مسوولیت منونکي اوسئ!

ستاسو په اند بلوغ څه ته وایي؟ په سن او عمر پورې تړلې خبره ده؟ د ښځې حامله کولو ته وایي او که د یوه کار د تر سره کولو وړتیا او یا توانایۍ ته بلوغ وایي؟

بلوغ په سن او عمر پورې تړلې خبره نه ده، بلکې مسوولیت منلو او مسوولیت پر غاړې اخیستو ته بلوغ وایي. داسې کسان هم شته چې عمر او سن یې څلوېښتو ته رسېدلی وي، خو دوی لا هم خام او بې تجربې وي. زه له داسې کسانو سره پېژنم چې هغوی یوازې د سن له اړخه لوی ښکاري، نه د فکر او نظر له اړخه. دوی ژوند ته د لوبې د یوه سامان په سترګه ګوري. بلوغ په مسوولیت منلو سره پیلېږي.

تاسو په بېلابېلو حالاتو او موقعیتونو کې څه ډول چلن کوی؟ ایا د خپلو کړنو، نظریو او تېروتنو له کبله نور کسان رټی او ښکنځی؟ که نه مسوولیت پر خپله غاړه اخلی؟

خالد او علي په کوټه کې پر توپ باندې لوبې کولې. خالد په تېزۍ سره توپ د علي پر خوا شوټ کړ، علي خپل سر ښکته کړ، توپ په شیشه ولګېد او شیشه ماته شوه. کله یې چې مور له بېرون څخه راغله، ګوري چې د کوټې شیشه ماته ده. دا چې خالد یو څه لوی و، نو په غوسه یې ورته وویل شیشه چا ماته کړه؟ پوهېږی، خالد څه ډول ځواب ورکړ، بیخي سړی حیران شي. «ما توپ د علي په خوا شوټ کړ، علي خپل سر ښکته کړ او توپ په شیشه ولګېد، نو ځکه شیشه ماته شوه». ښه نو اوس د دې پر ځای چې خالد خپل مسوولیت منلی وای او پر دې یې اعتراف کړی وای چې شیشه د ده له لاسه ماته شوه، د خپلې تېروتنې پړه یې پر علي ور واچوله. دا هغه عادت دی چې له بده مرغه ډېر عام او بیخي ډېر کسان یې لري. دوی د دې پر ځای چې خپله پړه ومني او مسوولیت یې واخلي، د خپل بام واورې پر نورو ور اچوي.

زموږ د ژوند اصلي موخه او دا چې تر اوسه پورې ژوندي یو، دا ده چې باید خپل مسوولیتونه سر ته ورسوو. د څه لپاره پیدا شوي یو او مسوولیت مو څه دی؟ د انسان مسوولیت ورځ تر بلې ډېرېږي او اوږې یې درنوي، تر هغه چې سر ته یې ورسوي. تاسو باید د یوه دری کلن ماشوم په څېر ونه اوسئ، چې خلک یا د کورنۍ غړي در څخه وغواړي چې دا کار داسې کړه او دا کار پر دغه وخت وکړه، خپله لاس پکار شئ او دا یې تر ټولو ښه لار ده.

مسوولیت منل د باور فضا ته د ور ننوتو یوه لار ده. کله مو چې مور له کوره وځي، تاسو ته وایي، د خپل کوچني ورور خیال دې ساته. کله مو چې مور له کوره وځي، کور کې مو چټل ځایونه پاک کړئ، د کور خواره واره کالي ټول کړئ، د کوچني ورور خیال مو وساتئ، خواړه ورکړئ، له خپلو خویندو او وروڼو سره مو په کورنیو دندو کې مرسته وکړئ. د دې کار خوند هغه وخت څکلای شی چې مور مو کور ته راشي او ستاسو د ښو کارونو له کبله یې ټنډه وغوړېږي او پر تندي مو ښکل کړي. مسوولیت منل او تر سره کول دقیقاً همدې ته وایي. ستاسو په دې کار سره ستاسو مور یا پلار ډاډمن کېږي، چې که یوه اونۍ هم په کور کې نه وي، تاسو د هر څه د سمبالولو وړتیا لری، هغوی پر تاسو باور کوي.

اوس د دې موضوع برعکس فکر وکړئ، کله مو چې مور له بېرون څخه راځي، ګوري چې په کور کې هر څه ګډوډ دي. هېڅ شی هم پر خپل ځای نه دي، کوچنی ورور مو وږی دی، کورنۍ دنده کې چا ور سره مرسته نه ده کړې، د کوټې شیشه ماته ده، خو کله مو چې مور د کور ټول ګډوډ شیان سموي او پر خپل ځای یې ږدي، نو ګوري چې یو شی ورک هم دي. ستاسو په اند د مور غبرګون به مو څه وي؟ ښکاره خبره ده چې هغه به پر تاسو باندې خپل باور له لاسه ورکړي او ډېر وخت به ونیسي چې هغه بیا پر تاسو باندې باور وکړي.

مسوولیت منل هغې مرحلې ته ویل کېږي، چې تاسو د خپلو کړنو په اړه ځواب ورکوونکي اوسی او په وړتیا مو حساب وشي. دغه راز څومره چې ستاسو عمر لوړېږي، د مسوولیتونو کچه مو هم ور سره لوړېږي او د خپلې راتلونکې مسوول کېږی.

هېڅوک نه شي کولای د هغه څه په اړه چې ستاسو د ژوند اړوند دي، پرېکړه وکړي. په دې برخه کې توپ ستاسو پر ځمکه او ستاسو په اختیار کې دی. موږ هغه وخت تجربې خپلوو چې د خپلو خاطرو او کړنو د تهدید پر ځای، د خپلو کړنو او خپلې راتلونکې په اړه مسوولیت منونکي واوسو.

ما ته معلومه شوې، کله چې یو زده کوونکی په یوه مضمون کې ښې نمرې اخلې، پر ځان ویاړ کوي او ټولو ته وایي چې څومره تکړه او هوښیار دی. خو کله چې قضیه بر عکس وي، بیا نو استاد او نور ورځني شرایط ګرم ګڼي. ان که خپله یې هم د ازموینې لپاره ښه درس نه وي لوستی خپل ښوونکی ګرموي او وایي، ښوونکي یې هېڅ سم درس نه و ورته تشرېح کړی. اوس پوښتنه دا ده چې څه شی د دې لیدلوري د بدلون لامل شوي دي؟ ولې کله چې بریالي کېږو پر ځان ویاړو او دغه څه خپله وړتیا بولو، خو کله چې ماتې خورو بیا د خپل بام واورې پر نورو ور اچوو او نور کسان ګرم بولو؟

دا ژوند په اصل کې زموږ خپل مال دی. زموږ اعمال او کړنې هغه که ښې وي او که بدې، دا موږ یو چې مسوولیت یې پر خپله غاړه واخلو. د ژوند سم لیدلوری همدا دی.

په ژوند کې هر څوک له ماتې سره مخ کېدای شي، خو که یې دا زده کړي وي او یا یې زده کړي، چې نور خلک باید د خپلو کړنو له کبله ګرم ونه بولي او ویې نه رټي په اصل کې یې هېڅ ماتې نه ده خوړلې.

تاسو به لیدلي وي، نن سبا د ټولو خلکو په خوله همدا یو شعار یا خبره ده چې موږ باید یوه غوره ټولنه ولرو، خو څو کسانو په رښتیا او د زړه له تله دې هیلې ته د رسېدو لپاره مټې را بډ وهلې دي؟ ډېری خو ان پر دې باور دي، چې دا په اصل کې د دوی دنده نه ده.

زموږ د شخصي ژوند فلسفه په کلماتو کې نه شي تعریفېدلای، بلکې زموږ په ټاکنو کې تعریفېږي او ټاکنې بیا تر ډېره زموږ د مسوولیت اړوندېږي. موږ ټول باید مسوولیت منونکي اوسو او هغه بدلون چې باید ویې وینو او راوستل شي، باید له ځانه یې پیل کړو.

د یوه متاهل نارینه په توګه ستاسو مسوولیت: له کورنۍ څخه ساتنه او د کورنۍ ستونزو او اړتیاوو ته پام کول او رسېدل دي. تاسو باید د یوه نارینه په توګه له خپلو دندو تېښته ونه کړئ، تاسو باید ور سره مخ شئ او تر سره یې کړئ.