د اړیکو د ټینګښت لارې چارې!

اړيکې څه شی دي؟
زموږ ټولې چارې یو ډول اړیکې دي  په ټوله کې ویلاي شو چې موږ هر ورځ په یو ډول یو له بل سره په اړيکو کې یو چې خپل فکر، احساسات او لیوالتیاوې یو بل ته وليږدوو د خپلې ليوالتیا او درناوي کچه بل ته وښایو او دغه راز خپل غم، خفګان، خوشالۍ او دوه زړي له نورو سره شریک کړو.
موږ اړيکې ټينګوو چې د ژوند په مانا وپوهيږو، باور ترلاسه کړو، ګیلي او ګذاري وکړو، له یو بل سره مرسته وکړو، خپل فکر څرګند کړو، موافقې ته ورسيږو، ترخې خبرې ونه کړو، د خپل ادب نورو ته وښایو، نورو وهڅوو، حکم وکړو، له نورو سره ملګري شو او داسې نور.
موږ ته هغه لار پرانیزي چې په اسانۍ سره مو فکر د ځلیدو توان ومومي ومنل شي او په پایله کې په عمل کې پلي شي.
اړیکې ټينګوي چې ځان ښه وپیژني:
د اړيکو په دې برخه کې ډیرو پوهانو ویلي چې موږ هر یو اړخيزو اړيکو کې خورا مهمه موضوع یو.
(وندن جانسون) دی په اړه وايي :چې په اړيکو کې تر ټولو مهمه موضوع تاسو په خپله یاستئ او باید هم اوسئ او د دې شتو نه باید د شرم احساس ونکړئ.
اړيکې تينګوئ چې نور وپيژنئ او د نورو په اړه مو شک او دوه زړي راکمه شي.
غالبا هغه چارې چې نور یې تر سره کوي او یا یې به اړه خبرې کوي پر تاسو اغيز پرېباسي او لیواله کېږئ چې د نورو له چلند سره سم چلند ولرئ دا چې د هغوی په څير اوسئ او که نه غوراوي له تاسو سره دي خو په غالب ګومان چې وګړي د نورو پر احساساتو ، فکر او چال چلند پر پوهاوي وروسته خپلې اړیکې ټينګوي.
 
اړيکې ټينګوئ چې د ځان په اړه نړۍ وپیژنئ:
ته کولای شئ ننې ، پرونۍ او راتلونکې نړۍ کشف کړئ او په دې برخه کې د اړيکو د ټینګولو لپاره د ژبې په څير د انساني ځواک نه برخمن یاستئ.
نن ورځ تاسو درانو پېښو او فکرونو نه خبر یاستئ (له ډيرو کوچنيو مسایلو لکه له رومي بانجانو نه د اچارو جوړولو نه نيولی بیا تر نړیوالې ترهګرۍ پورې) او د هغه پېښو په اړه معلومات لرئ چې  پيړۍ وړاندې تر سره شوي دي او یا هم له تاسو زرګونه کیلو متره وړاندې پيښ شوي دي.
کله چې سفر کوی مطالعه کوئ ، څیړنه کوئ او یا له خپلو ټولګیوالو او کورنۍ غړو سره خبرې کوئ هڅه کوئ د نړۍ په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
د اړيکو ټینګوئ چئ د نړۍ نورو ته اسانه کړئ او له هغوی سره مرسته وکړئ.
هماغه ډول چې وړاندې یادونه وشوه تاسو د اړيکو مهمه موخه یاستئ، او د ځان په اړه له نورو معلومات ترلاسه کوی، دا اړیکې ستاسو د کورنۍ ، ملګرو او ټولنو سره نښلوي بله مهمه موخه چې تاسو درناوی وشي، تاسو ته پاملرنه وشي، تاسو پرې ګران شئ او پر تاسو هم ګران شي.
اړیکې ټينګوئ چې د هغوی تر خپل اغیز لاندې روالئ او یا د نورو د نفوذ پر وړاندې ودريږئ او کچه رټيټه کړئ:
کله چې تاسو خپل یو ملګري دې ته اړباسئ چې د کتابتون پر ځای تاسو سره سینما ته ولاړ شي. په کوچنيوالي کې د کورنيو د غړو د حکمتونو الګو رامنځته کيږي او په وروسته کالونو کې د اړیکې دا ډول بدلون مومي او د حکم او امر کولو ځای قناعت ورکول او اغيز شيندل رانیسي. ریس یا مور او پلار د واک د مرکز په توګه نه یوازې دا چې د څار واک ولري. بلکې له نورو سره په اړيکو ټینګولو کې د نفوذ کولو او د هغې د دوام واک هم لري او په دی ډول د حکم او امر کولو دنه اجرا له پایلو مو هم خبر کړي. له ډالۍ سره یو ځای اړیکې او تنبيه کول ښايي د نورو د سمولو لپاره ښه ځواک وي.
ښوونکې ، مدیران و ميندې، او پلرونه سیاستوال، سوداګر او مذهبي مشران ډله خلک دي چې له اړيکو ټينګولو نه يې موخه پر نورو اغيز کول او د هغوی فکر بدلون دی.
د اړیکې ټينګوئ چې تفريح وکړي ، خوند واخلۍ ، او د هغه وچو او انکار نه مننونکو خبرو نه چې وړاندې مو یادونه وکړه ځان خلاص کړئ:
کله چې چاته یوه ټوکه کوئ ستاسو پر اړيکو اغيز پرېباسي ان که ستاسو موخه یوازې تفريح وي، د تلویزيونو، سینما او تیاتر ليدل ښايي بیلابیلې موخې ولري چې یوه موخه یې د هغه شرایطو رامنځته کول دی چې تاسو له وچو کلکو شرایطو راوباسي او د ژوند له مسوليتونو ځان خلاص کړئ.
 
ليکوال: کرامت الله عادل/ پکتيا