طالبان دپاکستان د آی ايس آی او نورو استخباراتي شبکو په خدمت کې

عبدالولي حقمل
دمخه مو هم په دې اړه چې طالبان دپاکستان امریکا او سيمې داستخباراتي سازمانونو له لارې رامنځته شوي او داسلام له سپيڅلي نوم څخه په استفادي سره زموږ بې ګنا ه خلک وژني او په تيره بيا پښتنو ته يې تاوان رسيږي، ډيرې ليکنې کړې .
خو يا غوليدلو طالبانو يا دهغوی پلويانو چې ددوی اصلي څيره ورته څرګنده نه ده زموږ په ځواب کې دهغوی دجهاد او اسلاميت خبرې کړې وې.
خو له موږ سره داسې ډير اسناد شته چې طالبان له پردیو سره تړي.او د طالبانو په وسيله دنړۍ سترملت پښتون تباه کوي، دوی ته دنده سپارل سوې چې يوازې دپښتنو په سيمه کې سر رااوچت کړي ، يوازې پښتانه ووژني ، يوازې دپښتنو مکتبونه وسوځوي، يوازې پښتون معلم او مامور ووژني، يوازې دپښتنو په سيمه کې دبيارغونې مخه ونيسي ، يوازې دپښتنو په سيمو کې دسرک اينجنيرووژني،يوازې دپښتنو په سيمو بريد وکړي،يوازې پښتون محصل له درسه وباسي، يوازې پښتون ددولت کارکوونکی له وظیفې منع کړي چې ميدان نورو قومونو ته خوشی شي،يوازې پښتون دطالبانو له خپلو اصلي بادارانو امريکا او انګریز سره دارتباط او جاسوسي په تور حلال کړي يوازې يوازي .... يوازې پښتون. او يوازې دپښتون وطن یعني افغانستان دترقي له کاروان څخه وروسته پاتې کړي.
په کابل کې قانوني ،محقق، دوستم ،عبدالله او نور جنايتکاران سرې سترګې ګرځي خو طالبان يوازي پښتانه وژني هو يوازي پښتانه ددوی دښمنان دي ځکه چې آی ايس آی او سي آی ای دپښتنو دښمنان دي.
دافغانستان په نورو سيمو کې کارونه او تحصيل روان دی خو يوازي دطالبانو له لاسه په پښتنو ټکه را لويدلې ده ددوی له لاسه دپښتنو په کورونو ددوی دبادارانو امريکايانو يرغلونه هم کيږي په سپيو هم خوړل کيږي او نور تاوانونه هم ورته رسيږي،امريکايانو په دا څو کلونو کې ډير جنايتونه دپښتنو په سيمو کې دطالبانو په لمسون وکړل.ايا داسي کوم بل مثال دغير پښتنو په سيمه کې هم څوک راکولی شي؟؟؟
امريکايان خو همدغه امريکايان دي داڅنګه چې هزاره،پنجشيري،ازبک اوبل ته سرک جوړوي،کور جوړوي،جومات جوړوي ،مکتب جوړوي او دپښتانه په سيمه کې پښتون وژني ولې؟
ځکه چې ددوی غلام طالب هرڅه دپښتون په سيمه کې کوي خارجيانو او طالبانو په ګډه پريکړه کړې چې پښتون ووژني او ورک يې کړي.
شايد طالبان او هغه څوک چې دطالبانو اصلي څيره ورته څرګنده نه ده ووایي چې زه به داوسني حکومت طرفدار يم. نه هيڅکله نه.
زما پلار په جهاد کې له روسانو سره په مخامخ جګړه کې شهيد شوی ورور مې اوس هم معيوب دی زه له وطن سره ډيره مینه لرم دغه سندونه هم په همدې مینه دلته رااخلم ماته طالبان ښه معلوم دي چې دا وطن دپردو په اشاره تباه کوي.
په دغه سند کې چې تاسې به یی اوس ولولی دهلمند طالبي والي دپاکستان له استخباراتو څخه چې زموږ تاریخي دښمنان دي په جګړه کې دجنګ وسايل او نورې مرستي غواړي .تر دې نو لوی ثبوت چيرته دی چې دوی له آی ايس آی سره تړي له امريکايانو سره دطالبانو ارتباط خو دلمر غوندي هر چاته څرګند دی انکار تري نه کيږي او طالبانو ته تنخوا او ټول وسايل امريکايان ور کوي دادی وګورئ دطالبانو اصلي څيره.
نور سندونه به هم ډير ژر په ليکه شي. نو اوس پوه شولې اولسه چې دڅه لپاره جنګ دی؟؟؟