د طبیعي سرچینو قاچاق

غیر قانوني استخراج د وسله والو مخالیفینو د تمویل سرچینه او د مافیایي بانډونو د پیاوړي کیدو لامل ګرځیدلی دی. چې د کونړ د لرګیو او د ننګرهار د طبیعی سرچینو څخه په سلګونو میلیونه پیسې د وسله والو مخالفینو او مافیایي کړیو جیبونو ته ورځي
سپینې تیږی د هغو طبیعي سرچینو له ډلی څخه دي چې په غیر قانوني ډول استخراجیږي او  د حکومت تر کنټرول لاندی په لویو لارو باندی له هیواده  دباندی انتقالیږي.
د استخراجي صنایعو د غیر قانوني استخراج د مخنیوي په موخه د ملي یو والي حکومت  د سپینو تیږو استخراج  په ټول افغانستان کې منع کړ خو  له دی سره سره  قاچاقبرانو د ۷۵۰،۰۰۰ ټنو په اندازه سپینې تیږی په غیر قانوي توګه استخراج او له هیواده بهر یې قاچاق کړې.
دافغان حکومت لخوا د سپینو تیږو په  استخراج او انتقال بندیز په نړیوال بازار کې اندیښنې رامنځته کړی او د سپینو تیږو په سوداګرو یې فشار راوست تر څو ددغه بندیزونو  له منځه وړلو لپاره هڅی وکړي، په پایله کې د وخت د والي په مرسته  سوداګرو وکولای شو د کانونو او پترولیم وزارت څخه د زیاتو پیسو په بدل کې د سل زره ټنو سپینو تیږو د استخراج او انتقال جواز ترلاسه کړي. چې په دی سره یواځې په یوځل د دوه ملیونو ډالرو په ارزښت سپینې تیږي انتقال شوی.
تر اوسه  هره ورځ ۵۰۰ لاری چې په هره لاری کې ۴۵ ټنه سپینې تیږی بار وي د افغانستان له پولی  اروپا ته انتقالیږي.
په ۲۰۱۶  زیږدیز کال کې وسله والو مخالفینو  د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالی څخه ۴۶ میلیونه ډالره له دغو سرچینو   ترلاسه کړي. چې دغه وضیعت د اندیښنې وړ دی او په ښې حکومتولۍ او امنیت منفي اغیزه کوي.
د کانونو غیر قانوني استخراج نه یوآځې د وسله والو مخالفینو د پیاوړتیا لامل ګرځي ، د وخت په تیریدو سره د قانون واکمني کمزوری کوي بلکه د راتلونکی نسلونو پر وړاندی نه بخښونکی جفا شمیرل کیږي. او که چیری دا حالت وغزیږي په هیواد کې  نا امني او تاوتریخوالی زیاتیږي او د طبیعي سرچینو قاچاق ته لاره هواروي.
د اداري فساد پر وړاندی د مبارزې شبکه د ملي یووالي حکومت او  عدلي اوقضایي بنسټونو څخه غواړي چې دغه موضوع په پوره جدیت و څیړي.
همدارنګه  نوموړی شبکه د کانونو او پترولیم ، کورنیو چارو  او د مالیې وزارتونو څخه غواړي چې د غیر قانوني استخراج د مخینوي لپاره لازم تدابیر ونیسي تر څو د غه ملي شتمني چې د ولس او هیواد اوږد مهاله برخلیک سره تړاو لري خوندي پاتی شي.