
ټولوته به ښه معلومه وي چي طالبانو خپل مشرملاعمراخوندته داميرالمومؤمنين لقب ورکړی دی،اوهغوی ملامحمدعمراخوندواجب الاطاعة بولي يعني دټولي نړۍ پرمسلمانانو دده خبره منل فرض ده ځکه دوی يې داسې نه بولي چې يواز ی دطالبانودګوندمشردی بلکه دټولي نړۍ دمسلمانانومشردی اوس نوسوال دادی چې آياملامحمدعمررښتياهم دټولو مسلمانانو مشردی که داهسې خبره ده؟دايوسوال دی که موږدالله دين ته رجوع وکړوقرآن اوسنت ته نوموږ د دې خبري ځواب پيداکولی شو.
په اسلام کي داميرلپاره تقريبادولس ديارلس شرايط دي نوبياڅوک دمسلمانانواميرکيدلی شي په هغوشرايطوکې ئې ترټولومهم شرط علم اودجسم روغ والی دی په قرآن کريم کې چې کله الله پاک داواقعه ذکرکړې ده چې بني اسرائيلودامطالبه له خپل نبي څخه وکړه چې موږته يومشروټاکه چې موږدهغه په مشرۍ کې جهاد وکړو نو الله پاک ورته طالوت مشروټاکئ.
بني اسرائيلودخپل عادت سره سم دااعتراض وکړوچې ترطالوت موږ د دې وړيوچې دمشرۍ په ګدۍ کښېنوځکه زموږمالونه زيات دي اوطالوت مال نلري.
الله پاک ورته په ځواب کې وفرمايل چې الله مشري هغه چاته ورکوي چې الله ئې وغواړي دمشرۍ اصل لامل مال ندی بلکه علم اودجسم روغ والی دی وزاده بسطة في العلم والجسم (البقرة)الله پاک طالوت ته دعلم پراخي اوډېروالی ورکړی دی اوجسم ئې هم روغ،صحيح اومضبوط ورکړی دی. اوداشرائط په طالوت کې شته اوپه تاسوکې نشته .
نولدې آيتونوڅخه په څرګندډول معلوميږي چې دمشرلپاره دا لوی اواساسي شرط دی چې څوک مشرټاکل کيږي نوهغه به خامخاعلم لري که علم څوک ونلري نوهغه مشري نشي کولی اونه دمشرئ جوګه دی .
که تاسود فقهي کتابونوته مراجعه وکړئ نوداسي کتاب به پيدانکړئ چې هغه دي ديوه بې علمه سړي مشري روا بولي بلکه ټولوداشرط لګولی دی چې مشراميربايدعالم وي .
اوس به راشودې ته چې ايامحترم ملاصاحب علم لري نوداخبره هرچاته معلومه ده چې ملاعمر صاحب يوساده اوبې علمه سړی دی هغه که څه هم اخلاص مندمعلوميږي خونه ديني علم لري اونه سياسي پوهه دده دسادګئ له امله طالبانوته سترسترتاوانونه ورسيدل،دجنرال مالک سره اتحاداوپه زرګونوطالبان دمرګ کومي ته غورزول،دټولومجاهدينوسره جګړه کول اودجنرال مالک په څېرديوه لوی کمونست سره ائتلاف کول دادده دسياسي بصيرت دنه درلودوپه نتيجه کې رامنځته شول .
ددوست اودښمن صحيح تفکيک نشي کولی لدې امله ئې له ټولومجاهدينوسره جګړه وکړه اودافغانستان جګړه اوږده شوه چې په پای کې صليبي اشغالګروته ديرغل لار هواره شوه که ده په هغه وخت کې دمذاکراتوڅخه هم کاراخيستی وای اويوازي دافکرئې نوی خپل کړی چې خامخابه زه مشريم ،څوک چې زمامشري نه مني له هغه سره جهاداعلانوونو دافغانستان حالات به انشاءالله اوس داسي نه وای.
اوس زه غواړم چې دملامحمدعمرمجاهدهغه وينا دلته ذکرکړم چې په افغانستان دامريکا ديرغل په وخت کې ئې کړې وه دهغې وينامتن داسي دی :
(( داخوداسې نظام ندی چې بس ملاصاب به ولاړسي روم ته ظاهرشاه به راسي بس دعسکرئ
نظام دی سکوت به وکي عسکرچاته تسليم سي وظاهرشاه ته داّخومنظم ګروپونه منظمي جبهي مجهزي جبهي دي داداميدان دادادامرکزاواداره اوپايتخت يې ستاپه لاس کې
خو دا خلګ به مازي داوطنوته سي داغروته به سي چې هم ډېرفشارراسي هم ډيره بده ورځ جوړه سي هم دانظام ګډوډسي نوبيابه ستاڅال وي نوته څه رکم حکومت کوې څوک دي عسکردئ که دي امريکايې عسکردی خوروسان هم دکمونيستيانوعسکروه څه سوله؟ که دي امريکايې عسکرنيي نوستاعسکربه دڅه وي ته څنګه ګوزاره کیې ډېره سايه وکه ډېرفکروکه ځانونه مه بربادووئ ځانونه مه غرقووئ دادمسلمانانوملک دئ مسلمانان پکښي ډېردي دخدای ددين خاوندان پکښي ډېردي ، داپه ټوله عمرباندي ستاود بل په فکر او عقل باندي والله که دادافغانستان موضوع برابره کئ دخدای پکښي خاص نظردئ دمسلمانانوځاله ده ځانونه مه غرقووئ اوغرق به هم سئ انشاءالله)). دادملامحمدعمرمجاهددهغه وخت ويناده چې کله امريکايانوديرغل لپاره تياری کوی .
که څوک دې ويناته متوجه شې نوپه يقين سره ويلی شي چې داسي ساده زړی سړی قطعاديوه هيوادچارې نشي پرمخ بېولی اونه ديوې ډلي مشري کولی شي،خومتاسفانه چې داسي خلک هم شته چې هغوی ملاصاحب محترم دټولي دُنيادمسلمانانومشربولي اودهغه تابعداري دټولي نړۍ پرمسلمانانوفرض بولي،زه بياهغه خبره کوم چې يوازي ښه سړيتوب دمشرئ لپاره کفايت نکوي .
زماټولوافغانانوته داوړانديزدی چې په داسي چاپسي روان شئ چې هغه رښتياهم دمشرۍ جوګه وي اودمشرۍ صفات ولري .
دافغانان ولس دسرلوړئ اوپه هيواد کې داسلامي نظام دقائميدوپه هيله
والسلام