غزل

زمــــا محبــــوب زمــــــا درمان وزرې نلــــرلــــې
چـــــې تـــر اسمانــــه تلـــــو جانان وزرې نلرلــــې
دا به څه وجه وه چې پورته په اسمان ګرځيــده
ګنــــــــي نــــــو تخـــت د سليمـــــان وزرې نلرلــــــې
نن چې يواځې دې صحرا کې وروسته پاتې شـولې
تــــه بـــــۀ کمــــزورې وې کاروان وزرې نلــــرلــــــــــې
اوس د مـــــريخ سفـــــر لــــه ځي دايو الهام وګڼـــــــه
لــــه ا‌بتـــــدا نـــــه هـــــم انسان وزرې نلـــــــرلــــــــې
چـــې يــــې د پرو جامــــــې واغوستلـې والوتــــــلو
ياره سائـــــرهــــــم ستا په شان وزرې نلـــــــرلــــې
سائرځلاند