کال ۱۸۸۳ لمریز د نومبر ۱۲ لسمه چي کله د انګریزانو لخوا د ډیورنډ او امیر عبدالرحمان خان تر مینځ د ډیورنډ کرښه جبراً لاسلیک شوه او د ډیورنډ دواړو غاړو پښتانه افغانان یي په دوو برخو وویشل او د لر او بر افغانانو پر ځګر یي دا کرښه تېره کړه، د انګریزانو هیله دا وه چی پښتانه افغانان پر دوو برخو وویشي تر څو دا ولسونه نا توانه او بې وسه کړي او بیا پخپله مستعمره کړي لکه څنګه چې په انګریزانو کي یو متل دی وایي (Divide and rule) په څو برخو یي ووېشئ او حکمراني پرې وکړئ، نو دا هر چاته جوته ده چې د ډیورنډ کرښه د انګریزانو او د امیر عبدالرحمن خان تر مینځ په استعماري ډول لاسلیک شوه ده حقوقي بڼه نه لري ځکه چې دا کرغېړنه کرښه یواځي د امیر عبدالرحمن خان سره لاسلیک شوي ده شخصي بڼه لري نه ولسي، ځکه چي د ډ یورنډ د کرښي دواړو غاړو ته پښتانه ولسونه د ډیورنډ کرښه منلې نه ده او نه یي هم مني. د ډیورنډ هغي غاړې پښتانه یعني د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي او د جنوبي پښتونخوا یا بلوچستان اوسېدونکي یو ډول فکرونه او نظرونه نه لري، ځینی یي د آزاد پښتونستان چیغه وهي او ځیني نور یي بیا د لوی افغانستان. خو پوښتنه دلته پیدا کیږي چي د لر او بر افغانانو د یوځای کولو لپاره کوم شعار یا نعره ګټوره او د ټولو افغانانو د منلو وړ ده؟ زما په آند د آزاد پښتونستان فکر او نعره د لر او بر افغانانو د بیلولو شعار او نعره ده ځکه چي آزاد پښتونستان په دې معنَی چي جنوبي پښتونخوا، بلوچستان او خېبر پښتونخوا دي یو خپلواک او آزاد هېواد وي او یا هم پدی معنَی چې یواځي د آزاد پښتونستان نوم دی ورکړل شي خو حکمراني به د پنجاب وي چي پدې دواړو کي زمونږ د لر او بر افغانانو خیر او پرمختګ نشته. بله خوا لوی افغانستان هغه فکر او چیغه ده چې لر او بر افغانانو د یوځای کېدو او پرمختګ نعره او چیغه ده چی د آمو کښته بیا تر آباسی بېل شوي او ویشل شوي افغانان یوځل بیا سره یوځای شي او د پخوا په څېر بشپړ خپلواک، شتمن او یو موټی لوی افغانستان را مینځته شي. د آمو څخه تر آباسینه یوځل بیا د لوی افغانستان په هیله!
وروستي