دحقمل دجعلي - فرمايشي سند په ځواب کې

جاويدپښتون
په کابل کي ددوشنبې دورځې دطالبانودحيرانونکوبريدونوپه اړه مې په بېلابیلورسنیوکې ډول ډول تبصرې اومقالې ولوستلې چې زیاترویې دکابل چارواکي پړه بللي وو چې، څنګه يې ددومره امنیتي تدابیرواوګام پرګام تلاشیوسره سره دکابل په زړه کې دطالبانودعملیاتومخه ونسوای نیولای اوورسره می دعبدالولی حقمل طالبان دپاکستان دآی ایس ای په خدمت کې (سند)ترعنوان لاندې لیکنه هم ولوستله .
حقمل لیکي چې
دمخه مو هم په دې اړه چې طالبان دپاکستان امریکا او سیمې داستخباراتي سازمانونو له لارې رامنځته شوي او داسلام له سپیڅلي نوم څخه په استفادې سره زموږ بې ګنا ه خلک وژني او په تیره بیا پښتنو ته يې تاوان رسیږي، ډیرې لیکنې کړې.خو یا غولیدلو طالبانو یا دهغوی پلویانو چې ددوی اصلي څیره ورته څرګنده نه ده زموږ په ځواب کې دهغوی دجهاد او اسلامیت خبرې کړې وې .خو له موږ سره داسې ډیر اسناد شته چې طالبان له پردیو سره تړي.او د طالبانو په وسیله دنړی سترملت پښتون تباه کوي، دوی ته دنده سپارل سوې چې یوازې دپښتنو په سیمه کې سر رااوچت کړي یوازې پښتون ددولت کارکوونکی له وظيفې منع کړي چې میدان نورو قومونو ته خوشی شي،یوازې پښتون دطالبانو له خپلو اصلي بادارانو امریکا او انګریز سره دارتباط او جاسوسي په تور حلال کړي یوازې یوازې .... یوازې پښتون. او یوازې دپښتون وطن یعنې افغانستان دترقي له کاروان څخه وروسته پاتې کړي.
حقمل مني چې مخکې يې هم ورته لیکنې (تورونه اوسندونه )وړاندې کړي دي رښتیاوايې کټ مټ تورونه اوشعارونه موپه وارو- وارولوستلي دي صرف دلیکوال دنوم په ادلون بدلون سره اوپه هغو ټولوکې يې هم همداتورونه اواټکلونه تکرارسوي وو .
پام مووي چې حقمل په پورته پاراګراف کې څه ډول ضدونقض څرګندونې کتاراوتکرارکړي دي له یوې خواادعاکوي چې طالبانوته دامریکایانواوانګرېزانوله لوري دنده سپارل سوې ده چې، پښتون تباه کړي اوويې وژني اوله بلي خوابیاهمدې امریکایانواوانګرېزانوته جاسوسي کول اوله نطفې يې په پیداسوي رژیم کې کارکول دافغانستان ابادي اوپرمختګ ګڼي . ښايې دهیڅ یوسالم عقل څښتن هم داونه مني چې د سي آی اې تنخواخواره او دهغوي پرطیارواوټانګونو سپاره افغانستان ته راغلي اوبیادکابل پرپلازنصب سوي دي دملت خادمان اواستازي وي اوددوی او راوستونکواشغالګروپرضدمقاومت کونکي دي دهمدې یرغلګرولخواګمارل سوي غلامان وي . په داسې حال کې چې نړیوال اوافغانان هره ورځ دنیواکګرواوطالبانوترمنځ په جنګ جګړوکې دیوې اویابلې غاړې دلسهاوو تنو دمرګ ژوبلې شاهدي ورکوي اوددې تورمنلوته خوښايي یوماشوم عقل هم تسلیم نه سي چې یرغلګران دې په لوي لاس پخپلوپیسواووسلو دطالبانوله لوري خپل ځانونه اومالونه داورخوارک کړي اوکه فرضاهمداسې وګڼل سي نوددې نه به بل سترحماقت اولوي جنایت چیرې وي چې ،اشغالګران اوطالبان دحقمل په اصطلاح دخپل ګډهدف په اساس افغانستان دپرمختګ له کاروان څخه راګرځوي (بېله شکه چې یرغلګران اومزدوران يې همداسې هم کوي ) اودپښتون په نوم دې په کابل کې ناست چارواکي اودرباري همدادپښتنووژنکي یرغلګران خپل دوستان اودافغانستان دبیارغونې ټېکه داران بولي اوبرعکس طالبان بیادافغانستان دښمنان اوورانونکي .ځکه که دحقمل ادعاواقعیت وي نوبیاخولومړی درجه خاینان اوجنایتکاران همداپه اصطلاح دولتي چارواکي دي چې دیرغلګرانو او طالبانو د پښتون وژنې ګډې هڅې يې پخپل وجودسره دملت څخه پټې کړي دي ایاښاغلی حقمل بهتره به نه يې چې چارواکي همدااوس دملت څخه داشغالګرواوطالبانودپښتون وژني دشریکوپلانونودپټولوپه خاطربخښنه وغواړي اوسردننه ددولت په نوم موجوده امریکايې پروسه منحل اوپه خپلوکورونوکې کښېني ترڅوپه دولت کې دکارکولوپه جرم پښتون وژنې ته دپای ټکی کېږدي ؟!.
اونه هم د طالبانو راپورته کیدل او دمقاومت زور په پښتون مېشتوسیموکي کومه حیرانونکې خبره ده په تاریخ کي هم تل له همدې سیمې څخه دنیواکګرو پرضد غورځنګونه راپورته سو ي دي .حقمل صاب که تاسې هم لږتاریخ مطالعه کړئ ! نووبه وینئ چې دچنګېز،ګورګین اوانګرېزپرضدهم همداپښتانه لومړی رااوچت سوي دي اودروسانوپه وړاندې خوتاسې خپله وایاست چې پلاردې شهیدسوی اووروردې معیوب سوی دی .نوبیالطفادهمدې معیوب ورورڅخه دې وپوښته چې تاسې ولې دروسانوپرضدجګړه په شمال اونوروغیرپښتون میشتوسیموکې نه کوله چې ، په روسانوموپه پرله پسې توګه دپښتنوسیمې بمبارکړې اوپه ملیونونوپښتانه موشهیدان ،ټپیان اودخپلو کورونو پرېښوولو ته مجبورکړل .
حقمل دقلم پرعفت په تېري سربېره طالبانوته دغیراخلاقي ټکودکارولواوتورونوپوری کولو وروسته په اردو ژبه څوګډې وډې کرښې چې دی ورته سندواېې وړاندې کړي دي او د افغانستان داسلامي امارت دلیکلوترڅنګ يې یوه ټاپه پرلګولې ده چی امارت پکښې لیکلی دي اوادعاکوي چې دادطالبانولخوادهلمند دوالی ملاعبدالرحیم لیک دی کوم پاکستاني کرنل ته يې چې دنوشکي اوډالبندین پرلارددوی دووموټرانوته اجازه ورکړی چې افغانستان ته راداخل سي .حقمل پخپل لیک په اصطلاح سند!! کې دافغانستان داسلامي امارت په لیکلواوپه همدې نوم دټاپې په لګولوداسې فکرکوې چې دانواوس ګواکي یوکره لاسوندسو داسنادو دکروالي معیاردنوم لیکل اوټاپې لګول وي نوبیاخودهرفرداوتنظیم دهرې پیښې په اړه سندونه !! ډېرژرچمتوکیدلای سي ؛ ځکه چې په یوه اوبل نوم دپاڼو چاپول او دټاپوجوړول نه کوم بهرني هیوادته سفرغواړي اونه هم ډېرې پیسې بلکې دکابل دپلخشتي جومات ومخته په سل دوه سوه افغانۍ هرډول ټاپې جوړیږي خوښه دې ده اسلامي امارت پکښي لیکې که اسلامي جمهوریت او..... کنه نوښاغلی حقمل داډول لیک په اصطلاح سند خوستاسی په هکله هم چمتوکیدلای سي چې په ولایاتوکې دسي آی اې دکوم دفتردنوم اوټاپې په تایدبه دبالابلوک ،چهاردرې ،هسکې مینې ،کونړ، نورستان ، هلمند،کندهار،هرات او... سیموکې دیرغلګرولخواپه بمباریوکې دملکي مرګ ژوبلې دمرستې مننه درڅخه سوې وي اویولک ډالربه هم درته دانعام په توګه رسیدلي وي .
حقمل صاب افغان ولس دومره ساده هم نه دی لکه تاسې چې يې اټکل کوئ چې دسي آي اې اوملي امنیت دکوم مامورلخوادي دماشومانوغوندي څوجعلي اوفرمایشي کرښي دیوسندپه توګه ومني هغه هم دیوداسي چاپه اړه چې شپه اوورځ دهمدې ولس په غیږکي اوسیږي اودهمدې ولس په مرسته اوملاتړدنیواکګرواودهغوی دمزدورانوپه وړاندي جنګیږي درانه ځاني اومالي تلفات وراړوي اوخپله هم په همدې سپېڅلې مبارزه کي نیول کیږي ،ژوبل کیږي ،په شهادت رسو ل کیږي اوآن کورنۍ اوکلی يې متأسفانه دپښتوویونکوجاسوسانولخواپه نښه اوبیاداشغالګروله لوري په ډېري بې رحمۍ سره بمباریږي چې په ترڅ کي يې په سلهاووملکي هیوادوال ښځي اوماشومان شهیدانیږي اوژوبل کیږي چې په اړه يې بیا اشغالګران هم دملکي خلګودوژلوڅخه وروسته اعتراف کوي چې دافغاني جاسوسانودغلطو معلوماتو پربنسټ يې سیمه تراورلاندي نیولې وه .اوس نوکه مجاهدین کوم جاسوس دوسایلواوشواهدوسره ټینګ کړي اوخپل پرجرم اقرارهم وکړي نووژل يې رواڅه چې دملي – اسلامي منافعودساتني په موخه دثواب اوپه راتلونکي کي دیوې ډاډمني فضاسبب ګرځي .
حقمل پرطالبانوپورته یادسوي تورونه په داسي وخت کي لګوي چې په نړیوالواوکورنیورسنیوکي دکابل په زړه کي دطالبانودکامیابووروستیوبریدونوله امله دکابل پر حکومت پراخي نیوکي کیږي چې په اصطلاح ملي امنیت ،ملي اردواوپولیس ولي دکابل په همدې حساسه اوزغونه سیمه کي دطالبانودعملیاتوپه مخنیوي کي پاته راغلل ! ترڅودکابل دمنفوررژیم اونړیوالي ټروریستي ټلوالي دناکامۍ اوناوسۍ څخه دخلګوپام پرطالبانودتورونولګولواوجعلي سندونودچمتوکولوپرخواواړوي . لنډه دا چې افغان ولس هیڅکله هم په خپله خاوره کي یرغلګران هغه که دبیارغوني اویابل هرنوم سره وي نه دي منلي ،بلکې تل يې په وړاندي داسي مقابله کړې ده چې هم يې خپل هیواددپردوله ولکې ژغورلی دی اوهم يې نړیوال دوخت دښکېلاکګروله پنجوراخلاص کړي دي . اوس په یویشتمه پېړۍ کي هم یوځل بیاد ځواکمن څښتن په نصرت اودافغان ولس دقربانیوپه برکت هغه وخت رارسیدلی دی چې افغان میړنی ملت دنړي خورصلیبي امپریالیستي ښاماردمرګ جایزه وګټي ؛ولي په تأسف سره چې یوشمېرپښتولیکونکي – ویونکي خو پښتون دښمنان دپردوپه لمسون نه غواړي چې پښتانه دیوخپلواک ،مترقي اواسلامی هیواد (افغانستان )څښتنان واوسي اوپه یوه اوبله بهانه کوښښ کوي چی دافغان ولس روانه ملي مبارزه داغمنه اوپردیوته يې منسوب کړي ترڅودښکېلاک په پایښت کي دوی
خپلې شخصي ګتي وساتی .