عابد او د ميوې ونه

 دماشومانو لپاره کيسه
ژ : محمدالله وفا
عابد په يوه داسې غره کې اوسيده،چي هلته يکي يوه د انارو ونه وه. هره ورځ به ورته د انارو له ونې ځنې درې دانې انار راتلل، ده به خوړل او بيرته به خپل عبادت لګيا کيده .
ورځې تيريدې چې يوه ورځ لوی خدای په امتحان کې واچاوه . انار ورته ونه رسيدل،صبر یې وکړ،سبا بيا ورته انار ونه رسيدل،لوږه یې وزغمله . په دریمه ورځ ډير وږی شو او په لوږه کې د غره نه لاندې ځمکې ته را کوز شو . د غره په څنډه کې د يوه نصراني کور و. د هغه ور یې وټکاوه او له هغه نه یې د خوړو لپاره څه وغوښتل . عیسوي کورته لاړ او له کور نه یې ورته څلور ډوډۍ راواخستې . عابد یې مننه وکړه او ترې روان شو،څو ګامه یې لا په وړاندې نه وو ایښي،چې د عیسوي سپي ورپسې وغپل . عابد مخ ورته را وګرځاوه او يوه ډوډۍ یې ورواچوله ،سپي هغه يوه ګوله کړه او بيا یې غپا پیل کړه،سړي ورته يوه په بلې پسې څلور واړه ډوډۍ ور واچولې خو سپی ترې کرار نشو .
سړی ډير تنګ شو او په غوسه یې ورته وویل : څومره وږی او حریص! شرم هم نه درځي، زه ستا کورته په يوه مړۍ ډوډۍ پسې وږی راغلم او تا را څخه بيرته ستا د خاوندراکړې ټولي ډوډۍ واخستې،دا ولې ؟ سپي خندنی شو او ورته کړه یې : بيا هم له تا څخه ډېر سپین سترګی نه یم ،تا د هغه خاوند چې له کلونو،کلونو یې بې خواسته او زارۍ خواړه درکول، يوازې درې ورځنی امتحان ونشوای زغملای او د خیټې د ډکولو لپاره دې د خپل ځان او خاوند دښمن ته لاس اوږد کړ .
(با احساسه اوسئ)
پای
۲۵-۱۰-۱۳۸۸ هـ،ل
۱۵-۰۱-۲۰۱۰ ز