بڼګړې


ما خو واېل جانانه
که لېچې تشې د بڼګړېو کړمه
بېا نو ورځه قضا لمونځونه د سهار ګرځوه
ما خو واېل جانانه
که دې ټوپک دورور په سر ونېوه
زه به د لېچو بڼګړې واړه مات کړم
ستا دټوپک د ماشې دېو په خوله به
زما د بڼګړو ښاپېری
د ترنګ فرېاد ژړوې
ما خو واېل جانانه
جومات په بر سر بی ممبره پروت دی
نه ېې امام شته نه خطبه
نه ېې طالب ته کتاب
نه اوس اذان شته نه زما په لېچو
شړنګ د بڼکړو
اوس نو ورځه جانانه
قضا لمونځونه د سهار ګرځوه
ما خو واېل
که لېچې تشې د بڼګړېو کړمه
ما خو واېل جانانه