په افغانستان کې د سيمه ییزو هېوادونو تبلیغاتي جګړه

 
له هر څه تر مخکې غواړم تاسې درنو لوستونکو او مینوالو ته لومړی د جګړې تعریف او بیا د تبلیغاتي جګړې په هکله معلومات وړاندې کړم.
جګړه د پېښو یوه شومه پدیده ده چې هر روغ انسان له دې ناوړه پدیدې څخه کرکه لري، له جګړې په پېښېدو سره کور، کلی، ښار او هېواد ویجاړېږي، پرمختګ په ټپه درېږي، خلک اندېښمن او لالهانده کېږي، بشري ځواک او د ټولنو وګړي له هر راز پرمختګ او مثبتو چارو څخه بېرته پاتې کېږي، خو سوله یوه خوږه او د جګړې مترادفه کلمه ده.
جګړه کېدای شي د دوو تنو، دوو کورنیو، دوو کلیو، دوو قومونو، دوو یا څو هېوادونو او یا دوو قطبونو تر منځ پېښه شي، خو بېلابېل عوامل موجود وي چې د دې کړغېړنې پدیدې رامنځته کېدو لامل ګرځي.
دلته غواړم په لنډو ټکو کې دې ته اشاره وکړم چې د جګړې د پېښېدو اصلي عوامل کوم دي؟ کله چې د بېلابېلو دلایلو له امله اړیکې خرابې شي، هغه که ټکنالوجيکي، فزیکي، ټولنیزې یا معنوې وي او یا پر یو کس یا یوه هېواد له مقابل لوري څخه یرغل وشي یا په بل عبارت حقوق یې تر پښو لاندې شي، هغه مهال به نوموړی کس یا هېواد دې ته مجبوره کېږي چې د دوی پر وړاندې جګړې ته لاس پورې کړي.
جګړه ګنشمېر ډولونه لري چې په لاندې توګه دي:

  • د دوو پوځي ډلو یا ټولنو تر منځ مخامخ سړه جګړه.
  • بیولوژيکي جګړه؛ د میرڅي له لوري د ناروغیو، بکټریاوو او ویروسونو خپرول.
  • کیمیاوي جګړه؛ یعنې د کیمیاوي او زهرجنو موادو کارول چې ښه بېلګه یې په لومړۍ نړیواله جګړه کې دا ډول مواد وکارول شول او پایله یې هم له یو میلیون څخه ډېر کسان د زرهاوو ملکي وګړو په ګډون مرګ ژوبله وه.
  • کورنۍ جګړه؛ ډېری مهال دا ډول جګړه په یو هېواد کې د داخلي مخالفو ګوندونو، پوځي ځواکونو او یا سترو سیاسي ډلو تر منځ پېښېږي، له بده مرغه اویایمه لسیزه یا له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ ز کاله پورې چې کله په افغانستان کې د کورنیو جګړه مارو ډلو تر منځ د واک پر سر جګړه وشوه. هغه هېوادونه چې اوس په دې جګړه کې ښکېل دي یا پرې تپل شوې عبارت دي له: افغانستان، یمن، لیبیا، عراق، سوېلي سوډان، مرکزي افریقا، سوریه، د پاکستان شمال غرب، کوردان او ترکان، سومالیا او داسې نور...
  • سایبري جګړه؛ په دې جګړه کې ډېری وخت ولسونه، دولتونه او یا نړیوال سازمانونه ښکېل وي او هڅه کوي چې د مخالف هېواد پر معلوماتي سیستمونو برید وکړي.
  • اټومي جګړه؛ په دې ډول جګړه کې هستوي وسلو کارولو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
جګړه نور ډولونه هم لري خو دلته به د دې لپاره چې لیکنه د لوستونکو لپاره اوږده نه شي، غواړم د تبلیغاتي جګړې په هکله څه ولیکم.
تبلیغات په جګړه کې تر ټولو پیاوړې وسله ده، کله چې یو هېواد وغواړي د خپل دښمن پر وړاندې کرکه او انزجار رامنځته کړي نو له دې ډول جګړې کار اخلي، هغه ممکن له کورني او یا بهرني اړخه وي خو خپل د مخالف هېواد سرتېرو او عامه وګړو ذهنیتونه ګډوډوي او هغوی ته غلط انځور باسي. کېدای شي په دې کې مذهبي، ژبنیز او سمتي مسایلو ته لمن وهل هم شامل وي لکه څنګه چې په دویمه نړیواله جګړه کې په ویتنام کې له دغه چلنده کار واخیستل شو او نن سبا په افغانستان کې د سیمې هېوادونو هم دا تګلاره په مخ کې نیولې ده.
همدا راز هغه معلومات، افکار او ځانګړې غوښتنې چې د یوې ټولنې د خلکو د عامه ذهنیتونو، احساساتو او کردارو خپلولو لپاره کارېږي دا هم د تبلیغاتي جګړې برخه ده. د استخباراتي اجیرانو ځای پر ځای کول، د یوې ډلې یا سازمان ګومارل، د مدني یا فرهنګي ټولنو جوړول، له ځینو رسنیو ملاتړ هغه موارد دي چې یو هېواد کولای شي خپل تربګنت د دې وسایلو په کارولو له خپل سیال سره پر مخ بوځي.
له بلې خوا کله چې خلکو ته د سمو معلوماتو پر ځای ناسم معلومات وړاندې شي او د ولس ذهن د ناسمو معلوماتو منلو لپاره مجبوره شي پر ناسمو معلوماتو باور وشي دا په خپله د یوه هېواد د وګړو تر منځ شک پیدا کوي چې دا د تبلیغاتي جګړې یوه برخه ده.
د یادونې وړ یې بولم؛ هغه هېوادونه چې زموږ په هېواد کې له کلونو کلونو د خپلو شخصي لنډمهاله او اوږدمهاله ګټو لپاره په پوځي جګړه بوخت دي او زموږ د هر راز پرمختګ مخنیوی کوي خو له بلې خوا زموږ په ګاونډ کې پراته هېوادونه ایران او پاکستان تل هڅه کوي چې خپلو شومو موخو پلي کولو لپاره کله د افغانستان په کورنیو مسایلو کې په مستقيمه او یا غیر مستقیمه توګه لاسوهنه کوي او یا د اجیرو ډلو ټپلو په واسطه تبلیغاتي جګړه پر مخ بیايي.
زما په شان ډېری افغان ځوانانو او هېوادوالو به دا مسئله درک کړي وي خو نه پوهېږم چې دوی ولې پټه خوله ناست دي؟ ولې خپل دیني او وجداني رسالت نه ادا کوي؟ د یوه افغان ځوان په توګه ویاړم چې د دښمن پر پټ راز پوه شوی یم او غواړم ولس ته په ډاګه ووایم چې ذهنونو ته مو پام نیسئ، دښمن ډېر سخت پلانونه په مخ کې لري او تل هڅه کوي چې زموږ د ولس عامه ذهنیتونه پر ناوړه افکارو ککړ کړي.
په پای کې له ښاغلي ولسمشر صاحب څخه د یوه افغان په توګه په خورا درنښت هیله کوم؛ هغه رسنۍ، کړۍ، ډلې او ټپلې چې د بهرنیو هېوادونو د ګټو لپاره کار کوي په هره بیه چې کېږي، د هغوی مخه دې ونیسي، هغوی زموږ د ولس دښمنان دي، هر راز پرمختګ چې زموږ په هېواد کې ترسره کېږي دوی یې خلکو ته په غلطه رسوي. زموږ د ملي امنیتي ځواکونه پر وړاندې ناسم تبلیغات پر مخ بیايي چې دا په خپله زموږ د ځواکونو پر روحیه منفي اغېزه کوي.