ستا د نظر د خاموشۍ سنـــــــــــــــدره
ماته راوړي د بــــې وسۍ ســــــــــــندره
ښکاري قاتل احساس مې وژني په چـا
چــې غـــــږوم د آزادۍ ســـــــــــــــــــندره
تنبل به واخلو يکه زار به کړو بيـــــــا
د جنګ ميدان ګې پخوانۍ ســـــــــندره
چې درته رام کړم قافلې د حــــــــــورو
ملګرو بيا خوبه منۍ سنــــــــــــــــدره
لکه په ګټه چې بل ګټ ولي خــــــــــــو
څه عجيبه وي د کوچۍ سنــــــــــــدره
دواړه به لاس په لاس جوړه ګرځيږو
سائره وايه د ورورۍ ســـــــــــــندره
٢٠٠٧جون لسمه لندن ، انګلستان
وروستي