
مشهوری افغان انټرنیټی رسنۍ لکه ټول افغان، تاند، بینوا، لراوبر، میړنی، روهي، چې لوستونکي يې روزمره زياتږی د بي بی سي او امريکا پښتوانټرنیټی رسنیو ته شکست ورکړ. دا نوی رسنۍ د نړۍ په ګوډ ګوډ کی د پښتنو ځوانو او زوړو په زړونو کی خاص ځای پیداکړی.
بی بی سی یا امريکا غږ پښتو رسنۍ پښتو یا د پښتنو د لویو اهدافو په قصه کۍ ندي. ددوی د خبرونو هیډلاینز باید سپينه ماڼۍ خوشحاله وساتي. بي بي سي یا امريکاغږ هغه غږونه دي د اوسنیو نوو پښتو رسنیو اهدافو سره توپیر نه، بلکه بعضي پښتو ضد عناصر هم خپروي. خو خیر ډیر کم وخت يې و نوه چې ددوی ټغر ور ټول شو او په مقابل کي یی دا د پښتو نوې میډیا چې دهر پښتون او هر افغان د زړه آه په ډاکه سره دنیا ته ترجمه کوي را مینځ ته شول.
باید ووایم چې ټول افغان، روهي، تاند، ویبپاڼو د پښتو د نوي تکنالوژی هغه رسنۍ دي چې نوی افغان نسل په هر ځای کې وي، نه يوازې دې ته يې هڅولی چې دوی پښتو مطالب ولولي بلکه د پښتو د انټرنټ او د پښتو د نوي میډیا په تاریخ کې هم بایددغه رسنۍ ثبت شي.
بله داچې افغان رسنۍ اګر چې یوله بله سره د هم اهنګۍ لپاره زیات ضرورت لري. مګر خوشبخته یو چې دا څو انټرنټي ویبپاڼي د داخلي چاپ لکه اخبارونه او تلویزوني رسنیو ته په توپیر یو له بله سره زیات تړون لري او په یو هدف روان دي.
د غرب میډیا که هغه په پښتو وي او که په نورو ژبو نشریږی ټول په یوه غږ خبری کوي او ډیر کم مترادف خبرونه نشروي. ډیر غټ هیډلاین به وي، خو که ددوی اهدافو ته کومه فاېده نه رسوي دوي ورته د خبر په سترګه هم نګوري.
په میډیا او پالیتګس کي وایی هر ژونالست کوشش کوي چې خپل هدف ته کار وکړي. نو د غرب ژونالستان په نظرونو کی یووالۍ لري ځکه چې ټول یو هدف لري مګر دتآسف خبره ده چې د اسلامي نړۍ ژورنالستان هریو ځانته په ځانګړه توګه خپل خپل اهداف لري او کله کله یو بل پسی هم تبلیغات کوي. دلته په کاناډا کې د فري پریس یو ليکوال جان ژورنالست ته تعریف کی وویل: ژورنالیست یعنی د خپلي سوسایټۍ یا د خپلی اجتماع هغه مؤثر ترجمان ته ویلی شی د ده هر خبر ، هر راپور یا هره ليکنه همیش د خپلو خلکو عامه ګټی په نظر کي ونسي.
ټول افغان، روهي، تاند، ویبپاڼو دا ملت ته ثابته کړی، دوی د ډیرو نورو رسنیو بهتر دي. دوی نه فقط د پښتو د میډیا کلتور ته وده ورکوي بلکه بیشکه د افغانانو د احساساتو نمایندګۍ هم کوی چې همیش باید تشویق ، سپورټ او د کارکوونکو یی قدردانی يې وشي .