اقتصاد پېژندنه/ (۷ مه برخه)

د اقتصاد د علم لمن(ساحه)
Scope of Economics
د يو علم له لمن يا پراختيا څخه موخه دا ده چې دا علم په خپله لمن کې کوم مضامين رانغاړي په دغه علم کې کوم مسايل دخيل دي، له کومه ځايه پيل کېږي او په کوم ځای پای ته رسېږي. د اقتصاد د علم په لمن کې موږ د اقتصاد د علم حدود ټاکو او دا پرېکړه کوو چې په اقتصاد کې کوم مسايل تر مطالعې لاندې نيول کېږي او کوم نه نيول کېږي؟ د اقتصاد علم د لمن ټاکلو لپاره بايد موږ لاندې څلورو پوښتنو ته ځواب ووايو:

  • د اقتصاد د علم موضوع(Subject of Economics): د اقتصاد د علم له موضوع څخه موخه دا ده چې په دې علم کې کوم مسايل څېړل کېږي، هر علم ځانته موضوع لري او په هغې څېړنه ترسره کوي، د ساري په ډول: د بيولوژي علم موضوع د ژونديو موجوداتو څېړل دي، همداسې د اقتصاد علم هغه کړنې تر څېړنې لاندې نيسي چې په مرسته یې انسان د محدوده وسایلو په مرسته خپلې اړتیاوې او غوښتنې د امکان تر حده پوره کوي. ، په نړۍ کې انسان په يوه نه يو کار بوخت دی، څوک هټيوالي کوي، څوک ترکاڼي کوي او څوک روغتيا پالي ... چې انسان دغه ټولې کړنې د شتمنۍ د لاسته راوړلو لپاره ترسره کوي ځکه چې د شتمنۍ په وسيله انسان خپلې غوښتنې پوره کولای شي.
  • د انسان مطالعه د وګړي يا د ټولنې په توګه : اقتصاد د يو ځانګړي شخص ژوند تر مطالعې لاندې نه نيسي چې هغه څنګه په خپلو محدودو وسايلو نامحدودې غوښتنې د امکان تر حده پوره کوي، بلکې په يوه ټولنه کې د ټولو اوسېدونکو اقتصادي مسايل تر څېړنې لاندې نيسي او ګوري چې يو قوم څنګه خپلې اړتياوې په نامحدوده وسايلو پوره کوي؟ له کومو طريقو کار اخلي؟ که د اقتصاد علم د يو وګړي ژوند تر مطالعې لاندې ونيسي، نو بيا د اقتصادي قوانينو جوړول ستونزمن کېږي، د بېلګې په توګه: که يو سوداګر د يو توکي قېمت د ټيټوالي سره سره بيا هم دا توکی بازار ته عرضه کوي، نو موږ بيا د اقتصاد د علم قوانين نه شو عملي کولی (په بحراني او استثنايي حالتونو کې کیدای شي چې دا عمل صورت ونیسي).
  • اقتصاد علم دی که هنر؟: له دې وړاندې چې موږ دا پرېکړه وکړو چې اقتصاد علم دی او که هنر، موږ بايد د علم او هنر ترمنځ په توپير وپوهېږو.
  • علم: د يو شي پېژندلو ته علم وايي، پوهانو علم داسې تعريف کړی: هغه مالومات چې په حقيقت ولاړ وي او په طبيعيت کې شتون ولري، علم بلل کېږي. د بیلګې په ډول: که اوبه په علمي لحاظ وڅېړو، نو معلومه به شي چې اوبه له دوه برخو (هايدروجن) او (اکسيجن) څخه جوړې شوې دي چې دا يو حقيقت دی او په هر ځای کې دا ثابتېږي، که د نړۍ په هر کونج کې پرې عمليه تر سره شي همدا يوه پايله لري.
    هنر: د علم په وسيله د حقايقو عملي کولو ته هنر وايي. د ساري په ډول: د طب په کتابونو کې چې کوم شی ليکل شوی وي علم دی، خو کله چې ډاکتر دغه علم په عمل کې ترسره کوي او د يو چا درملنه کوي هنر دی، همدارنګه (جی ايم کينز) د هنر په اړه وايي: هنر د ټاکل شوې موخې د ترلاسه کولو لپاره د اصولو او تدابيرو عملي کولو ته وايي.
     اوس راځو دې ته چې اقتصاد علم دی او که هنر؟ لومړی غواړو په دې برخه بحث وکړو چې ايا اقتصاد علم دی؟
    ايا اقتصاد علم دی؟:  د لاندې حقايقو په وسيله موږ کولی شو چې ووايو اقتصاد علم دی:
    • د اقتصاد د علم اړيکه له انسان سره ده چې د طبيعت يوه برخه ده، په اقتصاد کې موږ د انسان هغه کړنې تر څېړني لاندې نيسو چې د انسان نامحدوده غوښتنې د محدودو وسايلو د پوره کولو لپاره ترسره کوي.
    • د انسانانو د کړنو د مطالعې لپاره اړتيا ده چې حقايق راټول، ترتيب او د انسانانو ټولې کړنې (شتمنۍ لګښت، شتمنۍ وېش، شتمنۍ پيدايښت، شتمنۍ تبادله) د ځانګړو اصولو په وسيله تر سره کېږي.
    • په اقتصاد کې موږ حالات او واقعات ناپېيـلي څېړو.
    • د اقتصاد په اړه چې کوم قوانين جوړېږي، هغه ټول حقايق روښانوي د ساري په ډول: د شتمنۍ د لاسته راوړلو قوانين، د شتمنۍ د وېش قانون او داسې نور.
    ايا اقتصاد هنر دی؟: کله چې موږ د اقتصاد د علم په مرسته د حالاتو او واقعاتو ناپېيـلي مطالعه کوو او د اقتصادي ستونزو لاملونه مالوموو او کله چې د دغو ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه اخیستل کیږي. بيا نو اقتصاد د علم تر څنګ هنر هم دی.
    له پورتنيو څرګندونو څخه رامالومېږي، چې اقتصاد هم علم دی او هم هنر.
  • د اقتصاد علم اړيکه له نورو ټولنيزو علومو سره: له ټولنيزو علومو څخه موخه هغه علوم دي چې د انسان ټولنيز ژوند مطالعه کوي.
  • د ساري په توګه: سياسي علوم، تاريخ، اخلاق او داسې نور.
    اقتصاد او سياست: اقتصاد او سياست يو له بل سره ډېرې پخوانۍ او نه شلېدونکي اړيکې لري. د سياست علم داسې قوانين جوړوي چې، د هېواد د نظام په چلولو کې مرسته کوي، لېکن اقتصاد د انسانانو کړنې د اقتصاد له نظره څېړي. د يو هېواد اقتصادي کړنې د هېواد په سياست ډېره اغېزه لري، که په يو هېواد کې امن وي، سکون وي، سياسي پايښت وي، نو د هېواد وګړي کار کوي، کاروبار تر سره کوي ورسره په هېواد کې توليدات ډېرېږي، د خلکو د ژوند کچه لوړېږي او هېواد ورسره د اقتصادي پرمختګ په لور ځي.
    لکه څرنګه چې سياست د يو هېواد په اقتصاد اغېزه کوي، همداسې اقتصاد هم د يو هېواد په سياست اغېزه کوي، د حکومت طرز د يو هېواد په اقتصادي حالت پورې تړلی وي، کله چې يو هېواد سياسي قوانين جوړوي، نو په هېواد کې د پانګونې، بيکارۍ، کرنيز، صنعتي او نور اقتصادي مسايل په پام کې نيول کېږي، د يو هېواد اقتصادي پرمختګ لپاره سياسي اقدامات ترسره کېږي، نو له دې کبله اقتصاد او سياست سره ډېرې نږدې اړيکې لري.
    • اقتصاد او اخلاق: په اقتصاد کې د انسان هغه کړنې شاملې دي چې انسان څنګه شتمني لاسته راوړي، خپلې نامحدوده غوښتنې څنګه پوره کړي؟ له ناقانونه لارو لاسته راغلې شتمنۍ په اقتصاد کې نه راځي. له پورتنيو څرګندونو څخه رامالومېږي چې اقتصاد او اخلاق په خپلو کې مهمه اړيکه لري.
    • اقتصاد او تاريخ : اقتصاد او تاريخ هم ډېرې لرغونې اړيکې لري، يو اقتصاد پوه د تاريخ تر مطالعې وروسته دا معلومولی شي چې په تېرو وختونو کې د اقتصادي ناورينونو، د پيسو پړسوب، بې کارۍ او د نورو اقتصادي ستونزو د رامنځته کېدو لاملونه څه وو. همداسې د تاريخ مطالعه يو اقتصاد پوه ته د ډېرو نورو مسايلو په اړه معلومات ورکوي، څو په راتلونکي کې ښه پرېکړه وکړي.
    اقتصاد له سياست، تاريخ او اخلاقو څخه علاوه له نوروعلومو سره هم اړيکي لري.
    د اقتصاد عمل تګلاره: اقتصاد علم اړیکه د انسان له چلند سره ده، البته د اقتصادي کړنو په پام کې نیولو سره تګلارې څخه موخه د جذب لار ده چې دوه لارې شتون لري، لومړی هغه لار چې موضوع څېړې خو قضاوت نه کوي چې پایله ښه ده او که بده يوازې دا وايي چې څه شی دی او څنګه ترسره کېږي؟
    د ساري په توګه: یو مصرفوونکی ډېر سګريت اخلي او قیمت یې څومره دی او دویمه لار د موضوع تر څېړلو وروسته قضاوت هم کوي چې ښه ده او که بده؟
    د ساري په توګه: مصرفوونکی باید سګریټ وانخلي، ځکه د روغتیا لپاره مضر دي چې دې لار یا میتود ته د پالیسۍ اقتصاد هم وايي.
    اقتصادي تیوري: د مفروضاتو او قضیو هغه سیټ دی چې د دواړو ترمنځ اړیکه داسې څېړي چې لامل او اغېز یې يو پر بل معلوم شي. چې دا اړیکه ځینې وخت د منطق له لارې پایلې ته رسېږي او ځینې وخت د معلومات له لارې پایلې ته رسېږي.