د نه ستړي کیدونکي مبارز او سیاستوال میر صاحب کاروال بې وخته بیلتون

د میر صاحب کاروال په اړه مې ډیر اوریدلي وو، خو په ۲۰۰۵ کال کې مې په کابل کې ورسره له نږدی نه وپیژندل. په شپو شپو مو سره مجلس کاوه او د ده کتاب «درس های تلخ و عبرت انګیز افغانستان» د ټایپ او بیا کتنې چارې مو په ګډه او ټکي په ټګي پر مخ بیولې. د کتاب د هر مخ پر پیښو او تحولاتو باندې د ده معلومات، تبصرې او شخصي کړنې، سرښیندنې او خاطرې ډیرې په زړه پورې وې او زما لپاره یوه مکتب و، ډیر زیات مې ترینه زده کړل. د یوه جالب فلم یا سریال په شان د کتاب هر فصل ته لیوال وم. د ده ګوندې ملګرو سره آشنا شوم او ورسره په ګډ سفر د افغانستان ځینو ولایتونه ته ولاړم او د پخوانېو ملګرو لیدنه یې وکړه او د هغو ملګرو او دوستانو کورنیو ته یې تسلیت او فاتحه وکړه چې د هیواد په تیرو ناخوالو کې په حق رسیدلي وو. د ملګرو تر منڅ د تیرو خاطراتو، پیښو او ناخوالو بحثونو به زه پدې فکر کې واچولم چې دا نسل او دا خلک څومره سخت د هیواد نیکمرغې او آبادې په لاره کې ژمن وو او هر ډول قربانېو ته چمتو وو.
د وطن په اړه د میر صاحب کاروال احساس، مینه، او قرباني ډیره بیساري وه. په ټولنیز او کورنیز ژوند کې ډیرې ښه او خوشحال طبیعت ، مهربان زړه او صادق انسان و.
میر صاحب کاروال د ۲۰۱۷ کال د فبروري میاشتی په پنځمه (۵) نیټه د ځګر د سرطان د ناروغۍ له امله د روسیه هیواد د رستوف په ښار کې د مسافرې او غربت په ژوند کې له فاني نړی څخه سترګي پټې کړې. انا لله و انا الیه راجعون.
اټګل کيږي، چې د نوموړي جنازه به د پنجشنبې په ورڅ د فبروري په نهمه نیټه، د ده کورنۍ او د رستوف ښار د افغانانو د ټولنې په مرسته کابل ته ورسیږي او بیا به په خپله پلارنۍ هدیره کې په خوست ولایت کې خاورو ته وسپارل شي.
د مرحوم میر صاحب کاروال مړینه د ده کورنۍ، دوستانو، او د سیاسي مبارزې ملګرو ته او په لویه کې هیواد ته یوه ستره ضایعه ده.
د مرحوم میر صاحب کاروال لنډه پیژندنه:
میر صاحب کاروال په ۱۹۴۹ز کال کې د خوست ولایت د متون په درش کلي کې په یوه درنه کورنۍ کې زیږیدلی و. خپل لومړني او ثانوي زدکړې یې د خوست ولایت د غرښت په لیسه کې بشپړې او وروسته د کابل پولي تخینک انستیتیوت څخه د اوبو او بریښنا د انجینری له څانګې څخه فارغ شوو. هیواد ته د عسکرې مکلفیت دورې خدمت څخه وروسته د اوبو او بریښنا وزارت د دیزاین په برخه کې او بیا د کابل پولي تخنیک انستیتوت کې یې د استاد په صفت دندې ترسره کړي دي.
نوموړي خپله نه ستړیدونکی سیاسی مبارزه یې په ۱۷ کلنۍ پیل کړه. میر صاحب کاروال د ۱۳۴۴ کال په ژمي کې د افغانستان د خلق دیموکرایتک ګوند ته جذب شو او د غرښت لیسې د ګوندي سازمان د مشرې په جوړولو کې فعاله دنده درلودله. لس کاله یې د حزب د خلق ډلې د یوې پټې یا مخفې برخې مشري کوله. په کال ۱۳۶۱ نوموړی د افغانستان د دیموکراتیک ګوند د مرکزي کمیټې د اصلي غړي په توګه وټاکل شو او په همدي کال د مرکزي کمیټې د منشي په صفت انتخاب شو. نوموړی د انقلابي شورا او د وطن د دفاع شورا غړی هم وو. په کال ۱۳۶۶ کې د ګوند سیاسي بیرو د علی البدل غړي عضویت یې ترلاسه کړو او وروسته د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د سیاسي بیرو د اصلي غړي په توګه انتخاب شو.
میر صاحب کاروال د ګوند په مرکزي کمیټې کې د دولتي قدرت د توسعیۍ او ټینګښت ، د اقوام او قبایلو، ګوندې کنترول او وروسته د مسلح پوځ، او د کمیټې د اړیکو او اسنادو د شعباتو مشري کوله او ورسره یې د څو کمیسیونونو رهبري یې هم غاړه وه د بیلګې په ډول ، د دولتي قدرت د ټینګښت کمیسیون، د ایران او پاکستان سره د سرحداتو کمیسیون، د اقتصادي جرایمو سره د مبارزې کمیسیون او د انقلاب د سپاهیانو او حزبي کنډکنو کمیسیون.
میر صاحب کاروال د خپل سیاسي ژوند او مبارزې په لاره کې ډیرې ستونزې او سرښیندنې هم ګاللي دي. د نورمحمد تره کی د قتل څخه وروسته د ریشخورو د ۷ فرقې د مسلحانه قیام په پایله کې د حفیظ الله امین لخواه په زندان کې واچول شو او د اعدام په انتظار وو چې بیا د جدي د میاشتې د ۶ نیټې د پیښې په پایله کې په کال ۱۳۵۸ کې له بند څخه خلاص شو.
په کال ۱۳۶۸کې کله چې نوموړی د تداوې لپاره په پخوانې شوروي کې وو او د ۱۳۶۸ کال د کب د میاشتې ۱۶ نیټې پیښه را منځ ته شوه نو په پایله کې نوموړی د ګوند او د ټولو ګوندي مقاماتو څخه ګوښه کړل شوو او په غیاب کې په اعدام محکوم شوو. میر صاحب کاروال او د ده کورنۍ د ۱۳۶۸ کال راهیسي د پخواني شوروي یا ننۍ روسیه کې د رستوف په ښار کې د یو سیاسي پناه غوښتنکي په صفت ژوند تیراوه.
یما هیله من
لندن – ۰۶ فبروري ۲۰۱۷