړې، بلكې د ننګرهار كليد راډيو سره په مركه كې يې ټولو ننګرهاريانو او افغانانو ته كړې ده.
حقاني (بيا هم خداى خبر) د كليد خبريال ته وويل، چې زه دا منم، چې د ننګرهار ولايتي شورا ته څلور كسه د واسطو له لارې راغلي دي او څلور د پيسو له لارې. كه وګورو د ننګرهار ټوله ولايتي شورا نولس كسه غړي لري، چې پينځه په كې ښځې دي او څوارلس نارينه. د قانون له مخې د ښځو او نارينه وو رايې يو ځاى نه شمېرل كېږي. نو معلومه ده، چې درغلي، پيسې او واسطې يوازې نارينه وو پركار اچولي او ځانونه يې ولايتي شورا ته پرې رسولي دي. كه په څوارلسو كسانو كې د مفتي صاحب؟ په وينا يوازې اته كسه په درغلۍ راغلي وي، نو فكر كوم كه لومړى يې مفتي صاحب نه وي، نو اوم يا اتم خو يې خامخا په خپله حقاني صاحب دى. ځكه حقاني صاحب دى، چې تر دې دمخه د هغو ناكامو كانديدانو په صف كې ولاړ و، چې لاريونونه يې كول او چې كله پوه شو، چې پيسو، واسطو او ... يې كار وكړ، نو خپل هغه ملګري يې پرېښودل او خپله يې د ولايتي شورا په داخل كې نورو معاملو ته لاس واچوه. له نورو معاملو څخه بله مانا وانخلئ، زما موخه ترې دا ده، چې د ولايتي شورا د رياست څوكۍ او د خپلې مرستيالۍ څوكۍ لپاره يې دلالي به ورته نه وايم، خو ماركېټينګ پيل كړ.
دا خبره هم زه له ځانه نه كوم، خپله د مفتى صاحب اعظم له خولې يې كوم، چې د كليد راډيو له لارې يې ټولو ننګرهاريانو ته كړې ده. هغه وويل، چې موږ د مسلميار په كور كې ناست و، چې حاجي نصرت (د ننګرهار د اوسنۍ ولايتي شورا رئيس) په ولايتي شورا كې ټولو ښځينه پينځو واړو غړيو ته د ټيوډو ګانو اخيستل ومنل. مفتي صاحب اعظم وايي، چې حاجي صاحب نصرت دا كار د صله رحمۍ له مخې د كومك په ډول كړى دى او په خبرو خبرو كې يې له حاجي نصرت څخه د دفاع هڅه كوله، چې ګواكې ښه كار يې كړى دى. خو پوښتنه دا ده، چې په دې ټوله شورا كې دا رحم ولې يوازې په همدې ښځينه وو كانديدانو وشو؟ پر دې به هم ښايي مفتي اعظم ښه پوه وي، خو دا چې د كليد خبريال ترې ونه پوښتل، نو هغه هم څه ونه ويل.
پورته مې د مفتي صاحب د ماركېټينګ خبره ځكه وكړه، چې ددې ټيوډوګانو د بيې او كيستونو په اړه هم مفتي اعظم ته ټول معلوماتو شته او په كليد راډيو كې يې دا خبره وكړه، چې د مياشتې به لس زره افغانۍ حاجي نصرت ته ورکوي. زما تر معلوماتو د يوې ټيوډو قيمت د لس او دولس زرو ډالرو په شاوخوا كې دى، خو مفتي اعظم ونه ويل، چې دا قيمت به د ولايتي شورا په څلوركلنه دوره كې محترمې، درنې او قدرمنې ښځينه كانديدانو خلاص كړى شي او كنه؟ نو زه فكر كوم، چې د حاجي نصرت ددغه سخا او ... فتوا هم همدې مفتي صاحب وركړې ده، ځكه له دې پرته په ولايتي شورا كې موږ بل مفتي لرو هم نه.
ما به چې د كمپاين پر مهال ددې ښاغلي مفتي پوسترونه كتل، نو فكر به مې كاوه، چې دې ښاغلي كانديد به د هندوستان له ....... څخه په ديني علومو او په ځانګړې ډول د فتوا وركولو په پوهه كې كوم غټ سند راوړى وي، خو اوس پوه شوم، چې دا ښاغلى په څه ډول فتوا ګانو وركولو كې تجربه لري او څه ډول معاملې يې زده دي؟ زه فكر كوم،چې ددې ښاغلي ټولې پخوانۍ فتواګانې به هم دغسې وي، لكه څرنګه چې حاجي صاحب نصرت د ولايتي شورا يوازې ښځينه وو كانديدانو ته ټيوډي ګانې واخيستې. (نوش جان يې)
دا چې مفتي صاحب پر دې اقرار كوي، چې د رياست لپاره ښځينه وو كانديدانو ته ټيوډيګانې اخيستل شوي دي او بيا هلته دا هم وايي، چې ولايتي شورا ته پوره اته كسه د درغليو له لارې راغلي دي او دا ښاغلى بيا خپله د نوموړو اتو كسانو په رايه د مرستيالۍ څوكۍ هم ورسېده، نو له دې ټولو څخه په ډاګه ښكاري، چې مفتي اعظم او ورسره ملګرى ټيم يې هماغه څوك دي، چې په لكونو ډالر يې د ټاكنو كميسيون ته وركړي دي او يا يې هم د حزب اسلامي مشرانو واسطه كړې ده، چې بالاخره يې پرې ولايتي شورا ته راننويست او د مرستيالۍ تر څوكۍ يې هم ورسوه.
دلته به يوې بلې خبرې ته هم اشاره وكړم، هغه د ښاغلي مفتي بې عقلتوب خو ورته نه شم ويلاى، خو كم عقلتوب به ورته ووايم، ځكه خپله مفتي صاحب په ولايتي شورا كې ناست دى، خپله د ولايتي شورا مرستيال دى، خو بيا هم خپله همدې ولايتي شورا ته د په خپلو خبرو كې د (پيشو) خطاب كوي. كله چې له مفتي صاحب څخه وپوښتل شول، چې ناكام كانديدان وايي، چې ځينو كانديدانو لك لك ډالر د ټاكنو كميسيون ته وركړل او ځانونه يې پرې كامياب كړل، ته په دې كې څه وايي؟ هغه په ځواب كې ورته وويل، چې دا خبره زه منم، داسې شوي دي. خو كله چې ترې وپوښتل شول، چې دا د ولايتي شورا غړي د ولس د خدمت لپاره ولايتي شورا ته راغلي دي او كه بېرته به خپلې پيسې پوره كوي او د ولس پر سر به معاملې كوي؟ نو ښاغلي مفتي يې په ځواب كې وويل، چې (زه هم په دې سوچ كې يم، چې دا پيشو خو په دې پيسو نه ارزېده) دلته يې كه له يوې خوا خپلې هغې شورا ته چې ده هم پرې ډېرې دعوې او دنګلې كړې دي، د پيشو نوم وركړ، نو له بلې خوا يې د حاجي نصرت هغه اقدام هم رد كړ، چې ښځينه وو كانديدانو ته يې د همده پر فتوا ټيوديګانې اخيستي دي. ځكه مخكې يې وويل، چې حاجي نصرت دا كار د صله رحمۍ او مرستې په نيت كړى دى، خو اوس وايي، چې دا پيشو په دې پيسو نه ارزي.
د همدې كليد راډيو په مركه كې چې كله د ناكام كانديد له خوا د تېرې ولايتي شورا پر رئيس ښاغلي فضل هادي مسلميار نيوكې وشوې، نو ده يې دفاع وكړه، چې هغه تېر څلور كلونه د همدې ولايتي شورا رئيس پاتې شوى دى او يو قانوني شخص دى. خو همدې ښاغلي بيا خپلې دې خبرې ته پام نه و كړى، چې له (نړۍ) اونيزې سره يې په مركه كې په تېرې ولايتي شورا پسې كړې وې. مفتي صاحب د نړۍ اونيزې خبريال ته ويلي ول، چې تېره ولايتي شورا له پي ار ټي يانې امريكانو سره ولاړه وه، خو دا ولايتي شورا به هغسې نه وي.
يوه بله د مفتي صاحب تر ټولو كم عقله خبره دا وه، چې د كليد راډيو خبريال ته يې وكړ، چې موږ به كوښښ وكړو، چې دې ناكامو كانديدانو ته په حكومت كې چېرې دندې پيدا كړو، نو دوى به پرې خوشحاله شي. مفتي صاحب وايي، چې له ناكامو كانديدانو څخه به څوك په كومې ولسوالۍ كې ولسوال، څوك به رئيس او څوك به څه او څه مقرر شي، چې په تېرو پارلماني ټاكنو كې هم له ناكامو كانديدانو سره دا كار شوى و. او دا كار د ننګرهار والي كړى و. خو د خپلو خبرو په يو بل ځاى كې يې بيا وويل، چې ما پرون مخامخ د ننګرهار والي ته وويل، چې تا هغه مهال ښه نه و كړي، چې ناكامو كانديدانو ته دې وظيفې وركړې.
مفتي صاحب ددې مركې پر مهال دا يوه خبره ډېر كوله، چې موږ نېكان نېكان ملګري سره يو ځاى شو او دغه كار مو وكړ. د بېلګې په توګه لوړه مو وكړه، ټاكنې مو وكړې او .... خو زه ښاغلي مفتي ته دا ويل غواړم، چې د پورته ټولو خبرو په پام كې نيولو سره تاسې بيا هم ځان ته نېك يا خپلو ملګرو ته نېكان و اياست؟ څومره د شرم خبره ده؟
کله چې يوې ولايتي شورا کاميابېدلو لپاره يو کانديد اړ کېږي، چې په زرګونو ډالر ولګوي، نورو ته يې په رشوت کې ورکړي او د رياست لپاره يې يو کانديد اړ کېږي، چې نور غړي په ټيوډيوګانو ونازوي، نو د مرستيالۍ لپاره رسېدا لپاره به هم څه نا څه کول په کار وي. که څه هم ښاغلى مفتي صاحب وايي، چې زما نېکانو ملګرو زما علميت ته کتلي دي او زه يې دې څوکۍ لپاره غوره کړى يم، خو له پورته بېلګو څخه معلومېږي، چې دا هسې د عوامود غولولو لپاره دي. موږ پر دې هم پوهېږي، چې په ولايتي شورا کې د يو وکيل غټ معاش له پينځه لس زرو افغانيو څخه نه اضافه کېږي، نو کله چې د مفتي صاحب پر شمول يو کانديد دغومره لګښتونو د ولايتي شورا (پيشو) لپاره کوي، نو له دې معلومېږي، چې ددې کاسې شاته بله نيمه کاسه هم شته ده. په دې مانا چې د مفتي صاحب په شمول ددې ولايتي شورا ټول کانديدان خامخا د کوم بهرني هېواد لپاره دلته کار کوي او خامخا خپل مصارف له هماغه هېواد څخه اخلي. خو داسې هم نه ده، په قيمت کې به يې بهرني هېواد ته ددې خوار او مظلوم ولس، څرمنه، غوښه، هډوکي او وينې ورکوي.
نور بيا