فېسبوکي مبارزې!

فسبوک یوه انګلیسي کلمه ده چې له دوو برخو څخه جوړه شوې چې لومړی برخه (Face) یې د مخ په مانا او دوهمه برخه (Book) یې د کتاب په مانا ده.
که په ټوله کې ووایو فسبوک د مخ کتاب دی.دا سمه ده چې په نوره نړۍ کې فسبوک د مخ کتاب دی، ولې په افغانستان کې د فسبوک کلمه د مخ د اینې په نوم معتبره ګڼلی شو. دا ځکه چې د فسبوک په کلمه کې Book  یا کتاب راغلی،کتاب هغه څه دی چې ګټور او فایده مند وي.
زما په اند په افغانستان کې فسبوک په هغه ډول سره نه کارول کیږي په کوم ډول سره چې لازمه ده .دا ښکاره ده چې فسبوک یوه داسې معلوماتي رسنۍ ده چې کولی شي په ښه ډول سره د خلکو ترمنځ د اړیکو د ټنګښت او پر وخت سره د خلکو د خبروي سبب شي.
خودلته دا داسې نه ده په افغانستان کې فسبوک تر ډیره د ساعت تیرۍ لپاره کارول کیږي.که ته باسواده په لرې پرتو سیمو کې اوسې نو حتمي به له داسې کسانو سره مخ شې چې له تا به د ځان لپاره د فسبوک د ایډۍ د جوړولو غوښتنه وکړي.که بیا ترې وپوښتې چې د څه لپاره یې جوړوې؟ نوځواب به یې حتمي دا وي چې والله ساعت مو نه تیریږي.
دا ډول خلک زیاتره د فسبوک د کارولو سره نابلده دي .د دوی یوازینی کار دا دی چې دوی خپل ،د کورنۍ او د انډیوالانو عکسونه پورته کوي.
که یو څوک دده په عکس باندې داسې تبصره ولیکي چې ده ته پکې توهین شوی وي او یا ده ته یې ښکنځاوې کړي وي نو دی یې سمدلاسه لایک کوي.
نو د داسې خلکو لپاره به فسبوک په څه مانا وي،دوی به له فسبوکه څه استفاده وکړي،دوی له دې پرته چې اقتصادي زربه به وویني بله هیڅ ګټه نه شي تر لاسه کولی.
په دې پسې په ترتیب بله ډله خلک کوم چې څه نا څه لوستي دي ،د دوی لپاره فسبوک د خپلو انډیولانو د اړیکو د ټنګښت ښه وسیله ګرځیدلې.خپل عکسونه پورته کوي ،د انډیوال په تصویر تبصره لیکي،یوه یا څو نورې د انجونو په نوم جعلي ایډيګانې جوړوي.نور بل هیڅ نه وي  بس د وخت ضایع کول وي.
په افغانستان کې بله ډله خلک کوم چې د سواد کچه یې تر دولسمه،څوارلسمه،پوهنتونه پورې وي او په دولتي دندو باندې بوخت وي. د فسبوک تر څنګ له نورو انټرنیټي خدمتونو څخه هم ګټه اخلي.
دوی د نورو په نسبت یو څه ښه دي دوی په فسبوک کې یو څه لیکي او همداشان یو څه اخلي.خو په اوس کې د دوی لیکنې تخریبي او ورانوونکي بڼه لري .له ژونالیسته راونیسه په مدني فعال یې حتم کړه دوی د خپلو ګټو لپاره د یو چا په سپکوي کې نه دي ،دوی د خپل مقام د ساتلو لپاره د بل په عزت پښې ږدي،دوی په داسې یو انداز سره مبارزې کوي چې ته به فکر کوې یوازې له دوی سره د هېواد غم دی.
ددې ډول مبارزو د ترسره وي لپاره په زرګونو مستغارې ایډۍ جوړې شوي ،دوی له خپلو ایډيو څخه په چا پسې بد نه لیکي په خپله ایډي ورته جار او قربان لیکي ،خو په مستغاره ایډي ورپسې هغه څه لیکي کوم چې زموږ له کلتور سره نه ښایي.
اوس ژونالیستانو هم دچا خبره له خپل میک څخه چاکو جوړ کړی ،ځان ته پرې مڼې سپینوي او بل خیتې ته پرې وهي.
دوی خپل مسلک ته صادق نه دي.واقعیتونه نه ښکاره کوي ،یوازې د هغه چا بدې کړنې ښکاره کوي چې ده ته پکې ګټه نه رسییږي.
د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله پکتیا کې د فسبوک بد استعمال د خلکو تر منځ د یووالې فضاه خړه کړې .چې په پایله کې یې د قومونو تر منځ لویې دښمنې جوړې، او تازه کړي دي.
په ټوله کې که وایو چې په افغانستان کې فسبوک تر ډیره په ډير بد او ناسم ډول سره استعمالیږي ،چې دغې چارې په هېواد کې د ګټو برخلاف تاوانونه او په ولسونو کې د بې اتفاقۍ،ضدونو ،د بې ځایه مصارفو او نورو ډول ډول ستونزو د رامنځته کیدو باعث شوی.
د مستغارو ایډيو د مخنیوي لپاره د دولت ځانګړې پاملرنې ته ضرورت دی.دولت باید په ځانګړي ډول د مخباراتو وزارت باید داسې پروګرامونه رامځته کړې تر څو د ایډي کس  دولت او هر کس ته ښکاره وي.
د فسبوک د کارونې لپاره د خلکو عامه پوهوی،هغو کسانو ته په فسبوک کې باید د ګډون اجازه ورنه کړل شي ،کوم چې په لیکلو او لوستلو باندې نه پوهیږي.