
د مزار بی تاجه ټولواک عطا ممد وایی چی د دنیا د نیمو سفارتونو او کونسلګیریو تر څنګه اشرف غنی دا هم ورسره منلی ده چی د افغانستان پنځلس ولایاتونه به هم د هغه ګوند یعنی جمعیت ته ورکوی.
اوس نو ورته غوږ شه!
د افغانستان نازکو او کاواکه شرایطو ته په کتو ډیر کوچني حرکتونه کولای شی چی افغانستان ته لوی خطر پیښ کړی، نو ځکه موږ ویلای شو چی د اشرف غنی دا مامله چی د عطا سره یی کړی ده بلکل بی ځایه او د ستر خطر څخه ډکه ده، کیدای شی چی افغانستان تجزیې ته برابر کړی.
هر هغه عمل چی هر افغان یی تر سره کوی او زموږ هیواد ته یو ذره خطر پیښولای شی ملی خیانت دی، ځکه خو موږ د عطا او اشرف غنی تر منځ دا نوی مامله په کلکو ټکیو غندو او پر اصیلو افغانانو غږ کوو چی چپ پاتی نه شی خپل غږ اوچت کړی دا توتیه شنډه کړی تر څو افغانستان وژغورل شی.
افغانستان د څه باندې دیرشو میلیونو افغانانو ګډ کور دی، دا نه د اشرف غنی او عبدالله شخصی ملکیت دی نه د عطا ممد او نه د کوم بل افغان، ځکه خو هیڅ افغان ځانته دا حق نه لری چی پدې خاوره د بل افغان سره او یا هم د کوم بل هیواد سره پر دغه خاوره مامله وکړی، دلته چی هر بدلون او یا په اساسی قانون کی تغیر او تعدیل راځی د داسی یوی لوی جرګې کار دی چی استاذی یی په ریښتني توګه د ولس ریښتنی نمایندهګان وی، نو کله چی عبدالله او یا کوم بل څوک د افغانستان د اساسی قانون د تغیر خوبونه وینی غواړی چی د افغانستان ریاستی نظام صدارتی بیا همدغه نظام فیدرالی کړی بله توطیه ده چی افغانستان د تجزیې لوری ته وړی هم یی باید افغانان مخه ونیسی.
استعمار ته چی کله کومه ګُله یا خوله غټه وی او نه یی شی تیرولای بیا نو پدې فکر کوی چی همهغه ګُله ټوټې کړی تر څو یی په اسانۍ سره تر ستونی کړی، اوس چی استعمار په افغانستان کی د ورته حالت سره مخامخ شوی دی هم د افغانستان د تجزیی په هکله پلانونه جوړوی هم بله لویه توطیه ده چی د افغانستان پر وړاندې روانه ده باید مخه یی ونیول شی.
حل لار:
کله چی افغانستان تجزیه کیږی پدې کی د هیڅ افغان، هیڅ قوم او هیڅ سمت ګټه نشته دا د ټولو افغانانو په زیان ده او ټولو ته یو ډول درد رسیږی، دا ځکه چی موږ هر څه له لاسه ورکو او پخپله د استعمار خولی ته ځانونه برابرو تر څو مو په اسانۍ سره تر ستوني کړی، نو ځکه خو زموږ لپاره پکار ده چی هر هغه حرکت چی زموږ هیواد ته خطر پیښوی باید په ګډه یی مخه ونیول شی، همدغه هدف ته د رسیدو لار د افغانانو تر منځ ریښتنی ملی یوالی دی چی په هر ډول وی باید یوالی وساتو یو موټی شو همدارنګه هیڅ خرڅ شوی یا کرایه کړل شوی تش په نوم افغان ته اجازه ورنه کړو چی د افغانانو او یا د افغانستان پر سر په خپلو او یا هم د پردیو سره مامله وکړی.
تا یک نفر افغان است زنده افغانستان است.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
2/2/2017