/ ټپيزې/
م،حنيف حيران
21.01.2010 09:27
په محبت کې څومره زور دی
څه وکړم ماته خو پېغور دی
کلی وطن راته سور اور دی
د يار مې پېغله خور په کور ده
نيستي د ورور ده چې بدل ورسره شمه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ژوندی دې غواړمه له خدايه
د سفر لوری دې راښايه
ته که نږدې ځې او که ورايه
چې چېرې ځې حال راته وايه
چې دې خالي دربار ته نه کړم سلامونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بېړۍ د صبر مې ډوبيږي
ورځ چې په ورځ پسې تېريږي
زړه مې پر تا لا مينيږي
ستا يارانې ته مې زړه کيږي
خو نا چاري مې پر خوله ايښي دي لاسونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ما مې د يار له سره ځار کې
هغه چې درومي ما يې لار کې
ښخ د بېلتون سترګو کې خار کې
چې يار مې مري لالا بېمار کې
چې د لالا په بانه يار ته وژاړمه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
که بې وسي که مجبوري وي
مينه په کار د يوه سړي وي
ورک شه هغه چې بازاري وي
د نجونو زړونه فولادي وي
يو يار يې مړ شي بل ته سترګې توروينه.
وروستي