افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې ولاړ هېواد دی، کوم چې پریمانه اوبه لري.خو د دې اوبو ډیری برخه د هیواد څخه د باندې ګاونډيو هېوادونو ته وربهیږي، موږ د دې توان نه لرو چې د خپل هیواد اوبه راوګرځو او په هیواد کې یې د کرنې د بډاینې، صنعتي پرمختګ، برقي قوې د تولید، اقتصادي پرمختیا او نورو ډول ډول اهدافو لپاره وکارو.
نه یوازې دا چې ګاونډیو هېوادونو ته مو اوبه ورتویږي بلکې د سختو سیلابو په وخت کې د دې هېواد ډیری حاصلخیزه خاوره هم ضایع کیږي.زموږ په اوبو اوس پردي مزې کوي او موږ ورته لکه وږي تږي سترګې غړو .
د نړۍ اکثر هېوادونه اوس په دې باندې پوه شوي دي چې د یو هیواد اقتصادي او ټولنیز پرمختګ د همغه هېواد په کرنه پورې تړلی دی او هیڅ هیواد هم د کرنې پرته د پرمختګ پوړیو ته نه شي رسیدلی،چې بیا په وار سره کرنه په اوبو او نورو اقلیمي شرایطو باندې چلیږي.
دا چې هېواد مو له پریمانه اوبو څخه برخمن دی،حو کرنه مو تر اوسه پورې د رواجونو په لمبو کې سوزي .
له ډیرو حلکو به مو اوریدلي وي چې (د افغانستان ۸۵٪ وګړي په کرنه بوخت دي) له دې جملې ډیر کالونه پخوا مخ شوی یم او اوس یې هم اورم . ماته دا سوال پیداکیږي چې موږ ولې دا ۸۵٪ وګړي خپله کرنه له راوجي بڼې څخه عصري بڼې ته نه شو راړولی؟
بس همدا به یې وجه وي چې افغان دولت په دې برخه کې کار نه دی کړی او یا همدا به یې وجه وي چې ګاونډي هېوادونه د اوبو په سکتور کې لاسوهنې کوي همدا به یې وجه وي چې کروندګرو ته پوهوی نه دی ورکړل شوی همدا به یې وجه وي چې نړیوال نه غواړي چې افغانستان دې پر خپلو پښو ولاړ هیواد وي اونور.
د افغانستان دولتونو د اوبو د مهارولو او د هغوی څخه د ګتې اخیستنې لپاره څه نا څه کارونه ترسره کړي دي ولې پر وخت سره د ګاونډیو د ډول ډول مداخلو ښکار شوي دي او افغانستان یې دې ته نه دی پریښی تر څو په دې برخه کې پرمختګ وکړي.
اوس افغان دولت په دې برخه کې چوپ پاتې شوی دی دوی داسې فکر کوي چې که په دې برخه کې د پروژو تطبیق پیل کړي،نا امني به ورسره زیاته شي.
حو زه وایم چې دا د حل لاره نه ده ،که په هر قیمت وي باید چې د هیواد اوبه مهار او د خلکو د ګټې اخیستنې لپاره برابرې شي تر څو هیواد کرنیز او اقتصادي پرمختګ تضمین شي.
دا ښکاره ده چې راتلونکی جنګ به په شنو زرو (اوبو) وي حو دا معلومه نه ده چې افغانستان به په دې جنګ څه ډول رول لوبوي . دا جنګ پیل شوی دی حو خدای خبر چې زموږ برخلیک به پکې څه وي.
وروستي