سکه يا فلزي پيسې له کله نه دود شوې ؟

ژ : محمدالله وفا
په نړۍ کي تر ټولو لرغوني کشف شوي سکه په موهنجودارو (اوسني پاکستان) کي لاسته راغلې . چي شاوخوا ۵۰۰۰ کلونه وړاندې ترتیب شوې ده،همدارنګه فرانسوي لرغونپژندونکو د ایران په جنوب لویدیځ شوش سیمه کي ۴۰۰۰ کلني کړۍ موندلی .
په نړۍ کي بله لاس ته راغلي لرغوني سکه چي تر میلاد ۲۷۰۰ کاله وړاندې جوړه شوې،د آشور په وروستني پاچا پورې اړوند ده . په همدغو (۲۷۰۰-۲۶۰۰ تر میلاد وړاندې کلونو) د اوسنۍ ترکیې په لودیه د الکتروم له جنسه سکې ووهل شوي . هغه سکي چي لودي واکمن ووهلي د همده له نامه (کرزوش) څخه په کرزویید (کرزوسي) مشهورې شوي .