په افغاني سياست کې د اعتماد اړتيا

په ۱۳۵۸ هـ ل کې کله چې روسانو له افغانستان څخه خپې سپکې کړې افغانان هيلمن شول ، چې په هيواد کې به يې سوله او امن راشي ډاکټر نجيب چې پوه شو چې له روسانو پرته يې حتی په کابل يې حکومت کول شوني نه دي دسولې چيغې شروع کړې دا چې ډاکټر نجيب څوک دی ښه يې وکړل که بد ټولو ته معلوم دي ورباندې نه غږيږو .خو دنوموړي پر دغه چيغو همغه مهال چا اعتماد نه کاوه ځکه مخالف لوري انګيرله چې دوی خو ګټلې نو سوله د څه لپاره ؟ ښايي د دوی دا منطق به سم و خو دوی په خپله سم نه و دوی چې دجهاد او افغانستان په نامه يې افغانان پرځان راټول کړي و چې دخپل حکومت په دوره کې يې بيا بيرته په تيرو دورو پسې ارماني کړل په کابل او د هيواد په نورو سيمو کې دسياسي اعتماد نه شتون د دوی تر منځ دخپل منځي جګړو لامل شو . دوی نه يوازې په دغه جګړو کې کابل ښار وران کړ او په لکونو افغانان يې دمرګ تر کومي ورورسول بلکې په لرې پرتو ولايتونو کې هم څوک د دغه خپل منځي جګړو له اغيزو خوندي پاتې نه شول. دلته هم اعتماد نه و هر چا ځانته ډنګوله . طالبان راغلل دوی د اسلامي امارت تحفه له ځانه راوړه ، هو خلک چې د څو کالو راهيسې له جګړو ستړي شوي و يو څه يې دارام ساه واخيسته ، خو وروسته پوه شول چې يوازې امنيت هم دژوند لپاره کافي نه دی دوی ډوډۍ ، سړک ، بريښنا ، زده کړو ، ټيکنالوژۍ .... ته اړتيا لري خو په طالبان به د چا پلار دا منلې وه دوی چې کله د چوکۍ په خوند پوه شول ولس يې هير شو دوی هيڅکله فکر نه کاوه چې په افغانستان کې نور څوک هم شته ، د دوی اعتماد يوازې په ملا طبقې پورې ځانګړی و دوی هم له ملا پرته په هيچا اعتماد نه کاوه .
څه کم نهه کاله مخکې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ په افغانستان کې د يو بل نظام بنسټ کيښودل شو ، چې ديموکرات او پراخ بنسټه ونومول شو . خو د دغه پراخ بنسټه حکومت ستنې له همغه پيله له شګو جوړې شوې وې د جرمني په بن کې بيا هم په ځينو ډلو اعتماد وشو او ځينې نورې له پامه وغورځيدې . حکومت د دې پر ځای چې ورځ تر بلې قوي شي د کمزورتيا خواته ځي . حکومت ، پارلمان ، اپوزيسيون ، ګوندونه او ولس . هيڅ يو يې دلته يو پر بل اعتماد او باور نه لري . زموږ ملي ګډې ګټې معلوم نه شوې هر چاته خپلې ګوندي او شخصي ګټې مقدمې دي د ولس او هېواد په اړه هيڅوک فکر نه کوي . بيا هم ولس قرباني دی که د امريکايانو له خو بمبار پرې کيږي نيول کيږي ، تالاشي کيږي ، رټل کيږي او يا دطالبان د مزايلو او نورو بريدونو قرباني کيږي .
که ډير لرې لاړ نه شو هغه تيره اونۍ افغان پارلمان د دولت له ۲۴ وزيرانو ۱۷ رد کړل زه نه وايم چې پارلمان بايد دې ټولو ته د اعتماد رايه ورکړې وه . خو دا ضرور وايم چې په دغه کابينه کې ځينې داسې څيرې وې چې په ناکامۍ سره يې زموږ ملي کدرونه بې اعتماده کيږي د اميرزي سنګين ، انور الحق احدي په څير شخصيتونه چې له پارلمانه داعتماد رايه نه اخلي او رهين په څير اشخاص بريالي کيږي دا په دې مانا ده چې زموږ پارلمان په دې نه پوهيږي چې دملت، او ولسمشر کرزی بيا په دې نه پوهيږي چې د حکومت ګټې په څه کې دی پارلمان خو هغه څه وکړل چې نور غږيدل هم ورباندې نه دي پکار خو ولسمشر کرزي بايد مخکې له دې چې پارلمان ته خپله کابينه وړاندې کړي په پارلماني چارو کې د دولت وزارت چوکۍ ته داسې يو څوک نومولی و ، چې هم د حکومت او هم د وکيلانو په ژبه پوهيدای نو ځکه خو ولسمشر کرزی اوس له دوه جدي ګواښونو سره مخامخ دی ، يو دا چې حکومت به يې له مسلکي پلوه کمزوی وي ، بل دا چې ټيم به يې بيا داسې يو څوک وي چې د ملي ګټو پر ځای به شخصي، توکميزې او ګوندي ګټې پالي دلته هم د سياسي اعتماد مسله مطرح ده .
کابل چې دلندن کانفرانس لپاره په تياريو بوخت دی ولسمشر يو قوي ټيم ته اړتيا درلوده خو له بد مرغه چې ولسي جرګې بيا هم خپل کار وکاوه ، که يو لوري ته ولسمشر د يو قوي ټيم په رامنځ ته کولو کې ښه نه دی ځليدلی بل لوري ته ولسي جرګې هم په تير اخر کې نازونه شروع کړي . هيڅوک نه پوهيږي چې دافغانستان راتلونکی به له څه ډول ستونزو ډک وي .
زموږ دهېواد تر ټولو ستره ستونزه په دې کې ده چې سياسي مشران يې تل د پرديو د ګټو لپاره کار کوي خپلې ملي ګټې يې يا خو نه دي پيژندلي او يا خو يې باداران نه ورته پريږدي .
د ديموکراسۍ يو اصل ګوندونه دي ، موږ د ديموکراسۍ چيغې وهو ، خو ګوندونه نه لرو که لرو يې هم پاخه ګوندونه نه دي يا خو په بهر کې جوړ شوي او که په داخل کې جوړ شوي هم دي کيلګانې بهر کې دي ، دوی هر هغه څه کوي چې له بهره دستور ورکول کيږي . البته د دې په منځ يو شمير ملتپاله سياسي ګوندونه به وي چې افغاني ګټه ته ژمن دي خو هغوی هم د دغه سياسي لوبو ښکار شوي دي .
په دې هيله چې زموږ بيچاره او غريب ولس نور له داسې رهبرانو ژر خلاص شي چې يوازې خپلو شخصي او ګوندي ګټو ته ژمن دې
په همدې هيله