د مرحوم استاد رسول امين په ياد

نن د مرحـــوم "امين" د ژوند څو خاطرې يادوم
څه د وطن، څه د هجرت، ورځې او شپې يادوم
د چلستون دبڼ تر څنگ د کابل جان په زړه کې
ځاى د دمـــې د "امين" کــــور هغه شېبې يادوم
روان په منډه دي يـــو بل پسې د شمار کلـــونه
لکه په سر وهي ساحل د کونړ سيند مـــوجونه
د چا د غاړې په اميد شول په ميرو کې خاورې
ورژېدل کـــونړ دره کــــې د پېکــــو گلــــونـــــــه
لـــه ياده نـــه ځي په زړه ليک لکه د کاڼي کرښه
د پېښور بې خـــــونده ژوند او د هجرت کلـــونه
لکــــه په اور سړى نينې شي سپلنيــــو په شان
جدا لـــــه خپل ملکـــــه سوځېږي د بدن هډونه
وروستۍ شېبې دې امريکا کې له مونږ دريغ نه کړې
د سبا ستورى شــوې ښکاره پاس په آسمان استاده!
لکــــه د لــــمر دې بې احسانـــــه وړانگې وشيندلې
مونږ دې هم ښاد په خپل ديدن کړو مهربان استاده!
افغانستان کې دې بل کړى و مشعــــل د عرفان
په پوخ قلـــم دې ملگرتيا وه لــــه ښـــوونې سره
تېر دې شـــــو ژوند د افعانانـــــو ارتقـــــا لپاره
په نېک روش دې ډېر ملگري کړل پوهنې سره
منصف ساقي ويش د ترخو پيالو په يو لاس کوي
وار د مرگي کـــور کې د رند هم د زاهــــــــد راځي
وخت د گيلې لکـــه زما په شان غريب ته نــه شته
قصر د شاه تــــه هــم د دې انصاف قاصد راځـــــي
خـــــپل او پردو سره احساس شـــــو د ناڅـــــــــاپه غم
لندې په اوښکو شوې هر ځاى کې د دوستانو سترگې
د آسمايي په ســــر شو خـــــپور د خـــــواشينۍ څــــــادر
سرې له حسرت شوې گوډ په گوډ د افغانانو سترگې
درســــره پاتې شو پـــــه زړه کــــــې د کلونو ارمان
وطن کې ختمې ستا په ژوند نه شوې د غم ورځې
وختونـــــه تېر شول مشره! تـــه هم د بخښنې شولې
خداى دې په ژوند د ژوندو بس کړي د ماتم ورځې
په هديره د مور او پلار کې تدفين بخت گڼمه
مرحوم امينه! مبارک دې شه سپېڅلـــې خاوره
زه متين کړمـــــه تل دعا ستــــا مغفــــرت لپاره
ښکلې روضه دې د جنت شه دغه ښکلې خاوره
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
نومبر -¬ ١٩ -¬ ٢٠٠٩
منټيکا ¬ - ¬ کليفورنيا
انجينر وکيل متين