
ستا د نیمزالو کونډ و پیغلو په پار
سپينغره ستا له دنګو څوکو نه ځار
ستا پر لمنه د نښترو لښکر
ستا هسکو لمنځو اسمانڅکونه ځار
ستا په درو کې ترانې لرمه
زلمي یادونه افسانې لرمه
ستا هره تاله کې مې وینه زرغون
تاسره مینه کې مې مینه زرغون
ستا پر ګلونو پرخو اوښکو نه ځار
سپينغره ستا له دنګو څوکو نه ځار
ستا پر رڼو کاڼو خوره مې شړۍ
تا به ستایمه د شپیلۍ په غړۍ
ته په سندرو ترانو کې ولس
ته یې ستایلی یې په ټوله نړۍ
ته په ښادۍ او خوشالیو کې آدې
زمزمه کړی يې سندرو سره
زه يې د سالو او د ځړوکو نه ځار
سپينغره ستا له دنګو څوکو نه ځار
سپینغره پوه نه شوم، بی وسه شولې
ته لا ولاړ یې زما پوستکی باسي
زما او ستا په منځ کي نه وه داسې
چې ما له خپله کوره وږی باسي
په تا راغلې شوبلې ما ماتې کړې
خو زما کوچنی له کوره تږی باسي
ستا په بیدیا کې د کمکیو هیلو
ټپي بیوزلو تنکیو کوکو نه ځار
سپينغره ستا له دنګو څوکو نه ځار
موږه په خپله ژمنه ټینګ ولاړ یو
اوس موږه زړونه او سرونه کرو
د دنګو لمنځو او نښترو په لار
سپینغره کم خو له خیبره نه یې
بې له شینواري آپیردیه نه یې
سپینغره ټیټ خو له شمشاده نه یې
بې خوګیاڼیو، بې شیرزاده نه یې
سپینغره ولې راته نه واې څّه
څه بې ځاځیو بې څمکنیه نه يې
هه ستا په غیږه کې زوړ شوی بابا
لکه زخمي او لاره ورکی سرباز
زه یې د زوړ څادر له پیڅکو نه ځار
سپينغره ستا له دنګو څوکو نه ځار
سپینغره دا لوبه دې ولې وکړه
نن دې په هسکو مورګو تور چواړی
لکه شینواری اپریدی درخیژي
سپین غره دا سوبه دې ولې پریښوه
نن دې یو تور لینګی په هسکو څیړیو
لکه شیرزاد او خوګیاڼی درخیژي
سپینغره ته خو کله نه وې داسې
چې کوم پردی دې پر دې هسکو تړو
لکه ځاځی او څمکنی در خیژي
زه دروارې شم ستا له ترخو، پرښو
ستا د غاټولو، ګلنازکو نه ځار
سپينغره ستا له دنګو څوکو نه ځار
پرما خوره یوه تیاره ده درنه
سپینغره تانه مې ګیله ده درنه
زما لاسونه پښې دواړه مات دي
وس د درتلو او درختو نه لرم
یو ځلې بیا دې غیږه وغزوه
یو ځلې بیا راته را غاړې وځه
یو ځلې بیا راته بچی ووایه
راته شینواری اپیردی ووایه
یو ځلې بیا راته په ښکلې پښتو
راته شیرزاد او خوګیاڼی ووایه
وروستۍ سلګۍ کې د بخښنې پرځای
راته ځاځی او څمکنی ووایه
یو ځلې خپور ټبر را ټول کړه سره
ټول افغانان پر یو ټغر کښینوه
آبې مې هره شیبه وايي راته
ستا له ورونو ورکو، ورکو نه ځار
سپينغره ستا له دنګو څوکو نه ځار
سیدمنتظرشاه هاشمی
کابل
۲۰۱۴-۵-۲۲