دغه مېوې مو سټرس له منځه وړي

له سټرس سره مقابله هغه لویه ستونزه ده چې موږ په ژوند کې ورسره مخ کېږو. هڅه مو تل دا وي چې ځان لرې ترې وساتو، خو بیا هم کېدای شي هره شېبه ورسره مخ شو. دلته څو لارې شتون لري چې له سټرس څخه په ځان ژغورلو کې راسره مرسته کوي:
۱- بلو بري: دغه مېوه په زیاته کچه ويټامین (سي) او انتي اکسیدان لري، دا هغه څه دي چې کله موږ له سټرس سره مخ کېږو، ورته اړتیا لرو. نو بلو بري  وخورئ تر څو له سټرس څخه ځان وژغوری. کولی شئ دغه مېوه له مستو او یا هم له ایسکریم سره ګډه کړی او نوش جان یې کړئ.
۲- بادام: بادام له ويټامین (B12) او ويټامین (E) څخه مالامال مېوه ده. د بادام خوړل درسره مرسته کوي چې ذهنأ ارام و اوسئ. دغه دوه ويټامینونه د بدن دفاعي سيستم پیاوړی کوي او پر سټرس غلبه کوي.
۳- مالټه: مالټه یو له هغه مېوو څخه شمېرل کېږي چې پر سټرس غلبه کوي او له منځه یې وړي. که مو په سهارنۍ کې د مالټې جوس او یا هم خپله مالټه شتون ولرئ، پوه شئ چې سهارنۍ مو مکمله ده. په مالټه کې شته ويټامین سي د دې لامل کېږي چې سټرس مو مات کړي او له منځه یې یوسي. یوه دانه مالټه او یا هم یو ګیلاس د مالټې جوس مو د سټرس د له منځه وړو لپاره بسنه کوي.