
زموږ ذهنونه داسې دي لکه سارايي کوترې هغه څه چي په ذهن کې يې لرو او ويي نه ليکو کيداشي له ذهن څخه مو کډه وکړي او بيا هيڅکله رانشي دا خبره تر دي را په زړه شوه چي موږ اکثره وخت په ذهن کي ډير څه لرو خو د خپلې بي غورۍ له لاسه مو له ګوتو ووځي. هغه ځکه چي موږ له ځانه سره وايو ځه اوس يي پریږده بيا به يي وليکو. سمه ده وه خو به يي ليکئ خو هغه لمړنی مزه به يي نه وي پاتې لمړي خو هغه فکر کوم چي د يوې موضوع په اړه تاسې په خپل ذهن کي انځوروۍ که سم له واره مو هغه ونه ليکه دوخت په تيريدوسره يي ارزښت کمیږي او هومره مزه ناک او زړه راښکونکي نه وي کوم چي مو په لمړيو کي حس کړي وه. هغه د چا خبره چي د خپلي ليکنې خوند به مو په اوبو لاهو کړي وي دوهم هغه څه چي دکومې پيښي يا کومې ناخوالي په وخت کي ستاسي ذهن ته الهام شوې وي څنګه چي په ناڅاپي ډول ستاسي ذهن ته راځي همداسي په بي خبرۍ مو له ذهنه ځي هم نو بايد هغه الهام چي تاسي ته کيږي کوچني يي ونه ګڼۍ او ويي ليکئ. دريم اکثره وخت ځيني زلمي ليکوالان ديوي موضوع په ليکلو کې دوه ذٙړي کيږي. هغه په دي معنا چي هغه څه چي د ليکوال په ذهن کي وي کوچني يي ګڼي او ځان تير باسي چي دا چاره مو دليکلو هنر ټکني کوي ځکه که تاسې نن د کوچنۍ موضوع په اړه ليکل ونه کړل د لويي موضوع موندل درته ګرانيږي او که له ډير لټون وروسته يي پیدا هم کړئ د ليکلو جرأت پري نه شئ کولای. له پورتنيو ستونزو سره د مبارزې او حل لاره داده چي بايد هره ورځ تقريباً له يوه څخه تر دوه ساعته پوري ليکلو ته ورکړل شي.چي په دي چاري سره به مو له يادو ستونزو څخه ځان ژغورلې وي او په راتلونکي کي به مو ليکنه له شته ستونزو خلاصه وي.